د « نوي عصر » نهضت یو بل وتلی لیکوال بنجامین کرېم دی چې « د حضرت عیسی مسیح دویم پیداییښت او د حکمت څښتن » په نوم یو کتاب لري . نوموړی دا مني او لیکي چې « د بېلګې په توګه نوی مذهب د فري ماسون په شان سازمانونو له لارې ځان راښکاره کولی شي . په فري ماسون کې د انسان له درک څخه لوړ د پټو رازونو زړه خوندي شوی دی . ( ۷ ) .
له دې کبله فري ماسون د خپلو معبدونو په دننه کې ستر راز پټوي ، هغه راز چې په یوه شکل د « نوي عصر » له نهضت سره تړلی دی .
د « نوي عصر » مذهب خپل جهاني رهبر لري – دغه کس ته هغوی میترا خدای وایي . دغه کس تر اوسه د ځان په اړه په ډاګه څه نه دي ویلي خو د « نوي عصر » توجیه ګر دا تاییدوي چې نوموړی اوسمهال پر ځمکه دی او د هند او تبت پولو ته څېرمه د همالیې په غرونو کې د اوږدې زمانې له ګوښه کېدو ( هوساینې ) څخه وروسته ورهېدلی دی ( خلاص شوی دی ) او د ۱۹۷۷ – یم کال د جون په میاشت کې د ختیځ لندن په آسیایي ټولنه ( جمعیت ) کې میشت شو . د دغه مذهب توجیه ګر له دې هم مطمین دي چې « د هغه راڅرګندېدو لپاره پراخه عمومي ننداره تضمین شوې ده » . هغوی د دې پخلی هم کوي چې دغه کس هغه څوک دی چې عیسویان یې حضرت عیسی ، یهودان یې موعود ناجي ، بودایان یې پنځم بودا ، هندوان یې کرېشنا او مسلمانان یې امام مهدي ( لیکوال په تېروتنې سره د مهدي پر ځای ماګون لیکلی دی – ژ. ) بولي . په بل عبارت د نړۍ ټول اساسي ادیان د دغه کس راتګ ته سترګې په لاره دي . هغوی دا تاییدوي چې دغه یو نفر چې اوس په لندن کې ژوند کوي دقیقأ هغه څوک دی چې ټول ادیان یې انتظار باسي . اوس پر ځمکه باندې دغه شخص په بې صبرۍ سره دهغې شېبې انتظار باسي چې د نړۍ خلکو ته د خپل موجودیت په اړه اعلان وکړي . دا واروښانه ده چې دغه کس به د ټولو ادیانو رهبري په خپله کوي او چې دغه کار وشو نو واحد نړیوال مذهب راپنځول کېږي .
د « نوي عصر » نهضت چې غاړه ایښوونکي یې داسې ښیي چې نوی دین دی په بشپړه توګه د پخواني عصر مانا د عیسویت دین پر مخالفت کې ولاړ دی . دقیقأ همدغه عیسویت وه چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې د انکشاف پر ریښتېني او عادلانه لارې سم کړل او په دې یې ټینګار کاوه چې بشریت د بشر د حقوقو په شان ځينې فطري یا نه بېليدوونکي حقوق لري . عیسویت په دې نظر دی چې کورنۍ په ټوله نړۍ کې د ټولنې اساسي حجره ده ، هر انسان د شخصي شتمنۍ او د ژوندانه نه سلب کېدونکی حق لري . همدا شان عیسویت دا مني چې هر انسان دا حق لري چې خپل خدای ته هماغسې چې غواړي کولی شي عبادت وکړي او ټول انسانان د راغونډېدو آزادي لري . دغه شرطونه د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې او د ډېرو هېوادونو د اساسي قوانینو لیکوالانو لپاره منل شوي او د بحث وړ نه وو . همدا لامل و چې دغه شرطونه د امریکایي تمدن د بنسټ په ډبرو بدل شول . مګر اوسمهال دغه اصلونه نور د امریکایي ژوند د بنسټ ډبرې نه ګڼل کېږي او تر پوښتنې لاندې دي . خلک او سازمانونه په دې تړاو بحث کوي چې آیا هر انسان د ژوند ، آزادۍ او ملکیت اساسي حق لري او که څنګه .
الماني فیلسوف فریدریک ویلهلم نیچه د نړۍ د ډېرو وتلیو کمونیستي انقلابیانو یوه مربي په خپله لاندیني پخلي کې یو ډېر لنډ حجت ورکړی دی : « زه عیسویت غندم . زه د عیسوي کلیسا پر ضد له کېدونکو تورنو څخه تر ټولو سخت تور لګوم . زما لپاره دا د خوساتوب ( ورستوب ) تر ټولو لوړه کچه ده چې تصور یې کېدای شي » . ( ۸ ) .
لیکوال تېکس مارس چې د « نوي عصر » د توجیه ګرو پر ضد درېدلی دی ، له عیسویانو څخه د هغوی کرکه په دې ډول بیانوي : « د « نوي عصر » پلویان عبادت کوونکي ته وایي : « که چېرې ستا په شاوخوا کې د غه وېروونکي عیسویان د خپلو خواګرځنو نظرونو سره نه وای نو تا کولی شول چې په فوري توګه خدای شې » . ( ۹ ).
ورته نظر د « نوي عصر » د یوه بل استازي دیوید سپرنګلر له خوا څرګند شوی و . نوموړی په خپل هغه کتاب کې چې « د حضرت عیسی په اړه نظریې » نومېږي داسې لیکي : « مونږ کولی شو چې ټولې [ مقدسې – ژ. ] لیکنې ، او ټول تعلیمات ، او ټولې لوحې ، او ټول قوانین سره راواخلو . . . او یوه ښکلې د اور بلکه ( میرګن ) ورڅخه جوړ کړو ، ځکه چې هغوی نور د هیڅ شي په درد هم نه خوري » . ( ۱۰ ) .
په دې توګه د « نوي عصر » استازي د ماسونانو په شان عیسویت دښمن ګڼي چې د ځواک په ضد یې باید مقاومت وشي خو نه د علني مناظرو له لارې بلکې د په خواره سترګه ورته کتلو ، رټلو ، پيغور ، ریشخند وهلو او . . . آن د وژنې له لارې .
که چېرې تاریخ ته مخه کړو نو وینو چې ځینو سیاسي غورځنګونو او ګوندونو د مذهب او عیسویت په تړاو په مناظرو کې ګډون درلود . د برتانیې سوسیالیست ګوند په کال ۱۹۱۱ – یم کې د « مذهب او سوسیالیزم » تر سر لیک لاندې یوه رساله خپره کړله چې د مذهب په تړاو د یاد ګوند دریځ په کې روښانه شوی و. د رسالې په یوې برخه کې داسې راغلي وو : « په دې توګه دې ریښتېنی واقعیت ته رسېږو چې سوسیالیزم – د مذهب طبعي دښمن دی . عیسوي مذهبه سوسیالیست په واقعیت کې انتي سوسیالیست دی . عیسویت . . . د سوسیالیزم مقابل ټکی تشکیلوي » . ( ۱۱ ) . په دې ډول د عیسویت پر ضد جګړه سوسیالیستانو ، د « نوي عصر » د مذهب مریدانو او ماسونانو اعلان کړې ده . او لکه د هرې جګړې په شان ، دښمن باید ماته وخوري آن که چېرې اړتیا وي د وینې تویدنې په بیه . دغه جګړه د نورو دودیزو جګړو په پرتله هیڅ تفاوت نه لري . د عیسویت ضد محاذونو ټول ګډون کوونکي د وینې تویدنې انتظار لري .
لوېدي لفرتي او بد هالوېل د « نوي عصر » هغه دوه استازي دي چې دا بحث یې پیل کړ چې آیا د هغوی مذهب د عیسوي ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي کارونې ته آجازه ورکوي . هغوی د « دایمي نڅا » په نوم خپل کتاب کې لیکي : « دا د وخت امکانات د هغو لپاره دي ، څوک چې له هغې څخه ګټه واخلي ( ښکاره ده چې د « نوي عصر » استازي ) . د نورو لپاره ( ښکاره ده چې عیسویان ) که چېرې ځمکه هغوی ته مناسبه نه وي ( که چېرې عیسویان د « نوي عصر » مذهب نه مني ) ، هغوی به په نورو تدابیرو لاس پورې کړي » . ( ۱۲ ).
د دې مطلب په تړاو د « نوي عصر » د نظر یوه بېلګه چې د دغه مذهب له چاپي آثارو اخیستل شوې ده . دغه رساله د « نوي عصر » په ځانګړو کتاب پلورنځیو کې مینه والو ته وړاندې شوې وه او د « کیهاني ګزارش » په نوم یادېدله . چاپ یې په « ګاردین اکشن پبلیکېشنز » خپروونکي کې تر سره شوی و . په رسالې کې دا تایید شوې وه چې دغه نظرونه د کوم یوه « تر ټولو لوړ عقل » څخه اخیستل شوې دي ، هغه « ترټولو لوړ عقل » چې د درېیمې نړۍ د لوږې – مرضونو ستونزو ته یې خپل پام وراړولی دی . د یادې رسالې په یوې برخه کې داسې راغلي دي : « نړۍ باید په دې اړه مخکې له مخکې خبرداری ورکړي چې : د هغو مرضونو په اړه پام ساتل په کار دي چې د کلونو په اوږدو کې ځپل شوي وو خو دا ده یو ناڅاپه یې یو ځل بیا خپل خطرناکه سرونه رااوچت کړل او هر لسم انسان له منځه وړي ، او بله دا چې د درېیمې نړۍ د هېوادونو اوسېدونکي د لوږې د مرګ پر څنډه ولاړ دي . که څه هم د دغو اولسونو ( د درېیمې نړۍ د اولسونو – ژ. ) ځای به په پای کې هغه نوی اساسي توکم نیسي چې دغه آن په تازه بېرته پاکه ( تصفیه ) شوې نړۍ کې راڅرګندېږي ، خو سره د دې دمګړۍ دغه وضعیت یوه تراژيدي ده » . ( ۱۳ ).
دغه کلمې په خپله وېرونه کې یو ناشونی نظر هم رالوڅوي او هغه دا چې وایي : د « درېیمې نړۍ » د هېوادونو اوسېدونکي باید په بشپړه توګه د « نوي اساسي توکم » له خوا ونج ( عوض ، تبدیل ) شي – د « نوي عصر » د مریدانو په باور د دغه کار تر سره کول به تراژیدي نه وي خو دا چې دغه خلک اوس د لوږې او مرضونو له کبله مري ،دا یوه تراژيدي ده .
د دې مفکورې په تړاو چې داسې انګېري چې د « نوي عصر » د برلاسۍ په دوره کې به نوی بشري توکم په نړۍ کې مېشت کېږي د دغه مذهب نورو توجیه ګرو هم څرګندونې کړې دي . لکه څرنګه چې مېرمن روف مونتيګومري د دغو بدلونونو په اړه داسې لیکي : « هغه کسان چې دغه بدلون وزغمي د هغو کسانو په پرتله به په نوي تیپ کسانو بدل شي چې نن ورځ یې فزیکي پوښ اغوستی دی ؛ هغوی له مبارزې او کرکې څخه خلاصېږي ( بې نیازه کېږي ) او د ټول بشري ارمان په چوپړ کې به وي . . . هغه زړه ته نږدې کسان( ښاغلي ) چې د اوسني عصر د ګډوډۍ په خپرولو کې یې مرسته کړې ده ( ښکاره ده چې عیسویان ) ، هغوی به روحاني حوزې ته د دې لپاره ولېږدول شي تر څو د ژوند په تړاو د خپل فکر بڼې یا طرز ته له سره کتنه وکړي » . ( ۱۴ ).
د دې لپاره چې قناعت مو حاصل شي چې له « روحاني حوزې » څخه د « نوي عصر » د توجیه ګرو مقصد د خپل دښمن فزیکي له منځه وړنه ده ، همدومره بسنه کوي چې د همدغه نهضت د یوې وتلې استازې مېرمن روف مونتیګومري آثارو ته ځير شو ، ځکه چې نوموړې ډېره لېواله ده تر څو د هغو کسانو د وژنې په تړاو ولیکي چې د « نوي عصر » مذهب نه مني . مېرمن مونتیګومري د هغې مجلې سره په مرکه کې چې « جادویي ګډوله » نومېږي داسې وویل : « ملیونونه به ژوندي پاتې شي ، مګر ملیونونه نور به نه . هغه کسان چې ژوندي نه پاتې کېږي هغوی به روحاني کچې ته اوړي ، ځکه چې په حقیقت کې مرګ موجودیت نه لري » . ( ۱۵ ) .
د « نوي عصر » ځينو پلویانو داسې هڅې وکړې تر څو دا محاسبه کړي چې د کوم شمېر انسانانو په تقدیر کې مرګ لیکل شوی دی . له دغو کسانو څخه یو تن جان رندولف پرایس دی چې لیکوال تېکس مارس په خپل کتاب کې له نوموړي څخه اقتباس کړی دی . په دې اړه تېکس مارس وایي : « له روحاني نړۍ څخه جان رندولف پرایس ته داسې راپور ورکړل شوی و چې په لنډ وخت کې په پېښېدونکې ( محتمل الوقوع ) ګډوډۍ کې کېدای شي چې څه نا څه دوه نیم ملیارده انسانان ووژل شي » . ( ۱۶ ) .
دا د نړۍ د اوسنیو اوسېدونکو کابو نیمایي شمېره ده . د نوي مذهب د نه منلو له امله د په مرګ محکوم شویو کسانو د شمېر په اړه یو اټکل جوان هول له خوا وړاندې شوی دی . نوموړی په اصطلاح د تبت مکتب ښوونکی دی . له روحاني نړۍ سره د جوان هول کانال داسې خبر ورکړی و چې تر ۲۰۰۰ – م کاله پورې باید د بشریت یو پر درېیمه برخه له منځه لاړه شي . دا تقریبأ دوه ملیارده انسانان تشکیلوي او ښکاره ده چې دا ټول هسې له خپلې ګېډې جوړونې دي .
د « نوي عصر » د مذهب له کړنو څخه یوه نااشنا کړنه له روحاني نړۍ سره د کانالونو له لارې د اړیکو ساتل دي . د دغه مذهب ځینې معتقدین د دې پخلی کوي چې د داسې وړتیا ( قابلیت ) لروونکي دي چې کولی شي د هغو ارواوو سره اړیکه ونیسي چې ډېر کلونه پخوا له دې نړۍ څخه تللي دي . ډېری وختونه دغه ارواګانې دا تاییدوي چې دوی « عرش ته ختلي ښوونکي دي » ، عرش ته د دې لپاره جګ شوي دي تر څو د خلقت لوړ حقیقتونه رالوڅ کړي . مېرمن آلیسه بېلي یو له دغو کسانو څخه وه چې د دغه شان وړتیا د لرلو ادعا یې کوله . نوموړې دا تاییدوي چې هغې اروا چې له دې سره یې اړیکه نیولې ده ځان یې جوان هول معرفي کړی دی او داسې غیب ګویي یې ورته کړې ده :« مرګ بد مرغي نه ده چې باید ورڅخه وېره وشي ؛ په واقعیت کې د ورانوونکي دنده بې رحمي یا نامطلوبه نه ده . . . ځکه نو د پلان متولي ( ساتونکي ) ته د ډېرو ورانیو او د ډېر شر جواز ورکړل شوی دی چې بیا په ښو اړول شوي دي » . ( ۱۷ ) .
ښه ، دا چې دغه « پلان » له څه تشکیل شوی وه او کومې موخې یې تعقیبولې ، دغه راز نړۍ ته د « نوي عصر » د نهضت یوه مشر بنجامین کرېم په ډاګه کړ . نوموړي د ۱۹۸۲ – یم کال د اپریل د میاشتې پر پنځه ویشتمه نېټه د نړۍ په شلو ورځپاڼو کې داسې مالومات خپاره کړل چې په یوې برخه کې یې داسې لولو : « دغه « پلان » له څه نه جوړ شوی دی ؟ دغه پلان د نوي نړیوال حکومت د خدمت پیل کونه او د میترا تر خدایۍ لاندې د نوي نړیوال مذهب هدایت کونه په بر کې نیسي » . ( ۱۸ ) .
مګر ښایي چې د نوي مذهب تر ټولو حیرانوونکې زده کړه د باربره مارکس هبارد له قلم څخه رابهېدلې وي چې په روښانه بیان او غزونوکې ډېره ځواکمنه لیکواله ده . نوموړې په خپل هغه کتاب کې چې « د ځمکې کرې ، د زېږېدنې کالیزه دې مبارکه شه » نومېږي داسې لیکي : « انتخاب داسې دی : آیا ته غواړې چې یو طبعي عیسوي مذهبه ، یو جهاني انسان واوسې او یا که غواړې چې مړ شې ؟ خلک یا بدلون مومي یا مړه کېږي . انتخاب دا ډول دی » . ( ۱۹ ).
په دې توګه د نړۍ خلکو ته به د انتخاب کولو حق ورکړل شي : هغوی باید په دې اړه پرېکړه وکړي چې آیا دا نوی مذهب ومني او یا دا چې مړه شي ! د جګړې کرښه د الهام تر اغېزې لاندې اعلان شوې ده ! نو په کار ده چې انتخاب باید وشي .