انځورونه

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

انځورونه

مونږ په ځوانۍ کې له خیالونو انځورونه جوړ کړل
مونـږ پـه ریګـو دخـپلـو وینـو انځورونه جوړ کـړل
سـبـا بـه هـر زلـمـی د مـیـنـي غــزل وايــي ورتـــه
مـونـږ پسرلـو تـه دګلـونـو انځورونـه جوړ کـړل
د تـالا شـوي بـڼ ویــده بڼـوال مو ویـښ کړل ورتـه
مونږ په لمـبو کې د اورونو انځورونـه جــوړ کـړل
مـونـږ د بـابـا د قــبـر شــناخــتـو د ساتـلـو پـه نـیـت
د زړه له ویـنـو او دردونـو انځـورونـه جـوړ کـړل
مـونـږه لارورکـولار پـیــدا کـړه تـرسـهـره پــورې
مـونـږه د تـورې شـپې خـوبـونوانځورونه جـوړ کړل
اوس پـه زلـمـو ده چې مـنزل تـه ځـان ور ورســوي
ما خـدمـتـګار لـه مشالـونـو انځـورونـه جـوړ کړل

Exit mobile version