یاد که هیر جون ۲۵, ۲۰۱۵ الحاج وزیرمحمد روغ لیونی یاد که هیر څه بی غمه ښه وختونه ؤ د مینی سر پالنګ کی به خوبونه و دمینی څه خوږی ، خوږی وږمی عطرجنی څه تنکی ،تنکی ګلونه و د مینی ټوله شپه به یو تر بله جاریدلو څه خوندونه ارمانونه و د مینی د ځوانی دلیونتوب نوی دوره وه څه نازک ، نازک خیالونه و د مینی بیا به تیر وختونه راشی که رانه شی څه په سترګو کی جنګونه و د مینی درته یاد که درنه هیر روغ لیونیه څومره ښکلی دیدنونه و د مینی پيښورمرغومی ۱۳۷۸ ورته مطالب د ژوند فلسفه د انسان کمزوري په غزل کي ژبه هم کلا ده هم بلا ملي بیرغ | عبدالباري جهاني رسم د فطرت مې په کار دی !پښتونه