د نوي عصر نهضت

لمړۍ برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

      د واحد نړیوال حکومت د پلویانو تر ټولو پرګنیز غورځنګ چې مشري یې مذهبي مشر کوي د « نوي عصر » په نوم یو نوی نړیوال نهضت دی . تېکس مارس دغه نوی مذهب څېړلی دی او په تړاو یې دوه کتابونه لیکلي دي . دا کتابونه د « د نوي عصر تیاره رازونه » او « د نوي عصر پټه نښه » په نومونو له چاپه ووتل . دغه څېړونکی د دغه مذهب په تړاو داسې لیکي : د « نوي عصر » نهضت  د همغاړې شویو دوکتورینو ، د مقدس کتاب په چاپولو ، د مذهبي عبادتونو او مراسمو د بڼې ، د روحاني چارواکو د کاري ګروپ او د نړیوالو مشرانو په لرلو سره یې بې له شکه د مذهب یوه  څرګنده او انډولیزه بڼه غوره کړی ده » . ( ۱ ).

       مېرمن کونستانس کمبي یوه بله لیکواله ده چې هغې هم د نوي عصر مذهب په اړه دوه کتابونه لیکلي دي چې « د بوډۍ ټال پټ خطرونه » او « پلان شوې ټګي » په نومونو یادېږي . د دغه مذهب په اړه مېرمن کمبي داسې لیکي : د « نوي عصر » نهضت داسې یو مذهب دی چې ځانته خپل انجیل ، لمونځونه او مانتراګانې ، د واتیکان او اورشلیم معادل ښارونه ، روحانیون او ګورو ، د بیا راپیدا کېدو تجربه ، معنوي قوانین او فرمانونه ، هغه سړی چې د مړو څخه احوال اخیستلای شي ، پيغمبران او تقریبأ د یوه مذهب ټولې نورې ځانګړتیاوې لري » . ( ۲ ) .

      ډېر ښه ، د چا خبره دغه د « نوي عصر » مذهب څه شی دی چې لږ تر لږه زر کاله به پر ځمکې باندې واک چلوي ؟

      مېرمن کمبي هڅه کړې ده چې دغه پوښتنه په خپل هغه کتاب کې چې « د بوډۍ ټال پټ خطرونه » نومېږي ځواب کړي . نوموړې د نوي مذهب اساسي پرنسیبونه داسې ټاکي :

لمړی – د راتلونکې لپاره « پلان » د نوي نړیوال « میتریا » درېدنه ( استقرار ) ، په عمل کې  نوي نړیوال حکومت د شخصیت څښتن کول ( انځوریدنه) او د « میترا » تر مشرۍ لاندې د نوي نړیوال مذهب له متشکله اجزاوو څخه جوړ شوی دی .

دویم – په راتلونکې کې به د انسانانو او کرېډېټ کارتونو لپاره جهاني    سیستم نافذ شي .

دریم – په راتلونکې کې به د نړۍ د غلو اداره کوونکی د خوراکي توکو ټولې سرچینې سمبالوي .

څلرم – د عمومي مالیې تنظیمول په پام کې نیول شوي دي .

پنځم – دا به پلان شي چې څرنګه هغه کسان په بشپړه توګه له منځه یوړل شي چې په انجیل او خدای باور لري او هم دا چې څرنګه عیسویت په بشپړه توګه وځپل شي .

     په لویدیځ کې ځینو دښمن د کاتولیکې کلیسا په کرکټر لیده خو لکه څنګه چې مېرمن کمبي یې پخلی کوي ، هغوی دښمن نه یواځې د کاتولیکې کلیسا په کرکټر بلکې د ګرد عیسویت په کرکټر کې ویني . ( ۳ ) .

       د « نوي عصر » د نهضت عقیده هر څه چې وي ، خو داسې برېښي چې شهرت یې مخ په ډېرېدو دی . د « بانتم بوکس » ( د بانتم کتابونه ) په نوم یوه وتلي امریکایی خپروونکي ( ناشر ) اعلان وکړ چې په دې وروستۍ لسیزه کې د « نوي عصر » د پلورل شویو کتابونو شمېر لس ځله ډېر شو . د « تایمز » مجلې له مالوماتو سره سم په دې وروستیو پنځو کلونو کې د « نوي عصر » د کتاب پلورنځيو شمېر دوه ځله ډېر شوې  او اوس۲۵۰۰ کتاب پلورنځي دي .

       د هغې مقالې د شمېرنو سره سم چې د « فوربس » په مجله کې خپره شوې ده خپروونکو داسې محاسبه کړې ده چې نن ورځ د « نوي عصر » په تړاو د چاپي آثارو د پرچون خرڅلاو د پیسو د راکړې ورکړې میزان لږ تر لږه سل ملیونه دالر جوړوي . ( ۴ ) .

      په دې ډول د هغوی عقیده هر څه چې وي وي به ، مهمه دا ده چې ډېر خلک ورباندې باور لري . داسې ښایي چې مېرمن کمبي په دې پوه شوې وه چې د « نوي عصر »  مذهب د عقیدې اساسي تومنه (جوهر ) په څه شي کې ده او یا دا چې پيروان یې چا ته د خدای په توګه سجده کوي ، نو ځکه په خپل کتاب کې داسې لیکي : « . . . د نوي نړیوال نظم راوستل غواړي – هغه نظم چې خدای له صحنې څخه لرې کوي او شیطان په خدای بدلوي » . ( ۵ ) .

      نو ځکه که چېرې مېرمن کمبي او هغه نور څېړونکي چې  په دې اړه یې څېړنې کړې دي پر ځای وي نو اړینه ده چې د « نوي عصر » نهضت په ژوره توګه مطالعه شي . دغه نوی مذهب یو لړ مشران لري . د هغو له ډلې څخه د آلیسه بیلي په نوم یوه ښځه ده چې د « نوي عصر » د مذهب په تړاو يې خورا ډېر کتابو لیکلي دي . هغې  « د پټو رازونو ښوونځي » په نوم یو سازمان جوړ کړ چې « لوسېس ټرسټ » ( ځلانده دین ) یې یوه څانګه ده . آلیسه بیلي په خپل هغه کتاب کې چې « د مراتبو سلسله رابرسېرونه » نومېږي لوستونکي ته دا جوته کړه چې کوم سازمانونه په نړۍ کې د « نوي عصر » د مذهب د پراختیا تکل لري . نوموړې مېرمن په دې تړاو داسې لیکي : « . . . کلیسا ، د ماسوني رورګلوۍ ملګرتوب او د روزنې برخه کېدای شي د هغو درېوو اساسي کانالونو په توګه په نظر کې ونیول شي د کومو په مټ چې د نوي عصر لپاره  آمادګي نیول کېږي ». ( ۶ ) .

       د « نوي عصر » نهضت یو بل وتلی لیکوال بنجامین کرېم دی چې  « د حضرت عیسی مسیح دویم پیداییښت او د حکمت څښتن » په نوم یو کتاب لري . نوموړی دا مني او لیکي چې « د بېلګې په توګه نوی مذهب د فري ماسون په شان سازمانونو له لارې ځان راښکاره کولی شي . په فري ماسون کې د انسان له درک څخه لوړ د پټو رازونو زړه خوندي شوی دی . ( ۷ ) .

       له دې کبله  فري ماسون د خپلو معبدونو په دننه کې ستر راز پټوي ، هغه راز چې په یوه شکل د « نوي عصر » له نهضت سره تړلی دی .

      د « نوي عصر » مذهب خپل جهاني رهبر لري – دغه کس ته هغوی میترا خدای وایي . دغه کس تر اوسه د ځان په اړه په ډاګه څه نه دي ویلي خو د « نوي عصر » توجیه ګر دا تاییدوي چې نوموړی اوسمهال پر ځمکه دی او د هند او تبت پولو ته څېرمه د همالیې په غرونو کې د اوږدې زمانې له ګوښه کېدو ( هوساینې ) څخه وروسته ورهېدلی دی ( خلاص شوی دی ) او د ۱۹۷۷ – یم کال د جون په میاشت کې د ختیځ لندن په آسیایي ټولنه ( جمعیت ) کې میشت شو . د دغه مذهب توجیه ګر له دې هم مطمین دي چې « د هغه راڅرګندېدو لپاره پراخه عمومي ننداره تضمین شوې ده » . هغوی د دې پخلی هم کوي چې دغه کس هغه څوک دی چې عیسویان یې حضرت عیسی ، یهودان یې موعود ناجي ، بودایان یې پنځم بودا ، هندوان یې کرېشنا او مسلمانان یې امام مهدي ( لیکوال په تېروتنې سره د مهدي پر ځای  ماګون لیکلی دی – ژ. ) بولي . په بل عبارت د نړۍ ټول اساسي ادیان د دغه کس راتګ ته سترګې په لاره دي . هغوی دا تاییدوي چې دغه یو نفر چې اوس په لندن کې ژوند کوي دقیقأ هغه څوک دی چې ټول ادیان یې انتظار باسي . اوس پر ځمکه باندې دغه شخص په بې صبرۍ سره دهغې شېبې انتظار باسي چې د نړۍ خلکو ته د خپل موجودیت په اړه اعلان وکړي . دا واروښانه ده چې دغه کس به د ټولو ادیانو رهبري په خپله کوي او چې دغه کار وشو نو واحد نړیوال مذهب راپنځول کېږي .

      د « نوي عصر » نهضت چې غاړه ایښوونکي یې داسې ښیي چې نوی دین دی په بشپړه توګه د پخواني  عصر مانا د عیسویت دین  پر مخالفت کې ولاړ دی . دقیقأ همدغه عیسویت وه چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې د انکشاف پر ریښتېني او عادلانه لارې سم کړل او په دې یې ټینګار کاوه چې بشریت د بشر د حقوقو په شان ځينې فطري یا نه بېليدوونکي حقوق لري . عیسویت په دې نظر دی چې کورنۍ په ټوله نړۍ کې د ټولنې اساسي حجره ده ، هر انسان د شخصي شتمنۍ او د ژوندانه  نه سلب کېدونکی حق لري . همدا شان عیسویت دا مني چې هر انسان دا حق لري چې خپل خدای ته هماغسې چې غواړي کولی شي عبادت وکړي او ټول انسانان د راغونډېدو آزادي لري . دغه شرطونه د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې او د ډېرو هېوادونو د اساسي قوانینو لیکوالانو لپاره منل شوي او د بحث وړ نه وو . همدا لامل و چې دغه شرطونه د امریکایي تمدن د بنسټ په ډبرو بدل شول . مګر اوسمهال دغه اصلونه نور د امریکایي ژوند د بنسټ ډبرې نه ګڼل کېږي او تر پوښتنې لاندې دي . خلک او سازمانونه په دې تړاو بحث کوي چې آیا هر انسان د ژوند ، آزادۍ او ملکیت اساسي حق لري او که څنګه .

      الماني فیلسوف فریدریک ویلهلم نیچه د نړۍ د ډېرو وتلیو کمونیستي انقلابیانو یوه مربي په خپله لاندیني پخلي کې یو ډېر لنډ حجت ورکړی دی : « زه عیسویت غندم . زه د عیسوي کلیسا پر ضد له کېدونکو تورنو څخه تر ټولو سخت تور لګوم . زما لپاره دا د خوساتوب ( ورستوب ) تر ټولو لوړه کچه ده چې تصور یې کېدای شي » . ( ۸ ) .

      لیکوال تېکس مارس چې د « نوي عصر » د توجیه ګرو پر ضد درېدلی دی ، له عیسویانو څخه د هغوی کرکه په دې ډول بیانوي : « د « نوي عصر » پلویان عبادت کوونکي ته وایي : « که چېرې ستا په شاوخوا کې د غه وېروونکي عیسویان د خپلو خواګرځنو نظرونو سره نه وای نو تا کولی شول چې په فوري توګه خدای شې » . ( ۹ ).

       ورته نظر د « نوي عصر » د یوه بل استازي دیوید سپرنګلر له خوا څرګند شوی و . نوموړی په خپل هغه کتاب کې چې « د حضرت  عیسی په اړه نظریې » نومېږي داسې لیکي : « مونږ کولی شو چې ټولې [ مقدسې – ژ. ] لیکنې ، او ټول تعلیمات ، او ټولې لوحې ، او ټول قوانین سره راواخلو . . . او یوه ښکلې د اور بلکه ( میرګن ) ورڅخه جوړ کړو ، ځکه چې هغوی نور د هیڅ شي په درد هم نه خوري » . ( ۱۰ ) .

      په دې توګه د « نوي عصر » استازي د ماسونانو په شان عیسویت دښمن ګڼي چې د ځواک په ضد یې باید مقاومت وشي خو نه د علني مناظرو له لارې بلکې د په خواره سترګه ورته کتلو ، رټلو ، پيغور ، ریشخند وهلو او . . . آن د وژنې له لارې .

       که چېرې تاریخ ته مخه کړو نو وینو چې ځینو سیاسي غورځنګونو او ګوندونو د مذهب او عیسویت په تړاو په مناظرو کې ګډون درلود . د برتانیې سوسیالیست ګوند په کال ۱۹۱۱ – یم کې د « مذهب او سوسیالیزم » تر سر لیک لاندې یوه رساله خپره کړله چې د مذهب په تړاو د یاد ګوند دریځ په کې روښانه شوی و. د رسالې په یوې برخه کې داسې راغلي وو : « په دې توګه دې ریښتېنی واقعیت ته رسېږو چې سوسیالیزم – د مذهب طبعي دښمن دی . عیسوي مذهبه سوسیالیست په واقعیت کې انتي سوسیالیست دی . عیسویت . . . د سوسیالیزم مقابل ټکی تشکیلوي » . ( ۱۱ ) . په دې ډول د عیسویت پر ضد جګړه سوسیالیستانو ، د « نوي عصر » د مذهب مریدانو او ماسونانو اعلان کړې ده . او لکه د هرې جګړې په شان ، دښمن باید ماته وخوري آن که چېرې اړتیا وي د وینې تویدنې په بیه . دغه جګړه د نورو دودیزو جګړو په پرتله هیڅ تفاوت نه لري . د عیسویت ضد محاذونو ټول ګډون کوونکي د وینې تویدنې انتظار لري .

      لوېدي لفرتي او بد هالوېل د « نوي عصر » هغه دوه استازي دي چې دا بحث یې پیل کړ چې آیا د هغوی مذهب د عیسوي ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي کارونې ته آجازه ورکوي . هغوی د « دایمي نڅا » په نوم خپل کتاب کې لیکي : « دا د وخت امکانات د هغو لپاره دي ، څوک چې له هغې څخه ګټه واخلي ( ښکاره ده چې د « نوي عصر » استازي ) . د نورو لپاره ( ښکاره ده چې عیسویان ) که چېرې ځمکه هغوی ته مناسبه نه وي ( که چېرې عیسویان د « نوي عصر » مذهب نه مني ) ، هغوی به په نورو تدابیرو لاس پورې کړي » . ( ۱۲ ).

       د دې مطلب په تړاو د « نوي عصر » د نظر یوه بېلګه چې د دغه مذهب له چاپي آثارو اخیستل شوې ده . دغه رساله د « نوي عصر » په ځانګړو کتاب پلورنځیو کې مینه والو ته وړاندې شوې وه او د « کیهاني ګزارش » په نوم یادېدله . چاپ یې په « ګاردین اکشن پبلیکېشنز » خپروونکي کې تر سره شوی و . په رسالې کې دا تایید شوې وه چې دغه نظرونه د کوم یوه « تر ټولو لوړ عقل » څخه اخیستل شوې دي ، هغه « ترټولو لوړ عقل » چې د درېیمې نړۍ د لوږې – مرضونو ستونزو ته یې خپل پام وراړولی دی . د یادې رسالې په یوې برخه کې داسې راغلي دي : « نړۍ باید په دې اړه مخکې له مخکې خبرداری ورکړي چې : د هغو مرضونو په اړه پام ساتل په کار دي چې د کلونو په اوږدو کې ځپل شوي وو خو دا ده یو ناڅاپه یې یو ځل بیا خپل خطرناکه سرونه رااوچت کړل او هر لسم انسان له منځه وړي ، او بله دا چې د درېیمې نړۍ د هېوادونو اوسېدونکي د لوږې د مرګ پر څنډه ولاړ دي . که څه هم د دغو اولسونو ( د درېیمې نړۍ د اولسونو – ژ. )  ځای به په پای کې هغه نوی اساسي توکم نیسي چې دغه آن په تازه بېرته پاکه ( تصفیه ) شوې نړۍ کې راڅرګندېږي ، خو سره د دې دمګړۍ دغه وضعیت یوه تراژيدي ده » . ( ۱۳ ).

       دغه کلمې په خپله وېرونه کې یو ناشونی نظر هم رالوڅوي او هغه دا چې وایي : د « درېیمې نړۍ » د هېوادونو اوسېدونکي  باید په بشپړه توګه د « نوي اساسي توکم » له خوا ونج ( عوض ، تبدیل ) شي – د « نوي عصر » د مریدانو په باور د دغه کار تر سره کول به تراژیدي نه وي خو دا چې دغه خلک اوس د لوږې او مرضونو له کبله مري ،دا یوه تراژيدي ده .

       د دې مفکورې په تړاو چې داسې انګېري چې د « نوي عصر » د برلاسۍ په دوره کې به نوی بشري توکم په نړۍ کې مېشت کېږي د دغه مذهب  نورو توجیه ګرو هم څرګندونې کړې دي . لکه څرنګه چې مېرمن روف مونتيګومري د دغو بدلونونو په اړه داسې لیکي : « هغه کسان چې دغه بدلون وزغمي د هغو کسانو په پرتله به په نوي تیپ کسانو بدل شي چې نن ورځ یې فزیکي پوښ اغوستی دی ؛ هغوی له مبارزې او کرکې څخه خلاصېږي ( بې نیازه کېږي ) او د ټول بشري ارمان په چوپړ کې به وي . . . هغه زړه ته نږدې کسان( ښاغلي ) چې د اوسني عصر د ګډوډۍ په خپرولو کې یې مرسته کړې ده ( ښکاره ده چې عیسویان ) ، هغوی به روحاني حوزې ته د دې لپاره ولېږدول شي تر څو د ژوند په تړاو د خپل فکر بڼې یا طرز ته له سره کتنه وکړي » . ( ۱۴ ).

       د دې لپاره چې قناعت مو حاصل شي چې له « روحاني حوزې » څخه د « نوي عصر » د توجیه ګرو مقصد د خپل دښمن فزیکي له منځه وړنه ده ، همدومره بسنه کوي چې د همدغه نهضت د یوې وتلې استازې مېرمن روف مونتیګومري آثارو ته ځير شو ، ځکه چې نوموړې ډېره لېواله ده تر څو د هغو کسانو د وژنې په تړاو ولیکي چې د « نوي عصر » مذهب نه مني . مېرمن مونتیګومري د هغې مجلې سره په مرکه کې چې « جادویي ګډوله » نومېږي داسې وویل : « ملیونونه به ژوندي پاتې شي ، مګر ملیونونه نور به نه . هغه کسان چې ژوندي نه پاتې کېږي هغوی به روحاني کچې ته اوړي ، ځکه چې په حقیقت کې مرګ موجودیت نه لري » . ( ۱۵ ) .

      د « نوي عصر » ځينو پلویانو داسې هڅې وکړې تر څو دا محاسبه کړي چې د کوم شمېر انسانانو په تقدیر کې مرګ لیکل شوی دی . له دغو کسانو څخه یو تن جان رندولف پرایس دی  چې لیکوال تېکس مارس په خپل کتاب کې له نوموړي څخه اقتباس کړی دی . په دې اړه تېکس مارس وایي : « له روحاني نړۍ څخه جان رندولف پرایس ته داسې راپور ورکړل شوی و چې په لنډ وخت کې په پېښېدونکې ( محتمل الوقوع ) ګډوډۍ کې کېدای شي چې څه نا څه دوه نیم ملیارده انسانان ووژل شي » . ( ۱۶ ) .

      دا د نړۍ د اوسنیو اوسېدونکو کابو نیمایي شمېره ده . د نوي مذهب د نه منلو له امله د په مرګ محکوم شویو کسانو د شمېر په اړه یو اټکل جوان هول له خوا وړاندې شوی دی . نوموړی په اصطلاح د تبت مکتب ښوونکی دی . له روحاني نړۍ سره د جوان هول کانال داسې خبر ورکړی و چې تر ۲۰۰۰ – م کاله پورې باید د بشریت یو پر درېیمه برخه له منځه لاړه شي . دا تقریبأ دوه ملیارده انسانان تشکیلوي او ښکاره ده چې دا ټول هسې له خپلې ګېډې جوړونې دي .

      د « نوي عصر » د مذهب له کړنو څخه یوه نااشنا کړنه له روحاني نړۍ سره د کانالونو له لارې د اړیکو ساتل دي . د دغه مذهب ځینې معتقدین د دې پخلی کوي چې د داسې وړتیا ( قابلیت ) لروونکي دي چې کولی شي د هغو ارواوو سره اړیکه ونیسي چې ډېر کلونه پخوا له دې نړۍ څخه تللي دي . ډېری وختونه دغه ارواګانې دا تاییدوي چې دوی « عرش ته ختلي ښوونکي دي » ، عرش ته د دې لپاره جګ شوي دي تر څو د خلقت لوړ حقیقتونه رالوڅ کړي . مېرمن آلیسه بېلي یو له دغو کسانو څخه وه چې د دغه شان وړتیا د لرلو ادعا یې کوله . نوموړې دا تاییدوي چې هغې اروا چې له دې سره یې اړیکه نیولې ده ځان یې جوان هول معرفي کړی دی او داسې غیب ګویي یې ورته کړې ده :« مرګ بد مرغي نه ده چې باید ورڅخه وېره وشي ؛ په واقعیت کې د ورانوونکي دنده بې رحمي یا نامطلوبه نه ده . . . ځکه نو د پلان متولي ( ساتونکي ) ته د ډېرو ورانیو او د ډېر شر جواز ورکړل شوی دی چې بیا په ښو اړول شوي دي » . ( ۱۷ ) .

       ښه ، دا چې دغه « پلان » له څه تشکیل شوی وه او کومې موخې یې تعقیبولې ، دغه راز نړۍ ته د « نوي عصر » د نهضت یوه مشر بنجامین کرېم په ډاګه کړ . نوموړي د ۱۹۸۲ – یم کال د اپریل د میاشتې پر پنځه ویشتمه نېټه د نړۍ په شلو ورځپاڼو کې داسې مالومات خپاره کړل چې په یوې برخه کې یې داسې لولو : « دغه « پلان » له څه نه جوړ شوی دی ؟ دغه پلان د نوي نړیوال حکومت د خدمت پیل کونه او د میترا تر خدایۍ لاندې د نوي نړیوال مذهب هدایت کونه په بر کې نیسي » . ( ۱۸ ) . 

      مګر ښایي چې د نوي مذهب تر ټولو حیرانوونکې زده کړه د باربره مارکس هبارد له قلم څخه رابهېدلې وي چې په روښانه بیان او غزونوکې ډېره ځواکمنه لیکواله ده . نوموړې په خپل هغه کتاب کې چې « د ځمکې کرې ، د زېږېدنې کالیزه دې مبارکه شه » نومېږي داسې لیکي : « انتخاب داسې دی : آیا ته غواړې چې یو طبعي عیسوي مذهبه ، یو جهاني انسان واوسې او یا که غواړې چې مړ شې ؟ خلک یا بدلون مومي یا مړه کېږي . انتخاب دا ډول دی » . ( ۱۹ ).

      په دې توګه د نړۍ خلکو ته به د انتخاب کولو حق ورکړل شي : هغوی باید په دې اړه پرېکړه وکړي چې آیا دا نوی مذهب  ومني او یا دا چې مړه شي ! د جګړې کرښه د الهام تر اغېزې لاندې اعلان شوې ده ! نو په کار ده چې انتخاب باید وشي .

نور بیا

    aimalhassin@aim.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button