نظم | اکمل اعلام

دا د ډاره ډک خوبونه
دا د غیبو اوازونه
د جانان د غضب سترګې
پکې شر او سل شکونه
د خندا نه ترس او وهم
بس ژړا او فریادونه
هسې نه چې دا رښتیا وي
هسی نه چې زه بیدار یم
هسې نه زه چې په ویخه
په دې وهم ګرفتار یم
که دا وهم هم وي ښه ده
خو یا ویل که حقیقت وي
دا دردونه فریادونه
مې د مینې برکت وي
که مې دا دمهر حال وي
نو نفرت ترینه ښه نه وو
چې په سد مې دا کیفیت دی
لیونتوب به مې لا څه وو
اوس چې هر څنګه یم ښه یم
بس دی نور بدلیدی نه شم
همدغه مې زندګي شوه
بې له درده کیدی نه شم
دا د ډاره ډک خوبونه
اوس په ویخه باندې وینم
بې له دې مې ژوند نیمګړی
بس همدا مې زندګي شوه

لیکوال: اکمل اعلام

Exit mobile version