د پښتو ورځې په وياړ

 

 

اوس ستاسو د عمل وخت راغلو، ولسي مشر او د لېوال ملي پوهې پروګرام بنسټګر او نوښتګر ښاغلى نور رحمان لېوال صيب په ډېر زيار، نوښت او خورا څېړنو دپښتو ليک لوست زدهکړو د اسانه کولو لپاره داسې درسي کتابونه او ورسره اړوند درسي ويډيويي مواد هېوادوالو ته تيار کړل، چې هرڅوک کولاى شي، په هرځاى کې، هر وخت او په هر عمر کې ليک لوست زدهکړي ترڅو ورته د علم او پوهې ورونه پرانستل شي. لېوال صيب ليک لوست ستاسو هره يوه کور ته در رسول غواړي، اوس ستاسو د عمل وخت دى ځانونه د پوهنې اتلان کړئ خپلو سيمو کليو او بانډو ته دغه درسي مواد ور ورسوئ ترڅو له پوهنې بې برخې پاتې واړه او زاړه ماشومان، نرينه او ښځينه د ټولو ليکلوست علم او پوهې ته مخه شي. د يادونې وړ ده چې دا پرمختللي درسي مواد له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې ښوونځي کې دي، د مرستندويه درسي موادو په څېر.

په همدې تړاو لېوال د لېرې ښوونځى په نړۍ او د هېواد په هر ولايت، ولسوالۍ او کلي کې د ښوونځي لپاره استازي غواړي چې کتابونه او ښوونيز مواد به رسوي

ښوونځي، ښوونکي، لوستي هټيوال او هر لوستى هېوادوال کولاى شي د لېوال د لېرې ښوونځي استازى شي. اړيکه ده  0093 777727486

د برېښنايي کتابونو او ښوونيزو موادو د ترلاسي لپاره، له هېواده بهر مينوال او انټرنټ لرونکيwww.liwal.com وګورئ.

د ټيکنالوژۍ په مرسته، زدهکړه له ښوونځي او ښوونکي پرته هر وخت ، هر کور او هر ځاى ته رسول د لېوال د لېرې ښوونځي موخه ده.

د همکارۍ لپاره خپله غوښتنه پر کامېنټ کې پرېږدئ يا پر پورتنۍ شمېره اړيکه وکړئ.

په هر ځای کې له هر چا سره په پښتو ژبه خبرې وکړئ.
په خپله ژبه زدکړه او تعلیم وکړئ.
ماشومان مو یوازې په پښتو ښوونځیو کې شامل کړئ.
په هر ځای کې چې کار کوئ یوازې پښتو لیکئ.
خپل ټول رسمي او غیر رسمي مکتوبونه یوازې په بښتو لیکئ.
په هرځای کې چې یاستۍ تل پښتانه زدکړې ته هڅوئ.
له بېوزلو او خوارو پښتنو سره تل مرسته کوئ او د هغوی لاسنیوی کوئ.
که وس مو رسیږي نو د پښتنو په سیمو کې د پښتو زدکړې کورسونه جوړ کړئ.
د هغو توکمونو ترمنځ چې شخړې او ځانځاني شتون لري نو تاسو کوښښ وکړئ چې دا ستونزې هوارې کړئ
تل په پښتو او پښتونولۍ وویاړئ او د پښتو ورځ ولمانځئ.

پښتو به وایو 
پښتو به لیکو
پښتو به ستایو

هر پښتون باید پښتو ورځ تر خپل وس او توان پورې ولمانځئ

پښتو ورځ:  سږګال د غبرګولې اتمه۸ د مې۲۹ د جمعې له ورځې سره سمون خوري 
دا ورځ له هېره مه باسئ.

پښتو د بیټ نیکه ژبه وه، پښتو د امیر کروړ ژبه وه، پښتو د زرغونې انا ژبه وه، پښتو د میرویس نیکه ژبه وه، پښتو د احمد شاه بابا ژبه وه… 
دا ژبه کندې ته مه اچوئ، دې ښکلې او نازولې ژبې ته شا مه اړوئ، مه پریږئ چې دا ژبه له منځه لاړه شي، هیچاته دا پرېښه مه ورکوئ تر څو ستاسو په ژبه ملنډې ووهي، دې ښایښته ژبې ته کار وکړئ، بډایه یې کړئ، خبرې پرې وکړئ، دا ژبه وپالئ، خپلو بچیانو ته یې ورزده کړئ، اثار پرې ولیکئ، کتابونه ورته راوژباړئ، د ټکنالوژۍ ژبه یې وګرزوئ، له نورو ژبو سره یې سیاله کړئ، په دې ګلالۍ ژبې لیکنې ولیکئ، پښتو ژبې سره مینه پیدا کړئ، دا ژبه په خپلو ورځنیو چارو کې وکاروئ، خپل ټول راکړه ورکړه ، حشابدارۍ او شمېرنه یوازې په بښتو ژبه کوئ

– لېوال د لېرې ښوونځى

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button