ته مې ارام ته مې کرار شه سولې

شاعر: وفیق اشنا

ناکرار زړونو ته کرار شه سولې
کړه خزان لری او بهارشه سولې

خوشالي راوړه د غمونو پرځای
شه دې تیارو ته سپین سهار شه سولې

شولم ټوک ټوک درپسې ستړی ستړی
ته مې ارام ته مې کرار شه سولې

ستړي آهونه ستړې ستړې سلګۍ
دې خزان بڼ لره مالیار شه سولې

وفیق اشنا باندې یې وکړه ديدار
شه خړ وطن ورته ګلزار شه سولې

Exit mobile version