د ارګ ماشومتوب

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مرګ او ژوند په اړه د ارګ بېړنيو پرېکړو ته په کتو سړی پوهېږي چې ارګ څومره ماشومانه پرېکړې کوي.

دا چې تېره ورځ په ناڅاپي توګه لومړی بهرنيو او ورپسې کورنيو رسنيو دې اوازو ته زور ورکړ، چې ګوندې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد له دنيا کوچېدلی دی، ارګ او د افغانستان ملي امنيت دواړه وارخطا شول، ځکه په دې اړه نور له دوی مخکې شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند سيد ظفر هاشمي وروسته له هغه چې رسنيو خبره ښه ډنډوره کړه، کابل کې يوه خبري کانفرانس ته په خبرو کې وويل، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ملا عمر د مړينې په اړه پلټنې کوي، په داسې حال کې چې د ملي امنيت ادارې او ارګ دواړو تر دې دمه د ملا عمر د ادرس په اړه سرګرداني ښودله، په خورا بېړنۍ توګه يې پرته له دې چې کوم قانع کوونکی دليل ولري، د پلټنو د پيل له شېبو لږ وروسته د يوې لنډې خبرپاڼې له لارې تش همدومره وويل، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د مشر ملا عمر مړينه تاييدوي.

ارګ ډېر وروسته خبر شو

عجيبه دا ده چې د ملا صيب د مړينې د اوازو ډنډورچيان ټول په يوه خوله دا خبره کوي، چې نوموړی دوه کاله يا کال وړاندې وفات شوی، دوی له خپلې خېټيالوژۍ په ګټه اخستو د ملاصيب د مرګ بېلابېل لاملونه ښيي، خو ارګ ته پوښتنه دا درېږي، چې که نوموړی کال يا دوه کاله وړاندې وفات شوی دی، څنګه دې ومنل شي، چې تاسو جنابان دې په پوره کال او دوه کلو کې په هيڅ خبر نه شئ، خو وروسته له هغه چې ډېرو کوچنيو رسنيو دې خبرې ته زور ورکړ، له ماسپخينه تر مازديګر پورې له هر څه خبر شوئ، ماشينونه خورا تېز او کوپړۍ ډېرې متفکرې شوې.

متفکر ولسمشر خو په دې هم نه و پوی شوی، چې څو ورځې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت خپور شوی کوم پيغام چې لولي، ليکوال يې (د دوی په ګمان)  کال وړاندې له دنيا تللی، په هغه پيغام خو پوره يوه اونۍ تا هم شخوند وواهه او مزدورې رسنۍ هم درسره وڅرېدې، هغه مهال دې دومره نه شو ويلای چې دا پيغام د ملاعمر نه دی، بلکې د طالبانو له لوري خپور شوی دی، خو اوس يوازې په دوه يا درې ساعتو کې په دې  وپوهېدې، چې ملا صاحب نور دنيا کې نه شته.

ارګ په چا پسې ځې

څرګنده خبره ده چې ارګ په دې اړه د کوچنيانو پېښې کړې دي، د هغه ګاونډي هېواد د يوې کوچنۍ رسنيزې ادارې خبره يې خپله پرېکړه ګرځولې، چې دوی يې کاڼي او بوټي هم خپل دښمنان بولي، دنيا وليده چې په دې موضوع کې د ارګ غږ کله پورته شو، داسې ښکاري چې ارګ او ملي امنيت دومره څوک هم نه لري، چې د هېواد په اړه نړيوال خپاره مطالب -يوازې- مطالعه کړي، ارزول خو يې ټولو وليدل، ظفر هاشمي وروسته له هغه رسنيو ته راووت، چې له موضوع راولاړوونکو ډېر وروسته د افغانستان ګڼو خبريالانو دغه خبره ښه توده کړه، پلټنې پيل شوې او په يوه تاريخي بېړنۍ پرېکړه ارګ رسنۍ بدرګه کړې.

د سولې په اوازو د ملا صيب د احتمالي مړينې اغېز

بل لور ته رسنۍ او ځنې چارواکي دا خبر مطرح کوي، چې د ملاصيب احتمالي مړينه به د سولې په روانو خبرو اترو څه ډول اغېز وکړي.

په دې اړه به همدومره ووايو چې د سولې د خبر اترو د اوازو په اړه چې ارګ بيا څومره عميق غولېدلی دی، ساری يې نه دی ليدل شوی، د غني بړېڅو که هر څو د نوموړي د تفکر تپلو په اړه خپل کومي واز کړل، خو عيان را چه بيان! سړی ډېر کمزوری راووت، ګاونډي دوست داسې پوزخند پرې وواهه، چې په حامد کرزي يې د وهلو خوب هم نه شو ليدی، تر ننه به شايد په دې ډاډه و چې طالبانو په دې اړه سپين څه نه دي ويلي، خو له دې وروسته چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد غوڅ وويل، چې د سولې په اړه جوړې شوې اوازې رښتونې نه دي، د دوی د سياسي چارو واک يوازې له سياسي دفتر سره دی او سياسي دفتر په دې اړه په جريان کې نه دی، ارګ به اوس خپل دغه ماشومتوب ته څه پرده کوي؟

ارګ دې نه خوشحالېږي

څرګنده خبره ده، ملا عمر انسان دی او د انسان په اړه د الله پرېکړه دا ده چې هر نفس د مرګ څکه کوي، که احتمالا ومنل شي، چې د طالبانو مشر کال يا دوه کاله مخکې وفات شوی دی، ارګ دې په دې خوشحالي نه کوي، بلکې په دې دې غور وکړي، چې د طالبانو نظامي او سياسي برياوو کله تر بل هر وخته ډېر زور واخست! دنيا خو يې د روان کال ساری نه ويني، د امريکايي يرغل له پيل وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې د ګڼو ولسواليو او پراخه سيمو په نيولو بريالي کېږي، د هغوی سياسي او نظامي هڅې د پخوا په پرتله خورا توندې او لاسته راوړونکې دي.

د طالبانو بهرني او کورني دښمنان که ډېر هم دا خبره وژووي، چې د ملاصيب په مړينه به طالبان تيت پرک او د اختلافاتو ښکار شي، خو د طالبانو خپلمنځي يووالی ټول ويني، که اختلاف راولاړېدای، نو د دوی په وينا بايد کال يا دوه کاله مخکې راولاړ شوی او تر دې دمه يې طالبان له پښو غورځولي وای، خو بر عکس طالبان د پخوا په پرتله لا سره راټول برېښي.

بله خبره دلته دا د پام وړ ده، چې که ملاصيب رښتيا هم وفات وي، ايا طالبانو به په دومره اوږده موده کې ښه په سړه سينه د هغه ځای ناستی نه وي ټاکلی، حالات خو داسې ښيي، چې دا کار به شوی وي، خو دا چې هغوی دغه کار نه دی اعلان کړی، د هغوی په هوښيارۍ دلالت کوي، خو که ارګ بيا هم دغه موضوع ته له نورو چشمو ګوري، څرګندېږي، چې په دې اړه هيڅ خپل دريځ نه لري، او چې څه دنيا ډنګوي، هغه دوی ورسره بدرګه کوي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button