دوطن مینه

دوطن مینه


سزاورچه دتهمت شم په دی لارکې
سلامت یاملامت شم په دې لارکې
ستاپه مینه چه شرميږي عاشق نه دی
رسواښه یم چه جوت شم په دی لارکې
ته لیلازه زه دې مجنون دبیابان وم
فداستا په محبت شم په دې لارکې
ته زمادارمانونوپس منظروې
زه هم ستادعشق رویت شم په دی لارکې
دمنصورپه شان چه جوړی افسانې کړم
پس له داره چه قوت شم په دی لارکې
حماسه دتاریخونووم ترډیره
چه هم ننګ شم هم غیرت شم په دی لارکې
چه سرکیږدمه دګران وطن په مینه
روهین ویاړدخپل ملت شم په دې لارکې


م.روهین ـ جرمنی
۲۴.۰۵.۲۰۱۵

Exit mobile version