په بولو ایمان پلورل

طنز

محمود نظری

په بولو ایمان پلورل

هغه چې په لوچکي د واک ووټ غواړي ‏
لکه بې پرتوګه لیونی چې سوټ غواړي
که په یوه لنګته ټول ښار ګزوپل کړي ‏
ولس په خپل رنګ کې دهغه کوټ غواړي
‏(په لوچکي واک غواړي)‏
‏***‏
‏ هر ډنګر لندک دلته کورۍ دبوټ غواړي
هر پلن شلنډ خپل انځور د سیاست په نوټ غواړي
ددې ګل مرجانانو په غرتو پرتو مه ختاوځئ
هغوی چوپړ نه یوازې مازی تالان اولوټ غواړي
‏ (غله دي )‏
‏***‏
چې پیسو او واک ته نه لري ایمان
‏ هغه انسان سي بدتره تر لوی شیطان ‏
له هغه انسانه هیڅ تمه مه کوه دخیر
‏ په ژیړو بولو پلوري هغه خپل ایمان
‏ (دهغو تمه مه کوه )‏
‏***‏
‏ چې یو خر یو وار مارشال یا وزیر مقرر سي
تر کړوسي او کوسي یې تقدیر یو لمبر سي
چې یو وار دچا نوم سیاست مردار سي
‏ اولاد یې دمور په نس کې رهبر سي
‏ هر یو دمور له نسه راوځي په امرانه ټوخي
دهغو بیا کله ګوز مات په تبر سي

Exit mobile version