مکاردوښمن

مکاردوښمن
مه کړی،دوستــي مه کړی له نامـــردســـره
مـــیړانه ښه ښـــکاریـږي،تــــل له مــردسره
توري جامې،تورپنـــــجاب اغوستــي دي
تورشیطان، دتوروطرحو په پیګرد ســـره
دافغان ولس قــــاتل دی دامکاردوښـــمن
ژاړي میندې، دشــــهیدزلمــوپه دردسـره
پاڅیږی ځــوانانــــــــو،لاس په تـــــوره شی
وځپــــــــی داعــــش ،ســــخت په نبــردسره
داکبــــري ارمــــان به هـــــله پوره شوی وي
اوسي،افغانان که یوتربله تل همدردسره
بسم الله اکبري
۲۸-۰۶-۲۰۱۵

 

Exit mobile version