غازي امان الله خان په پاریس کې

دوکتور لعل پاچا ازمون

ټک ټک ټک، د اسپې ټکاري د غازي پام دې ځای ته را واړاوه، غازي چې شاوخوا وکتل نو ددغه ځای ښکلا یې په زړه منګولې خښې کړې، ګاډیوان ته یې وویل؛
قبضه راکاږه، ودرېږه!
اسونه وشڼېدل، غازي دې ودانۍ ته ځېر شو، ناڅاپه یې له خولې ووتل:
واه څومره ښکلې ودانۍ ده! دا څومره ښایسته ځای دی! هوا یې ښکلې، فضا یې ښکلې، دا د ژوند او نندارې ځای دی! دا ځای ښکلی ځای دی!
ورسره ملګري یې راښکته شول، غازې ته په تعظیم شوو، غازي بیا د دغه ځای ستاینه وکړه، چې ډېر ښکلی ځای دی، ښکلې ودانۍ ده، کسانو فکر کاوه چې غازي یې د خپل کور لپاره اخلي او دلته خپل شاهانه دربار جوړوي، بچي به یې هم دلته اوسي، ساتوونکي بیا د غازي خبرو ته غوږ شوو، یو نیم سره بنګېده او ویل یې: غازي څنګه دا ځای ډېر خوښ کړ؟ څه خبره ده، لکه چې کور راولي، دا ځای حتمي کور ته اخلي، ددغه ځای ډېره ستاینه کوي.
غازي بیا دې ودانۍ ته ګوته ونیوه، و یې ویل:
هلکانو! دا ودانۍ ډېره ښکلې ده، هوا و فضا یې هم زړه راښکوونکې ده.
ساتونکي تیارسۍ وردېدل، د غازي امر ته لاس په نامه شول، دوی اوس فکر کوي چې غازي به دغه ودانۍ خپلې کورنۍ ته اخلي؛ خو هغه په کراره وویل؛
واه واه څومره خوند کوي.
ساتونکي د غازي حکم ته منتظر دي، غازي د تلوسې لړونه وشلول:
واه واه څومره خوند کوي چې … غوږونه څک وو، چې… نو څه؟
… چې د دې ودانۍ پر سر د ګران وطن جنډه ورپېږي، دا ځای باید د افغانستان کور وي، دلته باید د افغانستان استازولي وي، نو حکم کوم، چې دا ودانۍ د افغانستان د سفارت لپاره واخلئ. حکم تطبیق شو.
پاچا ګاډيوان ته وویل؛ نور درځه، کار وشو، ایله مې یو داسې ځای پیدا کړ چې دنیا ته مې سترګې ټیټې نه وي او د سیالانو منځ کې مې مخ سور وي.
سمدستي یې خپل خسر محمود طرزي دغې ودانۍ ته د سفیر په توګه ولېږه او ملي بیرغ په ډول د ودانۍ پر سر خپل رنګونه ونځول.
ماخذ
ازمون لعل پاچا، ۱۳۹۹ل، (اوږدې لارې نیمګړي دیدنونه) یونلیک

نور ښکاره کړئ
Back to top button