که څه هم د طالبانو په لیکو کې د خپلمنځیو جنجالونو ډېر راپورونه خپاره شوي خو، د ملا عمر مجاهد مجاهد مړینې او د ملا اختر محمد منصور ټاکل کېدو له ډېرو جنجالونو پرده پورته کړه.
د طالبانو یو شمېر چارواکي چې په پاکستان او قطر کې اوسي د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره مخالف دي او نږدې ده چې د طالبانو تحریک په درې برخو وویشل شي.
طیب اغا، جلاالدین حقاني او ملا منصور هغه کسان دې چې هر یو به هڅه کوي چې ناراض طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي .
افغانستان کې د داعش پراختیا هم د پاکستان د استخباراتو له لوري خړوبیږي او اوس ډېر باور شته چې پاکستان د طالبانو له لیکو څخه بېل شوي طالبان د داعش ترهګرې ډلې سره یوځای کړي.
د طالبانو او داعش یوځای والی به په هېواد کې یوې بلې نوې جګړې ته لار پرانیزي چې کابو کول به یې ملي یوالي حکومت او بهرنیو هېوادونو ته ګران کار تمام شي.
اوس افغان حکومت باید په دې برخه کې له داعش او پاکستان څخه یوګام وړاندې پورته کړي او هغه طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي چې د طالبانو له تحریک څخه بېل شوي دي.