معاصر تاریخ ته په داخلیدو د روسیه د انقلاب مشر لینن د امیر امان الله خان د اصلاحاتو او کړنو په اړه یو لیک لیکی او مشر امیر امان الله خان ته یې را لیږی:
د افغانانو د خپلواکې خوځښت چې څنګه پیل شو، نو د روسیي زیارکښانو او د بزګرانو حکومت سم دلاسه د افغانانو دا نوې نظام ومنل.په منظمه توګه یې اعلان تر سره کړ، چې دوی دافغانستان بشپړه واکمنې تسلیموي. مونږ افغانستان ته خپل سفیر لیږوو، تر څو د روس او افغانستان تر منځ د وروروالي فضا رامنځته شي. مونږ دا هم منو، چې موجوده افغانستان د نړۍ تر ټولو لومړۍ خپلواکه هېواد دي، او هیله لرو چې زیار به وباسی، تر څو وکولای شي، چې د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه را سره یو کړي او د خپلواکې پر لاره یې سم کړي. د روسیه د زیارکښانو او بزګرانو حکومت په افغانستان کې خپل سفیر ته دا واک ورکوی، چې دي تجارتي او نورو انسپاله پریکړو په خاطر د افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي. د دې پریکړو هدف د دواړو ګاوڼدي هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې همداسې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ وروروالي رامنځته کول دي.
له دې مالومیږي، چې امیرامان الله خان د یو روڼ انده شخصیت ترڅنګ د بیلابیلو نظریاتو لرونکو هېوادونو سره هم د وروروالي او د نړیوالو اړیکو په چارچوب کې سم د اړیکو نقش او ارزښت درک کولای شول. خو نن په شته غونډال کې د امریکا او ای ایس ای شاګردان له دوی سره په اړیکو او د اړیکو په وړاندي د افغانستان د ګټو په خوندې کولو نه پوهیږي، دا چې یو څوک د دې ډول دودي رقیبانو په بدل کې کمین نیسی او له فهم او پوهي څخه کار اخلی نو بیا دا ډول سړی د پردیو استخباراتو سره په اړیکو تورنیږي. خبره د امیرامان الله خان کیده، نوموړی د ډېرو چټکو اصلاحاتو په مرسته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ اوتعصب له منځه یوړل. د تجارت په برخه کې یې د اسیا او اروپا ترمنځ تجارت ته په لویه کچه وده ورکړه. له هند څخه یې خپل هېواد ته علمي، فلسفي او ساینسي کتابونه وارد کړل. د هلکانو او انجونو د ګډ تعلیمي چاپیریال په رامنځته کولو کې یې هلې ځلې وکړي.. همداسې د فساد، قاچاق، ټګ ملایانو پر ضد مبارزه او د افغانستان پر هوايي ځواک باندې يې ډېر زیات کار وکړ. دي جدې اصلاحاتو په وروستې پړاو کې چټکو سیمه ایزو او نړیوال سیاست، اقتصاد او ټولنیزو خویونو ته بدلون ورکړ.
په هېواد کې نوموړی په لومړۍ ځل د افغانستان ملي بانک ډبره کیښوده. همدا ډول بانکي سیسټم، ګمرک، صنعت، کرنسي او بودیجه یې رامعرفي کړه. خو ګوډ ملا د خپلو خرافاتو د تندې او غلط ذهنیت په درلودلو سره له منځه یوړل. بیخې همداسې لکه نن هم د دی نظام په منځ کې ځينې تورې کړۍ د د موجوده حکومت د اصلاحاتو، پرمختګونو او بریالي مدیریت مخنیوي کوي.
سردار داود خان چې په ۱۹۵۹ کې یې د خپل واکمني په جریان کې د هېواد د خپلواکي څورلسمه کلیزه لمانځله نو دی او چارواکي یې د خپلو میرمنو سره په جلسو کې ګډون درلود. دي جلسو د ملایانو پر ذهنیتونو منفې اغیز وکړ او ملایانو د قرآني آیتونو په کارولو داود خان په غیر شریعي چارو تورن کړ. داود خان دوی ته د قناعت ورکولو زیار وباسه خو دوی قناعت ونکړ. داود خان اړ شو، چې دوی د یوې اونۍ لپاره زندان ته واچوي. سردار داود خان د میرمنو د حقوقو په اړه ډېر جدي و. نوموړی د عامه وګړو د حقوقو ترڅنګ د دوی پر اقتصادي او ټولنیز ذهنیت او فکر کار کول اړین ګاڼه. خو د سردار داود خان د اقتصادي اصلاحاتو پر وړاندې هم ملایانو او ملکانو تر ډېره بریده مزاحمت کاوه. دوی د میلادي کال ۱۹۵۹ په ډسمبر کې په کندهار کې د سردار داود خان پر ضد لاریون وکړ تر څو د داود خان د اصلاحاتو مخنیوی وکړي.
د داود خان په وخت کې د نوموړی بهرني پالیسي د نوموړی ورور محمد نعیم له لورې پر مخ وړل کیده. د داود خان بهرني پالیسي دا وه، چې د روسیې او امریکا ترمنځ واوسیږي، همدا علت دی، چې له روسیه څخه یې په لومړۍ سر کې ۳.۵ ملیونه امریکايي ډالره پور، بیا ۱۰۰ امریکايي ډالره پور او وروسته په نظامي برخو کې د بګرام، شنډنډ او مزار شریف هوايي مرکزنو د جوړوني لپاره له روسیه او د روسیه له نږدوي ملګرو څخه ۲۵ ملیونه امریکايي ډالره مرستې واخیستي. همداسې په هلمند او هرات کې یې په لویه کچه اصلاحات راوستل او ملي اداري ته یې په لویه کچه کار وکړ. خو برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار چې وروسته پسې احمد شاه مسعود هم لاړ، د پاکستان په مرکز لاهور کې د دارلفکر په نوم د آی ایس آی په مرسته یوه اداره جوړه کړه او له دې ځای څخه د افغانستان د ورانولو پلان پیل شو. د یادوني ده، چې د اخواني اداره په ۱۹۷۳ کې د آی ایس آی په مرسته جوړ ه شوه.