بد مرغــــــــه ملت او ویرجـــن برخلیک
هو! خپل ګران خو په اورونو او جنګونو کې تل ستي او ټپي هیواد افغانستان یادوم چې تر دې مهاله یې ناورین او خوړین حالت د ټولو نړیوالو د ژبو پر سردی .
هغه بل پرون هم په چارآسیاب کې ناست صدراعظم ګلب الدین حکمتیارپه فرعوني تکبراواستکبار د ځاني واکداری او هژمونۍ په موخه د کابل د ښاراو ارګ په لوري درنې وسلې اوډول،ډول راکټونه توغول او حکمتیار، راکټیار شو. د هغه بل لوري جمهور ریس برهان الدین د ارګ فرعون هم د کابل په سهیلي سیمو او د شاه شهید پرشاوخوا د هوایې خونړیو بمباریو ترڅنګ د درنو توپونو او د آسمایې د غره له سره د ړندو توغندیو په توغولو د کابل پتمن او شریف ښاران د سرو وينو په ډنډ کې غوپه کړل . د دوستم وحشي ګلم جمیانود جګړې پراور د تیلو پاشلو سربیره د چور تالان اوغلا لوبه ګرمه کړي وه. د افشارو او د هغه چم ګاونډ د سیاف او مزاري وحشي تنظيمي لنډغرو یواوبل ته د کفرفتوا اوجهاد په صادرولو خونړی کربلا رامنځته وه . او هرې خواته د آلله اکبر په نارو د وینو رودونه روان وو.
د دغو اسلامي ټیکه دارانو په شرغوبل کې د کابل ښار په ورانه ویجاړه کنډواله او دزرګونو، زرګونو بې ګناه ښاریانو په ډله ییزه هدیره بدل شو. ببر سري ماشومان ، سپین سري او سپین ږیري بوډاګان ، پیغلې او ځوانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ اوخورا زړه بوږنوونکي او دردوونکي داده چې ډیری کورنيود پل چرخي زندان ته مخه کړه او په ترهیدلي زړونو یې ځانو ته د پل چرخي په زندان کې د جنګ جګړو له ویرې د هغه تیارو کوټو او ویروونکو تورتم کوڅو کې ژوند کول غوره وبلل . د پلچرخي د زندان په دنـنه کوڅو کې تنکي ماشومان په ناهیلو او داغي زړونو ښکته پورته ځغلیدل او د پلچرخي باستیل یې د تنظیم سالارانو له ویرې د آمن اوسوکالۍ ځای باله .ځکه کابل دوزخ او پلچرخي ورته جنت ښکاریده . دا پرون د غمجن تاریخ یوه ویرجنه پاڼه ده .
دریغا ! دریغا! زما هیواد نـن هم د نړۍ د وحشي استکبار او تورښامار د شل کلن زهرشیندلو او د ناهیلیو په لویه لاره کې پریښودلو ناتار ته ویني ژاړي . د شل کلنې جګړې ګټونکي لوبغاړي د اسلامي آمارت ترچترلاندې د سپیداراو آرګ فرعوني ماڼیو کې د خپل سري واک او ځواک په ګدیو ناست دي . لنډغر، غصبګر، فسادګر، د
هیرویینو سوداګر، د پچو او ډالرو غله د بې غیرتی په منډو لکه آسماني څکلکي ښاپرک ګرد سره ورک شول . خو داځلې د کابل ښاریان او نور هیوادوال د پلچرخي زندان پرځای لارو او کوڅوته راوتلي ببرسروږي ماشومان د خوارو میندو په غيږو کې تش اسکلیټ خوار ځواکان ، لاس لړزیدلي او څیروکالیو کې سپین سري بوډګان د یوې وچې ډوډۍ په هیله د سوال لاسونه لپه نیولي او غمجنې چیغي باسې . همدغو کوڅو ته زمرۍ ملالې پیغلې د تعلیم ، کاراو انساني عدل او عاطفې په هیله لاریونو ته راوتلي د ټوپک په شپیلی اومسمومي زهرو په پاشلوغیر انساني او غیراسلامي ځواب ورکول کیږي .
هو! موږ هم پرون او هم نـن یو کړیدلی ، ربړیدلی په ویرونواوناهیلیو کې ښکیل افغان ملت یو. خو باوري يوچې کوږ ترمنزله نه رسي اوڅه چې کرې هغه به ریبې .
۱۷/۱/۲۰۲۲
بسم الله اکبري