!پښتونه

څه درباندې وشول چې د ځان له نام خبر نه ېې
زهر دې په جام کې دي خو ته له جام خبر نه ېې
ستا د تګ په لارکې اوس هرچا دام غوړولی دی
پټې سترګې درومې د هيچا له دام خبر نه ېې
ته چا د جنت په نوم دوزخ ته روان کړی ېې
ته د مطلبي خلکو په هيڅ مرام خبر نه ېې
هر پردی اوس تاته لوی امام د زمانې ښکاري
داسې مقتدي ېې چې له خپل امام خبر نه ېې
تا پښتونه هروخت د خپل ځان پرضد قيام کړی
داسې هيجاني ېې چې له خپل قيام خبر نه ېې
الحاج الهام الدین قیام

Exit mobile version