Home سياسي او ټولنيزې ليکني فدرالي رزرف سیستم

فدرالي رزرف سیستم

فدرالي رزرف سیستم

لمړۍ برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

        پيسې – که چېرې یوه کاغذي پاڼه وي او یا هم د کمپیوټر د مانیتور پر مخ یو عدد وي تر څو چې د اوسنۍ نړۍ د خوځولو وړتیا پیدا نه کړي په مطلقه توګه هیڅ ارزښت نه لري . کېدا شي چې د پيسو او د بانکي چارو ځواک د مذهب له اغېزې سره پرتله شي خو یواځې هغه کسان چې له دغه کار څخه ګټې تر لاسه کوي د پیسو د شخصیت پر  داخلي میکانیزم باندې پوهيږي . او دغه کسان د دې لپاره هر څه کوي تر څو دغه لاره تعقیب کړي .

        د « واشنګتن پوست » ورځپاڼې د چلونکي پخواني دستیار ویلیم ګرایدر د امریکا د مرکزي بانک په تړاو داسې لیکي : « د امریکا په متحده ایالاتو کې مرکزي بانک چې فدرالي رزرف سیستم یې بولي – یو دولتي سازمان نه بلکې د صیهونیستي مافیا یوه خصوصي اداره ده . د امریکا په متحده ایالاتو کې د مرکزي بانک د اشغال لپاره د صیهونیستي مافیا مبارزه خورا اوږده او له سپين سترګۍ نه ډکه وه . درې اولسمشران : اې. لینکلن ، ویلیم مک کینلي او جان کنیدي ووژل شول . د کانګرس غړی مک فېدن او د اولسمشر کنیدي ورور – روبرت کنیدي ووژل شول . د اولسمشر جکسن پر مرستیال او د بهرنیو چارو پر وزیر سټیوارد باندې د قتل دوې هڅې وشولې » ( ۱ ) . د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي بانک د تأسیس لپاره څه نا څه یوه پېړۍ مبارزه روانه وه تر څو چې یواځې په کال ۱۹۱۳ کې بري ته ورسېدله . د دې پایله دا شوه چې په امریکا کې پر پیسو باندې بشپړ کنترول د فدرالي رزرف سیستم بانکرانو لاس ته ورغی ، « د موجودې دموکراسۍ په زړه کې یو نه روښانونکی بې قاعده توب او د خپل سرۍ په اړه د ټولنیزو اسطورو سره بشپړ تضاد » ( ۲ ) برلاسی شو . ویلیم ګرایدر په خپل کتاب کې چې « د معبد پټ رازونه : د فدرالي رزرف سیستم څرنګه هېواد اداره کوي » نومېږي او په کال ۱۹۸۷ کې لیکل شوی دی ، د قانع کوونکو شواهدو په وړاندې کوولو سره د فدرالي رزرف سیستم له خوا د هېواد پټ اداره کول رالوڅه کړل .

        کله چې صیهونیستي مافیا د هېواد د مالي سیستم د اداره کولو امکانات تر لاسه کړل نو یې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۹۲۹ کال مصنوعي اقتصادي بحران راوپنځاوه د کوم په پایله کې چې د مافیا په ګټه د ملکیتونو او پيسو له سره وېش تر سره شو . د امریکا په متحده ایالاتو کې کابو شپاړس زره بانکونه له منځه لاړل . یواځې سل بانکونو د امریکا د بانکي شتمنیو له پنځوس سلنې څخه لا ډېره بانکي شتمنۍ سمبالولې او څورلس سترو بانکونو د هېواد د امانت ایښودل شویو پیسو ۲۵ سلنه خپلې کړلې . په دې توګه بحران د مافیا بانکونو لپاره افسانه یي ګټې راوړلې .

       د فدرالي رزرف سیستم د فعالیت پایله دا شوه چې په ۱۹۸۲ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د فدرالي رزرف سیستم ( د صیهونیستي مالي مافیا ) ۱٫۰۷ تریلیون دالره پوروړی و . د دغه پور لپاره  امریکایي مالیه ورکونکو یواځې د یوه کال لپاره ۱۱۵ میلیارده دالر صیهونیستانو ته د سلنې ګټې په بڼه ورکړل .

      لس کاله وروسته په ۱۹۹۲ – م کال کې د امریکا د متحده ایالاتو دولتي پور کابو پنځه ځله ډېر شو چې پوره پنځه تریلیونه دالره شول . له دغې شمېرې سره باید د سلنې ګټه هم جمع شي . په پایله کې مالیې هم  په داسې حال کې لوړې شوې چې د فدرالي رزرف سیستم مصارف یواځې د دالرو د چاپولو لپاره رنګونه ، اړین مواد او د چاپ کوونکو کاري حقوق وو . دغه شان بې پایه سپين سترګي انسانان نشي لری . دغه شان ځانګړتیاوې يواځې  د شیطان اولادونه ( د انجیل یونس څخه       ) – صیهونیستي مافیا لرلی شي ( ۳ ) .

        د امریکا د متحده ایالاتو دریم اولسمشر توماس جفرسون د دې پخلی وکړ چې : « که چېرې د امریکا اولس کوم یو وخت یوه خصوصي بانک ته د دالرو د خورونې د سمبالولو اجازه ورکړي نو په پيل کې به د انفلاسیون او وروسته به په چلند ( دوران ) کې د پيسو د لږولو ، همدا شان د هغو بانکونو او سترو شرکتونو په مټ به چې د دغه شان مرکزي بانک پر شاوخوا به هرومرو رالویږي ، له خلکو به تر هغو ملکیتونه اخلي تر څو چې د هغوی بچیان پر هغې خاوره کې بې کوره راویښ شي چې نیکونو یې فتحه کړې ده » ( ۴ ) .

       لمړني انسان پیسو ته اړتیا نه لرله . کله چې هغه وږی و ښکار یې کاوه او د ژمي موسم لپاره د خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره په کرهڼه بوخت و . که به یې د خپل ګاونډي جنس ته اړتیا وه نو جنس به یې پر جنس بدلاوه .

         خو له دې چې کار لا ډېر تخصصي شو نو د بارتر شونتیاوې ډېرې محدودې شولې . شپانه نشوای کولی چې تل خپله ټوله رمه له ځان سره بازار ته بوځي .  ځکه نو انسانانو پيسو ته د شتمنۍ د معیار په توګه مخه کړله .  د قیمتي فلزاتو په تېره بیا د سرو زرو کمیت ډېر محدود و او هر چا ورته اړتیا لرله او د کوچنیو سکو په بڼه په آسانۍ سره باب شولې . پر فلزي سِکو باندې کلیمات یا انځورونه انځور شوي وو چې د سِکو د رشتیاوالی او نګه توب ژمنه یې کوله ، نو ځکه پيسې د یو ډول درناوۍ څخه برخمنې شولې . مګر د سرو زرو د سِکو درندې او پنډې بوجۍ نه یواځې دا چې د غلو پام یې ځان ته را اړاوه بلکې ربړوونکې هم وې .

       په دې توګه کاغذي پيسې پيدا شوې چې د ساده برات ( حوالې ) دنده یې تر سره کوله . او له همدې امله دغو کاغذونو چې پيسې نومېږي هم هغومره با ارزښته وګڼل شوې لکه حقیقي توکي او خدمتونه . دغه پروسیجر د یوې مودې لپاره د ټولو لپاره مناسب و خو وروسته ځینې کسان پوه شول چې کېدای شي پیسې په بله توګه وکارول شي او هغه دا چې که چېرې کاغذي پيسې د ټاکل شویو ځای ناستو  پيسو ( بخشش ) په بدل کې په پور ورکړل شي نو لا ډېرې پيسې تر لاسه کېدای شي .

      لمړیو زرګرانو چې د سرو زرو سِکې یې ټولې کړې وې دغه زېرمه شوې شتمني یې د کاغذي پیسو د چاپولو لپاره د اساس په توګه وکارولې . له دې چې د دې احتمال ډېر کم وه چې سره زر دې ټول بېرته وغواړي نو د کاغذي پيسو چاپوونکي بانکران شول . هغوی د ګټو په خاطر د خپلې زېرمې یوه برخه د سلنې ګټې په حساب په پور ورکولې . چلند داسې و – د شتمنۍ ډېره برخه په پور ورکړه او یواځې یوه کمه برخه یې د بحراني وضعیت د را پيدا کېدو لپاره وساته . دغه  ساتل شوې کمه برخه د نسبي رزرف یا د بانکي چارو د رزرف په نوم وپېږندل شوه . دغه سیستم تر هغو ښه کار ورکاوه تر څو چې یو چا یو دم خپلې پیسې له بانک څخه نه وې اېستلې او په بانک کې د وېرې سبب نه وي شوی .

      د بانکي چارو د نسبي رزرف سربېره یوه بله نظریه هم موجوده وه چې د پيسو « ورپېږندنه » بلل کېدله ، په دغه صورت کې پیسو عملأ د کاغذي پیسو ارزښت نه درلوده مګر د حکومت د قوانینو او یا فرمانونو سره سم ورپېږندل کېدلې . د دغه سیستم د کارونې لمړۍ بېلګه مارکو پولو په کال ۱۲۷۵ کې د چین په هېواد کې ولیدله . مارکو پولو څرګنده کړه چې چینایي امپراتور د بندي کولو او مرګ تر ګواښ لاندې خپل اولس دې ته مجبوراوه چې تور رنګه کاغذونه چې رسمي دولتي مهر ( ټاپه ) ورباندې وو د قانوني پیسو په توګه ومني . امپراتور دغه پيسې د دې لپاره کارولې تر څو خپل پورونه پرې کړي.

         ګریفن د چینایي امپراتور کړنې د فدرالي رزرف سیستم له کړنو سره د پرتله کولو په ترځ کې ولیکل : « د امپراتور دغه شان مطلق ځواک او دغه شان استبداد ته د هغه د رعیت غاړه ایښودل کېدای شي هر څوک حیران کړي خو زمونږ له ځانه راضي توب به هغه وخت ډېر ژر پوپنا شي کله چې د فدرالي رزرف سیستم په بانک نوټونو کې له ورته وضعیت نه خبر شو . د فدرالي رزرف سیستم پر بانک نوټونو باندې هم مهر شته او هم لاسلیک ؛ د جعل کارۍ لپاره يې سخته سزا په پام کې نیول شوې ده ؛ دولت یې د پور د ورکولو ځواک تضمینوي ؛ خلک اړ دي چې  ویې مني ؛ دغه پیسې او همدا شان « نه لیدونکې پیسې » د پیسو چکونه چې کېدای شي بدل شي او په دومره زیات شمېر کې چاپ کېږي چې شمېر یې د ټولې نړیوالې شتمنۍ سره مساوي دی . او دا ټول هم هیڅ ارزښت نه لري . که رشتیا ووایو د پیسو – کرېډېټ موجود سیستم کابو د هغه څه دقیقه کاپي ده چې واکمنانو اووه پېړۍ دمخه ورڅخه کار اخیست » ( ۵ ) .

        خو نن ورځ دقیقأ دا بانکران دي چې له کاغذي پیسو څخه ګټې تر لاسه کوي نه نظامي لوړ پوړي چارواکي . همدا بانکران وو چې د فدرالي رزرف سیستم په شان نه باور کوونکی سیستم یې راوپنځاوه .

           هر هغه څوک چې په امریکا کې د توطئو د شتوالي د ښودلو هڅه کوي اړتیا نه لري چې لرې وګوري . بسنه کوي چي یواځې هغه څه چې په اوسني مرکزي بانک – فدرالي رزرف سیستم کې پېښېږي وڅېړي . دا او د اسنادو او شواهدو په مټ د تایید شوې توطئې شتوالی چې داسې څېرو په کې ګډون درلود چې له اوسنیو پټو ټولنو سره نږدې اړیکې لري .

        د امریکایي خاورې لمړنیو استعمار چیانو یو کم شمېر کاغذي پیسې چاپ کړې چې د هغوی اړتیاوې یې پوره کولې . بنجامین فرانکلین د مستعمرې غوړېدنه داسې وښوده : « په مستعمرو کې مونږ خپلې پيسې خپروو . هغه « د مستعمرې پیسې » نومېږي . مونږ دغه پیسې د تجارت او صنعت سره په تناسب کې چاپوو ، تر څو توکي له تولید کوونکو څخه مصرف کوونکو ته پرته له هر ډول ستونزې ورسېږي . . . په دې توګه مونږ د ځان لپاره خپلې پيسې پیدا کړې ، مونږ د خپلو پیسو د اخیستلو وړتیا کنترولوو او مونږ اړتیا نه لرو چې  د پیسو د کارونې لپاره کوم چا ته حق الزحمه ورکړو » . ( ۶ ) .

        د انګلیس پارلمان د انګلیستان بانک د ټينګار له امله دغې غوړېدنې ته د پای ټکی کېښود او په ۱۷۶۴ کال کې یې د پیسو په داسې قانون پرېکړه  وکړه چې مستعمرو ته یې د خپلو پیسو چاپول منع کړل . د مستعمرو اوسېدونکي مجبور کړل شول چې د انګلیستان بانک بانک نوټونه وکاروي . بنجامین فرانکلین او نورو اعلان وکړ چې د پیسو پر مقدار باندې د کنترول د نشتوالي له امله اقتصادي رکود او د بې کارۍ زیاتوالی را پيدا شو . دغه وضعیت امریکایي انقلاب هم ګړندی کړ .

        په خپله د مرکزي بانک نظریه چې د مسلکي بانکرانو کار دی د امریکا د متحده ایالاتو له تأسیس کېدو راهیسې د خبرو اترو یوه دایمي موضوع وه . د مرکزي بانک په پلوۍ او ضد مشاجرې آن د امریکا د بنسټ ایښودونکو – توماس جفرسون او الکساندر همیلتون په مناظرو کې لیدل کېږي .

      همیلتون پر قوي مرکزي دولت او د شتمنو غوره شویو تر کنترول لاندې پر مرکزي بانک باندې باور درلود . نوموړي ولیکل : « هیڅ یوه ټولنه تر څو چې د شتمنو کسانو کنجکاوي او د هغو تر منځ باور له دولت سره یوځای نه کړي نشي کولی چې بریالۍ شي » . ( ۷ ) . د همیلتون پلویانو د « فدرالیستانو » په نوم د امریکا لمړنی سیاسي ګوند جوړ کړ . همیلتون چې یو وخت د « نړیوالو بانکرانو د لاس آله » بلل کېده ، دا تایید کړه چې « ملي پور که له حده زیات نه وي د امریکا لپاره ملي برکت دی » .

        د شمالي امریکا لمړنی بانک آن د اساسي قانون له لیکل کېدو دمخه ، په ۱۷۸۱ کې د کانګرسمن روبرت موریس له خوا تأسیس شو . نوموړي هڅه وکړه چې دغه بانک د انګلیستان د مرکزي بانک په بڼه په مرکزي بانک بدل کړي . دغه بانک یواځې درې کاله شتوالی درلود او وروسته د هغې نه کنترولېدونکې ټګۍ او انفلاسون له امله ړنګ شو چې دوران ته د ډېرو پیسو د اچولو له سببه رامنځ ته شوی و .

       همیلتون چې پخوا د موریس دستیار و په ۱۷۹۱ کې د مالیې وزیر شو . هغه د مرکزي بانک د تأسیسولو یوه بله هڅه وکړه ، د جفرسون او د هغه د پلویانو د مخالفت سر بېره یې د امریکا د متحده ایالاتو لمړی بانک پرانیست .

       جفرسون له اروپایي تاریخ څخه پوهېده چې مرکزي بانک کولی شي ډېر ژر د ملت ارباب وګرځي . هغه انګلیسي تجربې ته په اشاره کولو سره څرګنده کړله چې « د اروپا نورو اولسونو په بېلا بېلو لورو کې د بې حاصله واحدې موخې په لټون کې ټولې لارې وآزمویلې او مونږ لا هم هیله من یو د چلونو او په مهارت سره د بانکي جاه طلبۍ په کارونې سره دا ومومو چې کېدای شي پيسې له هیڅ نه جوړې شي . . . زه صادقانه په دې باور یم چې د بانکونو جوړونه د اردوګانو د جوړونې په پرتله لا ډېر خطرناک دي ؛ او دا چې په کرېډېټ د پيسو د اخیستلو پرنسیب چې راتلونکی نسل به یې ورکوي ، یواځې په لوی مقیاس د راتلونکې دوکه کول دي .  جفرسون په ۱۸۱۶ – م کال کې جون تیلر ته ولیکل او زیاته یې کړه : هغوی د پیسو اشرف سالاري وکرله . . . له بانکونو څخه باید د هغوی اړوند ځواک واخیستل شي او خلکو ته بېرته  ورکړل شي ، چا پورې چې واقعأ اړه لري » . ( ۷ ) .

        جفرسون د مرکزي بانک تأسیس غیر قانوني ګاڼه . نوموړي ولیکل : « زه اساسي قانون د دغو اصلونو ژمنه کوونکی ګڼم . ټول هغه واکونه  چې اختیارات یې د اساسي قانون سره سم د امریکا متحده ایالاتو ته نه دي ورکړل شوي ، یا هم ورته منع شوي نه دي ، هغه اختیارات په بشپړه توګه روغ رمټ د امریکا د متحده ایالاتو او یا هم د امریکایي اولس سره خوندي پاتې کېږي . که چېرې د نه ټاکل شویو پولو څخه بهر آن یو ګام هم اخیستل کېږي د کانګرس د غړو ځانګړې کتنې ته اړتیا لري چې د صلاحیتونو چوکاټ یې ټاکلی دی . د اساسي قانون سره سم ، زما په فکر د بانک جوړونې او د هغه واکونو لایحه نه باید د امریکا متحده ایالاتو ته ورکړل شي » .    ( ۹ ) .

          په هر حال عجیبه دا ده چې د جفرسون پلویانو چې هغه مهال لیبرالان ګڼل کېدل داسې سیاسي ګوند جوړ کړ چې وروسته د جمهوري غوښتونکو ګوند شو .

       د امریکا د متحده ایالاتو د بنسټ ایښودونکو مشرانو په ډله کې جفرسون یواځينی کس نه و چې د بانکي چارو د ګټو په تړاو یې خپله کرکه څرګنده کړه . نوموړي په کال ۱۸۱۱ کې جون آدمس ته داسې ولیکل : « هغه څه چې زمونږ د بانکي سیستم پورې اړه لري هغه دا دي چې ما تل ورڅخه کرکه درلوده ، اوس یې هم لرم او آن که مړ هم شم کرکه به ولرم ، د هر بانکي کمونې ، د هرې بانکي سلنې تاوان  باید ورکړل شي ، او هغه ګټه چې کرېډېټ ورکوونکي ( اعتبار ورکوونکي ) په هره بڼه تر لاسه کړې ده رښتیانی فساد دی . دا د ځینو افرادو د ګټو او عایداتو لپاره له اولس څخه د باج ( کلنګ ) اخیستنه ده . . . » . ( ۱۰ ) .

        د امریکا د متحده ایالاتو لمړی بانک د انګلیستان د بانک کاپي وه او د دولتي او بانکي ګټو تر منځ یې د شراکت نقشه لرله . د بانکي پانګې شل سلنه د فدرالي حکومت له خوا برابرېدله ، پاتې ۸۰ سلنه يې خصوصي پانګه والو په شمول د روتشیلدانو په شان بهرنیانو ته پاتې وه .  څېړونکي ګوستاف موریس ولیکل : « د اعتماد وړ اسناد ښيي چې روتشیلدان د امریکا د متحده ایالاتو په پخواني بانک کې حقیقي ځواک و » . ( ۱۱ ) . دا نور کوم ستر راز نه دی چې اروپایي بانکران او د هغوی نړیوالو انډیوالان په امریکا کې د پيسو د چلند تر کنترول لاندې راوستلو په تړاو پوهاوي ته رسېدلي وو .

       دغه بانک د بانک نوټونو د نسبي رزف په جوړولو سره په آسانۍ سره انفلاسیون رامنځ ته کولی شو . سود خوړونکي غوړېدل خو عادي وګړي تاواني کېدل . په کال ۱۸۱۱ کې کله چې د شلو کلونو لپاره د بانک د جواز د تمدید اړتیا پيدا شوله ، د دغه کار لپاره هم په سنا او هم په کانګرس کې یواځې یوه رایه کمه شوه .

       مګر د ۱۸۱۲ – م کال جګړې او په مالي چارو کې ګډوډۍ کانګرس دې ته اړ ایسته چې په کال ۱۸۱۶ کې د امریکا د متحده ایالاتو دویم بانک ته د شلو کلونو لپاره جواز ورکړي . په راوروسته کې دغه مرکزي بانک په ۱۸۳۶ کې وروسته له هغه بند شو کله چې اولسمشر اندریو جکسن په ۱۸۳۲کې د بانک د جواز د تمدیدولو په تړاو د کانګرس لایحه ویتو کړه . د اولسمشر ویتو په اصطلاح بانکي جګړه وهڅوله . جکسن چې د هېواد له لویدیځ څخه لمړی اولسمشر او  نیو آرلین ته د نږدې محاذ اتل و مرکزي بانک یې د اساسي قانون ضد ، « هېواد ته د سپکاوۍ » او « له دې چې د پيسو د اشرف سالارۍ ادارې ته ذاتې لېوالتیا لري نو ځکه د هېواد آزادۍ ته ګواښ دی »      ( ۱۲ ) په تورونو محکوم کړ .

        « دا ناڅاپي نه وه چې په امریکا کې په اولسمشر باندې د قتل لمړۍ هڅه په کال ۱۸۳۵ – م کې پر اولسمشر جکسن باندې د ریچارد لویرنس په نوم یوه تن وکړه . نوموړي مجرم دا ومنله چې دی په اروپا کې له داسې ځواکونو سره اړیکې لري چې ژمنې یې کړې دي که چېرې ده ته د سزا ورکولو هڅه وشي نو مداخله به وکړي » ( ۱۳ ) . د لویرنس د تومانچو مرمۍ خطا لاړې او روغ رمټ پاتې شوې خو قهرېدلي اولسمشر جکسن د « مار له سوړې » څخه دولتي پیسې وایستلې . د امریکا د دویم بانک رئیس نیکولس بيدل په ځوابیه اقداماتو لاس پورې کړ او ستره اقتصادي وېره یې رامنځ ته کړه . د لیکوال یوستاس مالینس د څرګندونې سره سم نیکولس بیدل د پاریس یاکوب روتشیلد عامل و .

       د دې برسېره جکسن لمړی اولسمشر و چې سنا د ۲۶ موافقو رایو او د ۲۰ مخالفو رایو په پرتله یې رسمأ خپل عدم اعتماد له دې امله اعلان کړ چې ولې یې د کانګرس له هوکړې پرته دولتي پيسې د امریکا د متحده ایالاتو له بانک څخه وایستلې . وروسته په ۱۸۳۷ کې سنا اړه شوه چې خپله د نه باور کړې پرېکړه بېرته واخلې ، دا ځل د رایو انډول ۲۴ موافقې او ۱۹ مخالفې رایې وې . نیکولس بيدل له صحنې ورک شو او جکسن د خپلې اولسمشرۍ د دوهمې دورې تر پایه وتوانېده چې ملي پور په بشپړه توګه پوره کړي .

         اولسمشر جکسن د نیکولس بیدل مانورونه له دې امله څارل  چې نوموړي د بانک د جواز د تمدیدولو په موخه حکومت شانتاژاوه . اولسمشر داسې خبرداری ورکړ : « دغه بانک داسې بې پروا هڅې وکړې تر څو حکومت کنترول کړې ، هغه ناورین چې دغه بانک قصدأ رامنځ ته کړ . . . – یواځې د برخلیک مخکښان د امریکایي اولس  انتظار لري که چېرې دغې تېروتنې ته اجازه ورکړي او ځان په دې کې ښکېل کړې چې دغه او یا هم دې ته ورته کوم بل بنسټ د تل لپاره وساتي » . ( ۱۴ ) . 

       د مرکزي بانک د راژوندي کېدو لپاره نورې هڅې هم وشوې خو یوه یې هم بریالۍ نشوه خو په پای کې په ۱۹۱۳ – م کال کې د فدرالي رزرف سیستم پرانیستل شو .

       د مرکزي بانک د راژوندي کېدو هڅې عملأ درې کاله دمخه پيل شوې . په دې تړاو فرانک اې. وندرلیپ چې د فدرالي رزرف سیستم د بنسټ ایښودونکو له ډلې څخه دی لیکي : « د ۱۹۱۰ – م کال په پای کې داسې یوه پېښه وشوه چې د هرې توطئې په شان اسرار آمیزه وه  . . . زه د جیکل ټاپوګانو ته زمونږ د پټ سفر په تړاو کیسه کې لاپې باټې نه کوم ، مونږ هلته د پرېکړې د پایلې د ایستلو په موخه تللي وو چې په پایله کې د فدرالي رزرف سیستم د تأسیس په توګه څرګنده شوه . . . » . ( ۱۵ ) . وندرلیپ په راوروسته کې د نیویارک د ملي ښاري بانک رئیس شو .

       وندرلیپ هغه پټ سفر ته اشاره کوله چې د ۱۹۱۰ کال د نومبر د میاشتې پر ۲۲ – مه شپه پیل شو . په دغه سفر کې اووه کسان چې کېدای شي چې د نړۍ د شتمنیو د څلرمې برخې استازي توب یې کاوه د جیکل ټاپوګانو ته چې د جورجیا سمندري څنډې ته نږدې موقعیت لري او د مورګان ملکیت دی سره یو ځای وو . دغه ماموریت تر دې حده پټ وه چې په خبرو کې کورني نومونه نه بلکې یواځې شخصي نومونه کارېدل ، او په ټاپو کې د دایمي خدماتي پرسونل پر ځای نوي کسان ټاکل شوي وو چې د غونډې ګډون کوونکي یې نه پېژندل .

        د اوو تنو په پټه ډله کې دا کسان شامل وو : وندرلیپ چې د ویلیم روکفیلر او د «کوهن ، لوېب انډ کو » پانګه وال شرکت د څښتن جیکوب شیف د ګټو استازي توب یې کاوه ؛ د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې د وزیر دستیار آبراهم پيات اندریو ؛ د « مورګان کمپنۍ » مشر شریک هنري پي. دویسون ؛ د نیویارک د لمړي ملي بانک ( چې د مورګان له خوا  کنترول کېده ) رئیس چارلز ډي. نورتون ؛ د مورګان مرستیال بنجامین سترنګ ؛ د « کوهن ، لوېب انډ کو » شرکت شریک پال مورتیر واربورګ ؛ او له رود – آیلند څخه جمهوري غوښتونکی نېلسن ډبلیو. اولدریچ چې د مالي – کرېډېټ ملي کمیسون مشر و او په پورته یاد اووه کسیزه ګروپ کې یواځينی کس دی چې بانکر نه و . خو ښاغلی اولدریچ د بانکر مورګان شریک او د جون ډي. روکفیلر ( کشر ) خسر و . پال واربورګ د اروپایي روتشیلدانو استازی ، په المان او هالند کې د « ورابورګ کمپني بنکېنګ » کنسرسیوم مشر مکس واربورګ ورور و .

        ګروپ د جیکل په ټاپو کې ځان ګوښه کړ او د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د بانکي اصلاحاتو پلان جوړ کړ کوم یو چې پلي کول یې  د مالي خورې شوې وېرې له امله حکومت هم اړین وباله . نن ورځ ډېری څېړونکي داسې ګڼي چې دغه وېره په مصنوعي توګه په دې موخه رامنځ ته شوې وه تر څو ټولنه مجبوره کړي تر څو دغه بیړنۍ سمونې ومني .

نور بیا   

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی بارکزی که کابلی؟؟؟

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي،...

جنازو وتل نه، د جګړو نوغې ايستل غواړو.

عبدالوحيد وحيد د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ...

د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

غازي اکبر افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د...

چرا پاكستان استقرار مجدد امارت اسلامى طالبان را نميخواهد ؟

میر عبدالواحد سادات كسانيكه مسايل افغانستان را بدقت تعقيب مينمايند ، بايد دريافته باشند كه : ديگر استقرار مجدد...

Recent Comments