په پیسو قسم ورکول


طنز

محمود نظری

په پیسو قسم  ورکول

په انسان کې ویده دی  شیطان
راویښوي یې شرنګی د غیران
هر څه چې ږیره اوږدیږي د حیوان
دلیل داچې ویښ یې دی شیطان
دهغه سړي  سره معامله مه کوه
چې په هر خبره درته خوري قران
هغه  چې درته صوفي ګري کوي
شک کوه سم دم دهغه په   ایمان
هغه چې وایي  مادیت په کا رنه دی
ویریږه ډیر دهغه معنوي انسان
له خلاصې ارامې خولې تل ویریږه
ارامه خلاصه خوله والا دي تمساحان
دمړامو اوبو ویریږه نه د روانوتوندو
په مړامو کې ژوند کوي کروکوډیلان
پیسوته د  نن انسان د ټنیګي نه دی
که څه   کافران  وي یاڅه مسلمانان
دنیا غله ده  باور مه کوه په دوستي
ښه ده قاضی په پیسو قسم ورکړی نه قران
دانسان د انسانیت موټر چلیږي په پيسو
که دی پیسې درلودی یې انسان

Exit mobile version