بل لور ته رسنۍ او ځنې چارواکي دا خبر مطرح کوي، چې د ملاصيب احتمالي مړينه به د سولې په روانو خبرو اترو څه ډول اغېز وکړي.
په دې اړه به همدومره ووايو چې د سولې د خبر اترو د اوازو په اړه چې ارګ بيا څومره عميق غولېدلی دی، ساری يې نه دی ليدل شوی، د غني بړېڅو که هر څو د نوموړي د تفکر تپلو په اړه خپل کومي واز کړل، خو عيان را چه بيان! سړی ډېر کمزوری راووت، ګاونډي دوست داسې پوزخند پرې وواهه، چې په حامد کرزي يې د وهلو خوب هم نه شو ليدی، تر ننه به شايد په دې ډاډه و چې طالبانو په دې اړه سپين څه نه دي ويلي، خو له دې وروسته چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد غوڅ وويل، چې د سولې په اړه جوړې شوې اوازې رښتونې نه دي، د دوی د سياسي چارو واک يوازې له سياسي دفتر سره دی او سياسي دفتر په دې اړه په جريان کې نه دی، ارګ به اوس خپل دغه ماشومتوب ته څه پرده کوي؟
ارګ دې نه خوشحالېږي
څرګنده خبره ده، ملا عمر انسان دی او د انسان په اړه د الله پرېکړه دا ده چې هر نفس د مرګ څکه کوي، که احتمالا ومنل شي، چې د طالبانو مشر کال يا دوه کاله مخکې وفات شوی دی، ارګ دې په دې خوشحالي نه کوي، بلکې په دې دې غور وکړي، چې د طالبانو نظامي او سياسي برياوو کله تر بل هر وخته ډېر زور واخست! دنيا خو يې د روان کال ساری نه ويني، د امريکايي يرغل له پيل وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې د ګڼو ولسواليو او پراخه سيمو په نيولو بريالي کېږي، د هغوی سياسي او نظامي هڅې د پخوا په پرتله خورا توندې او لاسته راوړونکې دي.
د طالبانو بهرني او کورني دښمنان که ډېر هم دا خبره وژووي، چې د ملاصيب په مړينه به طالبان تيت پرک او د اختلافاتو ښکار شي، خو د طالبانو خپلمنځي يووالی ټول ويني، که اختلاف راولاړېدای، نو د دوی په وينا بايد کال يا دوه کاله مخکې راولاړ شوی او تر دې دمه يې طالبان له پښو غورځولي وای، خو بر عکس طالبان د پخوا په پرتله لا سره راټول برېښي.
بله خبره دلته دا د پام وړ ده، چې که ملاصيب رښتيا هم وفات وي، ايا طالبانو به په دومره اوږده موده کې ښه په سړه سينه د هغه ځای ناستی نه وي ټاکلی، حالات خو داسې ښيي، چې دا کار به شوی وي، خو دا چې هغوی دغه کار نه دی اعلان کړی، د هغوی په هوښيارۍ دلالت کوي، خو که ارګ بيا هم دغه موضوع ته له نورو چشمو ګوري، څرګندېږي، چې په دې اړه هيڅ خپل دريځ نه لري، او چې څه دنيا ډنګوي، هغه دوی ورسره بدرګه کوي.