حکومت تر تاریخي بار لاندې/ دویمه برخه

خان ولي خان بشرمل

معاصر تاریخ ته په داخلیدو د روسیه د انقلاب مشر لینن  د امیر امان الله خان د اصلاحاتو او کړنو په اړه یو لیک لیکی او مشر امیر امان الله خان ته یې را لیږی:

د افغانانو د خپلواکې خوځښت چې څنګه پیل شو، نو د روسیي زیارکښانو او د بزګرانو حکومت سم دلاسه د افغانانو دا نوې نظام ومنل.په منظمه توګه یې اعلان تر سره کړ، چې دوی دافغانستان بشپړه واکمنې تسلیموي. مونږ افغانستان ته خپل سفیر لیږوو، تر څو د روس او افغانستان تر منځ د وروروالي فضا رامنځته شي. مونږ دا هم منو، چې موجوده افغانستان د نړۍ تر ټولو لومړۍ خپلواکه هېواد دي، او هیله لرو چې زیار به وباسی، تر څو وکولای شي، چې د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه را سره یو کړي او د خپلواکې پر لاره یې سم کړي. د روسیه د زیارکښانو او بزګرانو حکومت په افغانستان کې خپل سفیر ته دا واک ورکوی، چې دي تجارتي او نورو انسپاله پریکړو په خاطر د افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي. د دې پریکړو هدف د دواړو ګاوڼدي هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې همداسې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ وروروالي رامنځته کول دي.

د لیک موندلو نیټه: له پراورا څخه، ګڼه ۱۰۰، ۱۹۲۸ء ماسکو.

له دې مالومیږي، چې امیرامان الله خان د یو روڼ انده شخصیت ترڅنګ د بیلابیلو نظریاتو لرونکو هېوادونو سره هم د وروروالي او د نړیوالو اړیکو په چارچوب کې سم د اړیکو نقش او ارزښت درک کولای شول. خو نن په شته غونډال کې د امریکا او ای ایس ای شاګردان له دوی سره په اړیکو او د اړیکو په وړاندي د افغانستان د ګټو په خوندې کولو نه پوهیږي، دا چې یو څوک د دې ډول دودي رقیبانو په بدل کې کمین نیسی او له فهم او پوهي څخه کار اخلی نو بیا دا ډول سړی د پردیو استخباراتو سره په اړیکو تورنیږي. خبره د امیرامان الله خان کیده، نوموړی د ډېرو چټکو اصلاحاتو په مرسته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ اوتعصب له منځه یوړل. د تجارت په برخه کې یې د اسیا او اروپا ترمنځ تجارت ته په لویه کچه وده ورکړه. له هند څخه یې  خپل هېواد ته علمي، فلسفي او ساینسي کتابونه وارد کړل. د هلکانو او انجونو د ګډ تعلیمي چاپیریال په رامنځته کولو کې یې هلې ځلې وکړي.. همداسې د فساد، قاچاق، ټګ ملایانو پر ضد مبارزه او د افغانستان پر هوايي ځواک باندې يې ډېر زیات کار وکړ. دي جدې اصلاحاتو په وروستې پړاو کې چټکو سیمه ایزو او نړیوال سیاست، اقتصاد او ټولنیزو خویونو ته بدلون ورکړ.

په  هېواد کې نوموړی په لومړۍ ځل د افغانستان ملي بانک ډبره کیښوده. همدا ډول بانکي سیسټم، ګمرک، صنعت، کرنسي او بودیجه یې رامعرفي کړه. خو ګوډ ملا د خپلو خرافاتو د تندې او غلط ذهنیت په درلودلو سره له منځه یوړل. بیخې همداسې لکه نن هم د دی نظام په منځ کې ځينې تورې کړۍ د د موجوده حکومت د اصلاحاتو، پرمختګونو او بریالي مدیریت مخنیوي کوي.

سردار داود خان چې په ۱۹۵۹ کې یې د خپل واکمني په جریان کې د هېواد د خپلواکي څورلسمه کلیزه لمانځله نو دی او چارواکي یې د خپلو میرمنو سره په جلسو کې ګډون درلود. دي جلسو د ملایانو پر ذهنیتونو منفې اغیز وکړ او ملایانو د قرآني آیتونو په کارولو داود خان په غیر شریعي چارو تورن کړ. داود خان دوی ته د قناعت ورکولو زیار وباسه خو دوی قناعت ونکړ. داود خان اړ شو، چې دوی د یوې اونۍ لپاره زندان ته واچوي. سردار داود خان د میرمنو د حقوقو په اړه ډېر جدي و. نوموړی د عامه وګړو د حقوقو ترڅنګ د دوی پر اقتصادي او ټولنیز ذهنیت او فکر کار کول اړین ګاڼه. خو د سردار داود خان د اقتصادي اصلاحاتو پر وړاندې هم ملایانو او ملکانو تر ډېره بریده مزاحمت کاوه. دوی د میلادي کال ۱۹۵۹ په ډسمبر کې په کندهار کې د سردار داود خان پر ضد لاریون  وکړ تر څو د داود خان د اصلاحاتو مخنیوی وکړي.

د داود خان په وخت کې د نوموړی بهرني پالیسي د نوموړی ورور محمد نعیم له لورې پر مخ وړل کیده. د داود خان بهرني پالیسي دا وه، چې د روسیې او امریکا ترمنځ واوسیږي، همدا علت دی، چې له روسیه څخه یې په لومړۍ سر کې ۳.۵ ملیونه امریکايي ډالره پور، بیا ۱۰۰ امریکايي ډالره پور او وروسته په نظامي برخو کې د بګرام، شنډنډ او مزار شریف هوايي مرکزنو د جوړوني لپاره له روسیه او د روسیه له نږدوي ملګرو څخه ۲۵ ملیونه امریکايي ډالره مرستې واخیستي. همداسې په هلمند او هرات کې یې په لویه کچه اصلاحات راوستل او ملي اداري ته یې په لویه کچه کار وکړ. خو برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار چې وروسته پسې احمد شاه مسعود هم لاړ، د پاکستان په مرکز لاهور کې د دارلفکر په نوم د آی ایس آی په مرسته یوه اداره جوړه کړه او له دې ځای څخه د افغانستان د ورانولو پلان پیل شو. د یادوني ده، چې د اخواني اداره په ۱۹۷۳ کې د آی ایس آی په مرسته جوړ ه شوه.

همداسې د خلقیانو چټک اصلاحاتو هم د ملایانو د دسیسو ښکار شول.  خلقیانو په ډېر کم وخت کې هغه څه وکړل چې په رښتیا هم  یوه انقلابي حکومت ته پکار وو. دوی په چټکي سره د هېواد په بیلابیلو برخو کې اصلاحات رامنځته کړل. د بیلګې په توګه ،خلقیانو په  خپل اساسي قانون کې د  اووم فرمان له مخې د میلادي۱۹۷۸ کال داکټوبر په ۷   نیټې لاندنې اصلاحات رامنځته کړل:

د ښځو او  نارینوو حقوق یې سره برابر او مساوت یې مراعت کړل . د خاوند او ښځي تر منځ د پلارواکي نظام ريښې یې وریبلي او میرمن ته یې خپل مقام ورکړ په ښار کې د میرمنو په بې حرمتی او تنګولو باندې سخت بندیز او سزا ولګیده میرمنو ته د سړیو تر څنګ د کار اجازه ورکړای شوه میرمنو د امیدوارۍ په جریان کې ۹۰ ورځې د معاش سره او ۲۷۰ ورځې پرته له معاشه رخصتي اخیستلي شوه په ۱۹۷۸ کې د میرمنو د بې سوادي کچه ۹۸٪ سلمه وه، تر ۱۹۸۴ پورې د یو پلان له مخې د دوی د بې سوادي راټیتولو په موخه د دوی د سواد کچه ۸۵ سلمه وټاکل شوه، خلقي حکومت تکل وکړ، چې تر ۱۹۸۴ پورې باید ۸۵ سلمه میرمني باسواده شي. چې خپل دفتري لیک او لوست وکولای شي.

د شپږم او اتم فرمان له مخې اصلاحات :

د خلقیانو په اړه هغه ادعاوی  چې کیږی، لکه په زوره ځمکه اخیستل او خانانو ته سپکاوي، دا د پراپاګند یوه برخه ده. زکه چې خانانو ته څو څو ځله د خپلو ظلمونو څخه د راګرځیدو لارښوونه شوې وه، خو دوی به د حکومت د لارښوونې په پام کې نه نیولي، بلکې دوی به بزګران تر خپلو قرضو لاندې کول بیا به یې وروسته ترې دروند سود اخیست، د یاودنې ده، چې دا کارونه په شمال کې ډېره کیده زکه چې هلته کرنیزه ځمکه ډېره وه.

بل لورې ته حکومت په لومړی ګام کې خانانو ته له شپیته زره مربع مټر څخه  تر شپږ لاکه مربع مټر پورې ځمکې لرلو اجازه ورکړه. خو بیا هم خانانو لا زیات استحصال او زور  او غصب  ته لاره اواروله. خلقیانو په چټکو اصلاحاتو باور درلود، همدا علت و، چې د هېواد اوضاع ته په کتو سره په خپلو دا دوه فرمانونو کې یې لاندنې اصلاحاتو ته لاره اواره کړه:

بزګرانو ته امر وشو چې خانانو ته قرضي ورنکړئ له دوی څخه ۳۳۳۲ مربع کیلو مټره ځمکه واخیستل شوه او پر ۱۳۲۰۰۰ کورنیو یې وویشله. د دې کورنیو شمېر وروسته ۳۰۰۰۰۰ ته ورسیده. د دې فرمانونو له مخې پنځه کلن پلانونه جوړول، چې د دې له مخې ۱۳ لاکه کورنیو ته تر ۱۹۸۴ کال پورې د ځمکو ویش، کور او نور د ژوند وسایلو برابرولو پلانونه جوړ شول. د لږ کرنې وړ ځمکې له کمو وګړیو اخیستل او پر ډېرو وګړیو ویشل د ځمکو د کرنې لپاره له عصري وسایلو کار اخیستل له ظالمانو غصیبانو څخه ځمکې اخیستل او مظلومانو ته سپارل د کرچ دود ختمول او کرنیز نظام په معاصر کرنیز نظام اړول – یانی خلکو ته وړیا ماشینونه ورکول تر څو خلکو ته روزګار مساعد شی او د وطن په تولیداتو کې پریمانه برخه واخلی د هېواد ۴۰ سلمه تولیدات خپله خلقي حکومت تولیدول، د یادونې ده، چې د سردار داود خان په دور کې زمونږ ۸۰ تولیدات د امریکا او روسیه په مرسته ولاړ وو هر کال مو له روسیه څخه د ۳۰۰ ملیونو امریکايي ډالرو وسلي له خپلې بودیجي څخه اخیستي ، چې اوس یې خیرات اخلو د کونړ، غلام خان او انګور اډي په څیر جنګونه به یې د خپلو الوتکو او پیلوټانو په مرسته له منځه وړل

نور بیا – – –  –

یادګېرنه: د دې لیکنې په دوام سره به په مستقیم ډول پر سرلیک لیکنه کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button