۲۷ سیپتمبر ۱۹۹۶؛ تاسو چیرته وئ؟

لېکنه: سید سلیمان اشنا

پدې ورځ زه جلال اباد کې وم. خبرونو کې مو واوریدل چې طالبانو ارګ ونیو او لمړنی اقدام یي د ملګروملتونو له دفتره د مستعفي جمهور رئیس نجیب الله نامعلوم ځای ته وړل وو. غرمه مهال خبر شولو چې نجیب الله او د هغه کشر ورور جنرال احمدزی په بی رحمه او مرموز ډول قتل شوي او د آریانا څلورلارې په ترافیک څار برج نه د اوبو په پیپ زړول شوي.

ماښام نړیوالو رسنیو وویل چې د ملابورجان په نوم د طالبانو یو قوماندان مسؤل و چې نجیب الله خوندي وساتي، خو کابل ته له رسیدو مخکې د کابل- جلال آباد په لاره کې په مرموز ډول وژل شوی.

بیا خبر شوو چې د پاکستاني پوځیانو یوه ډله چې کټ مټ د طالبانو په څیر لباس، شکل خو پردۍ ژبه یي کاروله، نجیب په ارګ کې پدې شکنجه او وواژه چې لمړی پری د ډیورند سند امضا کړي، خو دا چی نجیب الله رسمي مقام نه و او لاسلیک یي ونکړ، د پاکستان ضد دریځ له امله بی رحمه قتل او په فجعي بڼه عام محضر کی وځړول شو. ډیرو معتبرو شخصیتونو په خصوصي ډول وویل چې د نجیب الله په بی رحمه وژنې خوشحالۍ کې په راولپېنډۍ، اسلام اباد، او “ځینو” غربي سفارتخانو کې د شرابو ګلاسونه پورته او نڅاوې وشوې. ډیر شمیر افغان مجاهدینو چې د ۱۹۹۰ کال کابل یي صرف د ارګ د نیولو په خاطر کوڅه په کوڅه لوټ، تالان، عام ولس قتل، برمته او فراري کړ، هم خوشحالي وکړه او د طالبانو دا عمل یي شرعي وګڼو.

ډیرو روښانفکرانو، ولسواکۍ پلوه او ملتپالو افغانانو د طالبانو لخوا ددې مستعفي شخص او د هغه د ځوان ورور بی رحمه قتل کولو مسؤلیت اخستل د طالبانو سیاسي ناکامي وبلله، د اسلامی اصولو د احکامو خلاف او د نړۍوالو میثاقونو سرغړونه وګڼله. نن ۲۵ کاله وروسته د امریکا د وخت سفیر پیټرټامسن په خپل کتاب The Wars of Afghanistan کې وایی: نجیب الله د ملګروملتونو له دفتره په چل او فریب ارګ ته بیول شوی. ملګرو ملتونو تراوسه په خپل دفتر د دی پېښې پلټنه نده کړې، که یي پټه کړې، علني کړې یي نده.

د نجیب الله د جمهوریت دوره کې څو مهم تاریخي اقدامات شوي چې تر ننه د افغانستان د استقلال، ثبات او ملي وحدت د تامین لپاره په منشور بدل شوی.

۱ـ ملي مصالحې اعلان

۲ـ د اساسي قانون تعدیل

۳ـ د احزابو جوړولو آزادي

۴ـ وطن ګوند ولسي کول

۵ـ د ټول شموله نظام لپاره انتخاباتو منل

۶ـ بیرته ستنیدونکو مهاجرینو او مجاهدینو ته امکانات او تجهیزات برابرول

۷ـ ملي تاسیساتو او ملي شتمنیو ساتل

۸ـ عمومي بخښنه اعلانول

۹ـ د خارجي مداخلو قاطع منع کول

۱۰ـ د معاضلې حل ته د ملګرو ملتونو منځګړتوب حتمي ګڼل

اوس دا ټولې هڅې بیا له سره پیلې شوي، خو د سولې او امن په پرتلې د نوې جګړې د پېل او وطن ورانولو، ملي او طبعي خزانو تالان، غلا او قاچاق ته ډیر پلانونه جوړیږي!

Exit mobile version