کله چې ولسمشر رښتیا ووايي

ولسمشر غني وايي، چې له پاکستان سره یې پر ډیورنډ کرښه خبرې نه دي کړي او دا یې له واکه لوړه مسئله ده. نوموړي په کندهار کې د یوې ناستې پرمهال وویل، چې پاکستان له ۳۶ کلونو راهیسې له افغانستان سره په یوه نااعلان شوې جګړه کې ښکیل دی. ښاغلي غني زیاته کړه، ولسمشر کرزي چې له کومو طالب مشرانو سره خبرې وکړې، هغوی یا د پاکستان له خوا ووژل شول او یا هم بندي شول، نو ځکه له پاکستان سره د سولې خبرې کوي. ولسمشر وايي، چې له ISI سره تفاهم لیک یې په خپل لاس کې اخستی او له ملي اجماع وروسته به لاسلیک کیږي.

د اوسني حکومت یوه اساسي ستونزه دا ده چې هڅه یې کړې ځیني کارونه له ولس څخه پت وکړي، خو پټ نه دي پاتې شوي او رسوا شوي دي. حکومت بیا له رسوایۍ وروسته ددې پر ځای چې په شاتګ وکړي او خپله رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي، هڅه کوي چې په نورو ناسمو ګامونو سره ستونزه زیاته کړي. موږ یې دلته همدا دوې بېلګې راوړو چې ولسمشر یادې کړې دي. لومړی د امنیتي هوکړه لیک خبره؛ دا هوکړه لیک په پټه لاسلیک شوی و، خو ځینو کسانو افشا کړ او حکومت ترې انکار او دفاع دواړه پر یوه وخت وکړل. له همدې امله د ولس غبرګون جدي و او حکومت له ستونزو سره مخ شو. لومړی خو دا هوکړه باید پټ نه وی لاسلیک شوی او بیا چې کله خلکو شدید غبرګون وښود، اسانه لاره یې دا وه چې ولسمشر ویلي وی، چې له دې هوکړه لیک سره به د خلکو له خوښې سره سم چلند کیږي. ولسمشر همدا خبره پرون په کندهار کې وکړه، خو حکومت تر پرونه پورې له یوه اړخه له دغه هوکړه لیک څخه انکار کاوه او د واقعیت د تحریف هڅه یې کوله. له بله اړخه یې په غیر مستقیم ډول ددغه تړون له لاسلیک څخه دفاع کوله. له همدې امله حکومت له ستونزو سره مخ شو.

دویمه ستونزه د ډېورینډ ده. هېڅوک ادعا نه کوي چې ولسمشر له پاکستان سره د ډیورینډ په تړاو رسمي خبرې کړي دي او دا کرښه یې منلې او په دې اړه یې کوم سند لاسلیک کړی دی. بلکې خلک د ولسمشر ځینو هغو ګامونو اندېښمن کړي دي چې ددغه کرښې د منلو لپاره لومړني کارونه شمېرل کیدای شي. د بېلګې په ډول د پاکستان له جوړښت څخه د حامد کرزي د واکمنۍ تر پایه د افغانستان حکومتونو هېڅکله د خیبر پښتونخوا واکمن ته اجازه نه وه ورکړې چې افغانستان ته د پاکستان د رسمي استازي په توګه راشي، خو د ولسمشر غني په واکمنۍ کې دا کار وشو. دغه راز د امنیتي هوکړه لیک په متن کې له حقوقي اړخه داسې کلمات شته چې ډیورېنډ د رسمي کرښې په توګه ښکاره کوي. نو له همدې امله خلکو غبرګون وښود او ولسمشر غني یې د ډیورینډ پر منلو تورن کړ.

که ولسمشر غواړي چې له هغه ډول شدید غبرګون سره مخ نه شي چې تر اوسه ورسره مخ دی، په کار ده چې په مهمو ملي مسایلو کې پټې او د پردې تر شا پرېکړې ونه کړي او هر څه په واضح ډول وکړي. دغه راز د ولس غوښتنو او نیکو ته پام وکړي. له هر انسان او بیا له واکمنانو ډېرې تېروتنې کیږي، خو په کار ده چې بېرته یې سمې کړي؛ داسې نه چې په تېروتنو پسې تېروتنې وکړي او بیا ترې دفاع هم وکړي.

د سرنوشت ورځپاڼې څخه په مننې سره

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button