غزل

د زړه په کور کې مې یوازې ستا تصویر پروت دی
ماتې تمبې ته مې د سرو زرو زنځير پروت دی

راویښ به نه شمه مړوند به دې اوبه شي ګوره
زما په سترګو کې د ډیر وخت نه شوګیر پروت دی

ای په دې ښار کې مصور نشته منظر ورښایم?
په خپل رېښې رېښې سادر باندې فقیر پروت دی

نا نا، خفه نه شي، له تانه ګیله نه کومه
ستا د احساس د خپو د لاندې ستا ضمیر پروت دی

د خپلو اوښکو نه به جوړ کړمه شبنم باقره!
د مړاوي شوي ګل په شان زما تقدیر پروت دی

(شهنواز باقر)

Exit mobile version