دا وګړي په تيارو کې دي لوی شوي

اسمعيل لاروی

اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون

نړۍ بدلون منونکې ده. بدلون يوازې د بشري تاريخ د بېلابېلو پړاونو پرتليز جاج نه دی بلکې بدلون په مادي او ماهيتي لحاظ شونی دی. د ظاهري دنيا د ثابت پاتې کېدو لپاره داسې دلايل او امکانات نشته چې همېشه وي. موږ چې په کوم چاپېريال کې فعلاً ژوند کوو، له تېرو لسو يا سلو کالونو سره خورا زيات توپيرونه لري. پخوا ځمکې پراخې او خلک کم ول، د ژوند امکانات ساده او لومړني ول، علومو ته د ټولو خلکو لاس رسی ناشونی و، يوازې کرنې او مالدارۍ هم د ژوند اړتياوې بشپړولی شوای… خو اوس هر څه بدل شوي او بدلېدونکي دي. هره شېبه له بلې تېرې شېبې سره توپير لري، همدا شېبه چې دا ليکل کوو، نړۍ يو ډول ده خو څو شېبې چې بيا همدا ليکل لولو، بل ډول به وي، په همدې کمه زماني مقطع کې به د نړۍ په مختلفو برخو کې لوی بدلونونه راغلي وي خو دا بدلونونه په ټوليزه توګه زموږ د درک په ظرف کې نه ځايېږي. د زمانې سرعت بې ساری دی او د نړۍ په کچه د بدلونونو سرعت هم بې ساری دی. يوازې که د يو ژوندي جسم وجود وکتل شي – لوی بدلونونه به ويليدل شي، د هر ژوندي جسم په غړيو، بيا د هر غړي په نسجونو او حجرو کې څه تېرېږي او څه کېږي، دا هر څه ناممکن دي چې درک شي او بيا د نړۍ په دومره ستروالي کې د شته بدلونونو په اړه خو فکر کول هم ناشونې خبره ده.

ټول بدلونونه تفسيرول ستونزمنه چاره ده، يوازې د انسانانو هغه پرمختګ چې د ټيکنالوژي او علم په برخو کې کېږي، حيرانونکی او خورا چټک دی. د پرمختګ په دې بهير کې نږدې ټولې ټولنې خپله ونډه اخلي او زموږ په څېر محدودې ټولنې چې بدمرغه دي، ترې ګوښه پاتې دي.

په دنيا کې ټول تمدنونه او تهذيبونه د بدلونونو نتايج دي. د مصر، چين، بغداد، يونان، اريانا، فارس… تمدنونه د هغو ټولنو زېږنده دي چې بدلون يې منلی. ډاکټر مبارک علي وايي: « د تاريخ مطالعه روښانه کوي چې بشري ټولنې پرله پسې بدلېږي. له يو پړاو څخه بل پړاو ته کوچ کوي. کومو ټولنو چې د بدلون پروسه ژر ومنله، د هغو پرمختګ ګړندی ؤ او چېرې چې د بدلون پر ضد غبرګون ښکاره شو. هلته ټولنې ځای پر ځای ودرېدلې، پرمختګ يې ودرېد. د بدلون په تاريخي پروسه کې ځينو ټولنو پرمختګ وکړ، ځينې په کرار تګ کولو سره تر دې پروسې تېرې شوې، ځينې بيخي ودرېدې او هيڅ تګ يې ونه کړای شوای.»

هره ټولنه د هويت او معرفت خپل اړخونه او خصوصيات لري. څوک دا نه شي ويلی چې ټولنې دې بايد حتماً هممهاله پرمختګ وکړي او يا دې په موازي او مساوي مسيرونو سفرونه وکړي ځکه د هرې ټولنې په بطن کې داسې څه شته چې د پرمختګ، ورو تګ، چټک تګ، په ټپه ولاړ حالت… سبب ګرځي. اصلي خبره دا ده چې د هرې ټولنې وګړې مکلف دي د خپلې بقا او راتلونکو نسلونو د ژوند تضمينولو لپاره حرکت وکړي که څوک ووايې چې بې حرکته ټولنه يا په ټولنو کې جامد وګړي هيڅ نشته، دا خبره زموږ غوندې ټولنو په اړه معکوسه ده ځکه موږ ورځ تر بلې د لټۍ او وروسته پاتې والي لوري ته روان يو، دلته د وګړو تعداد زياتېدونکی دی او د ژوند د اړتياوو خړوبونکې سرچينې محدودېدونکې دي نو له جامد حالت څخه په بدحالت کې يو. بله خبره دا ده چې اوسنی هر ډول خوځښت يا د ژوند تېرولو دوران د سبا لپاره د لارې جوړېدو باعث ګرځي، دا لارې بايد عاقلانه او منطقي پرانيستل شي. موږ د سباني انسان دې ډول پوښتنو ته څه ځواب لرو: ۱) ايا د اوسېدو مناسب چاپېريال ورته شته؟ ۲) ايا مناسبې کاري بوختياوې شته؟ ۳ ) ايا موثر تعليمي، تحصيلي او روزنيز سيستمونه ورته شته دي؟ ۴) ايا له نړۍ سره د مزل مناسبه او غوره لار ورته پرانيستل شوې؟ ۵ ) ايا د دوی او نورو نسلونو د اړتياوو پوره کوونکې طبيعي زېرمې ورته پاتې دي؟… دا او نورې پوښتنې شته چې تر اوسه موږ ورته بې ځوابه يو.

ويکتور هوګو په ځای خبره کړې: « د ټولنې ښېګڼې او بدګڼې له موږه دي، د دې پر ځای چې له بدګڼو وژاړو، ښه ده چې له منځه يې يوسو.» د اسلامي ټولنو د وروسته پاتې والي نور لاملونه به هم وي خو دا يې تر ګردو لوی لامل دی چې بدلون نه مني. د عصر له غوښتنو سره سم مزل نه کوي، هغه څه چې د دوی د پرمختګ سبب ګرځي، د دينداري او لادينۍ په مسايلو کې يې لاهو کوي. مسلمانان تر اوسه د نړۍ د پرمختګ علومو ته د علومو په نظر نه ګوري. ساينس پوهان، کشف کوونکي، مخترعين، څېړونکي… د عالمانو په ډله کې نه راولي. ساينسي علوم چې د ټولنو د پرمختګ لپاره څه وړاندې کوي، موږ مجبوريتونه مجبوروي چې له توليداتو يې استفاده وکړو خو په داسې حال کې هم د ساينسي علومو پرمختګ جهالت ګڼو، هغه علوم چې نړۍ او انسان ته اسوده ګي ورکوي، نه يې منو او نه يې په منلو غور کوو.

زموږ مثال هغو ويدو ته ورته دی چې له خوبه را پاڅېږي او چا يې څراغ سترګو ته نيولی وي، دوی له رڼايي بد وړي او بد حال جوړوي چې څراغ مو له سترګو لرې کړئ! موږ هم چې د جهل په اوږده شپه کې له رڼايي سره نابلده يو او په عين حال کې د څراغ ارمان هم نه راځي، يوازې خوب کوو او کله چې په همدې شپه او تياره کوټه کې ژوند را باندې تريخ شي نو خپله کوټه پرېږدو او د ګاونډي کور ته لاړ شو، هلته هم په اساني له رڼاګانو سره نه بلدېږو ځکه چې موږ خو ټول ژوند په تياره کې تېر کړی و. زموږ کوټې ته چې بيا څوک له څراغ سره راشي، مخنيوي ته يې اتفاق کوو، که څراغ او څراغ راوړونکی وژلو ته برابر شول بيا خو مو د توري خرپ د زړونو د خوښۍ او سکون يوازېنی غږ وي خو که برابر نه شو، په کوټه کې يې نه پرېږدو ځکه دا خو رڼا وي او رڼا سترګې برېښوي. دروېش دُرانی وايي:

چې به ما له غرقه خوبه دوی را ويښ کړل

يو ګړۍ پس به دوی بيا کړې سترګې پټې

دا وګړي په تيارو کې دي لوی شوي

په ليدو يې د رڼا کړې سترګې پټې

علومو ته لاس رسي دې ته زمينه برابره کړې چې د نړۍ د هرې برخې انسان د خپل وس او درک برابر فيض ترې واخلي. اوس نړۍ د ځنګل هغه څنډه نه ده چې يوازې پکې زمری پخپل زور پاچاهي کوي بلکې د منطق، استدلال او عقلانيت زور هم ورسره مهم دی. بيا هم دروېش دُرانی وايي:

ستا اطاعت را باندې نه دی لازم

زمريه! زه اوس په ځنګله کې نه يم

د ټولنو د بدلون او ارتقا راز د علم او پوهې په کیفيت او د لاس رسي په ډول پورې هم اړه لري، استاذ ګل پاچا الفت تر( نوي نسل) عنوان لاندې وروستۍ خبره په دې ډول کوي:«که څوک خپل زلمي زوی ته زړه بوډۍ په نکاح اخلي يا خپله پېغله لور اتيا کلن بوډا ته ورکوي، ښه نه کوي. زړه تربيه او نوی نسل همدغسې وګڼئ.» موږ چې بدلون نه لرو او ژوند مو نه ښه کېږي يو لوی سبب يې همدا دی چې د روزنې شېوې مو نه بدلېږي، نوښت خو هسې نشته، تقليد مو هم نيمګړی دی.

موږ غوندې ټولنو ته په کار ده چې لومړی د بدلون منلو ته چمتو شي، د نړۍ د پرمختګ علوم ومني، په خپله جغرافيايي محدوده کې د همدې علومو په عامولو او ځواکمنتيا کې هڅې وکړي، په خپله کاذبه سرلوړي باندې اعتراف وکړي، د دروغو شملې لږ راټيټي کړي او لکه څرنګه چې يو، هغه شان ځانونه وښيو، لنډه دا چې که موږ په شته وضعيت کې تغيير رانه ولو نو نور به هم نورو ته مجبورېږو او د راتلونکو نسلونو د ژوند لپاره به مو د تضمين هيڅ هم پرېښي نه وي.

درست عمر پسرليه زموږ سر ته فکر رانغی

نه پخپله پوی شوو، نه پوهانو پوهولي يو

استاذ محمد صديق پسرلی

ماخذونه

الفُت، ګل پاچا. د اُلفت نثري کليات. ۵۰ مخ. دانش خپرندويه ټولنه. څلورم چاپ/ ۱۳۸۷ لمريز.

دروېش دُرانی. کر د ګلو. ۵۲ مخ. صحاف نشراتي موسسه. ۲۰۱۳ زېږديز.

مبارک علي/ ژباړن: محمد نويد. تاريخ او د تاريخ فلسفه. ۱۰۷ مخ. صحاف نشراتي موسسه. ۱۳۸۵ لمريز.

ويکتور هوګو. ګرد اورنده و ترجمه: مجيد محمدي. ۳۸ مخ. غيوري، راستين، تهران. ۱۳۸۷ ه، ش.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button