غلام قوم مې ۲۷, ۲۰۱۵ غلام قوم اخته چه په ناندریوشی تباه شی هغه قوم غلام چه دپردیوشی تباه شی هغه قوم ★ ژوندی یی لکه مړه دقبرستان بدلی وایی مرګ هیله دژوندیوشی، تباه شی هغه قوم ★ لنګئ دمشرتوب دچاپه سرایښودی نه شی داشان چه بی سړیوشی تباه شی هغه قوم ★ تګ لاردهدف لورته ایستی نه شی ګردابوکې کاروان ښکاردسیلیوشی تباه شی هغه فوم ★ معیاردانسانیت ، دین اودنیایی چه دولت وی هرڅه یی په روپیو، شی تباه شی هغه قوم ★ دپلارپه شمله وياړي خوپه پلونویی پل نه ږدی چه کارتش ترپګړیوشی تباه شی هغه قوم ★ روهینه دقلم په ځای وسلې چه په اوږووړي مشغول چه په بدیوشی تباه شی هغه قوم م.روهین ـ جرمنی ۲۶.۰۵.۲۰۱۵ ورته مطالب د ژوند فلسفه د انسان کمزوري په غزل کي ژبه هم کلا ده هم بلا ملي بیرغ | عبدالباري جهاني رسم د فطرت مې په کار دی !پښتونه