په افغانستان کې د حاکم مذهبي افراطیت په وړاندې باید څه وشي؟

لیکوال: ډاکتر نوراحمد خالدی

پښتو ژباړه: عتیق ځاځئ

اوسنی حالت:

د نهو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د یو متمدن او متحد أفغانستان اوړترین آرمانونه هم د مطلق نا امیدي خواته ځي. طالبانو تر اوسه پورې نه کوم اساسي قانون وړاندې کړی او نه هم د خپل حکومت په چوکاټ کې کوم جزایي، کورنی، مدني، تجارتي او نور قوانین او نه دوی داسې ضروري قوانینو ته کوم ضرورت ویني. بس دوی ته قرآن او شریعت کافي بنل دی.

د طالبانو دداسې حکومت او حاکمیت لاندې به خلک د خپل سرنوشت د ټاکلو او د خپل هیواد د اداره کولو لپاره هیڅ کوم رول ونشي لرلای. ښځې بلکل له ټولنې څخه تجرید شوي دي او د ښځو او نارینه وو اختلاط منع شوی. جنسي اپارتاید عملاً په هیواد حاکم شوی. نجونې له ثانوي زده کړو څخه محرومې شوي دي، ددې کار په نتیجه کې به په څو راتلونکو کلونو کې به په ثانوي تعلیماتو سمبال او د لیسو څخه فارغې شوې نجونې هیڅ وجود ونلري چې عالي تحصیلاتو ته قدم واخلي. د شریعت سره په مطابقت کې او د شرعي سانسور سره به په هیواد کې ابتدایي تعلیم او عالي تحصیلات به له هرنګه ټولنیزو او طبیعي علومو او د ساینس د جوهر څخه خالي وي

همدارنګه د طالبانو په حکومت کې به اشخاصو، سازمانونو او احزابو ته به د هیڅ ډول سیاسي فعالیت اجازه ورنکړل شي.

په لنډه توګه هیواد به د یو مذهبي دیکتاتوري رژیم د حاکمیت لاندې د معاصر مدنیت او د ټولې نړۍ د غوښتنو په خلاف به اداره کیږي.

د پورتني ذکر شوو ناخوالو سره سره بیاهم دا لاندې واقعیتونه ښئي چې:

– طالبان بې له شکه چې په ټول هیواد باندې تسلط او حاکمیت لري.

– په اوسني شرایطو کې د طالبانو د حاکمیت پرزول ناممکن ښکاري.

– افغانان په هیڅ صورت نور د جنګ، د وینو تویولو او نورو قربانیو تحمل نلري.

– هغه کسان چې په استانبول کی د کاذب مقاومت ادعاوې کوي، هغوی په هیڅ صورت د طالبانو په ځای یو ښه بدیل نشي کیدلی.

ولې د تُرکیې د مقاومت په نوم ډله د طالبانو بدیل نشي کیدلی؟

ځکه چې:

د نومول شوي مقاومت ډله له هغو کسانو څخه جوړه شوې ده (که پښتون دی، که تاجک، که هزاره، که تُرکتباره او نور) چې کله دوی په لومړی ځل اقتدار ته راغلل، دوی أفغانستان په یو بې قانونه، هرج او مرج، خپل سري، توپک سالاري او په یو کنډواله هیواد بدل کړ. په دوهم ځل اقتدار کې یې د دولتي قدرت د لرلو سره سره، بیا هم د هماغه دولتي قدرت او امتیاز څخه په استفاده یې له دننه څخه یې د دولت په ضعیفه کولو پیل وکړ. دې ډلې د خلکو ملي احساس وواژه، ملي سمبولونه یې مات کړل، تجزیه طلبي یې په ځینو خلکو کې رواج کړه او د دولت صلاحیت یې د هیواد په مختلفو برخو کې، په اُردو کې او له هیواده بهر ضعیفه کړ. د دیموکراسی بنسټونه یې تخریب، بدنامه او د ناکامی سره مخامخ کړل. په نه منل کیدونکي کچه یې په ملي عوایدو، بهرني مرستو، طبیعي منابعو او دولتي قراردادونو چور ګډ کړ. د شخصي او دولتي مځکو د غصب سره یې اقتصادي سکتور انحصار کړ او په نتیجه کې یې له هر یوه څخه د روانې پیړۍ یو قارون جوړ شو. ددوی لپاره غیر له شخصي، فامیلي، قامي، سمتي او ژبني منافعو څخه نور هیڅ شي اهمیت ندرلود. دوی د ملي منافعو په نوم نه څه پیژندل او نه یې اهمیت ورته درلود. د دولت د سقوط یو ډیر مهم او اصلي علت د خلکو نفرت د همدې مفسدو ډلو څخه وو، چې نن دوی د “مقاومت” په نوم بیا د خپلو ملي ضد امتیازاتو د بیا را ژوندي کولو په تلاش کې دي.

د طالبانو د حاکمیت ځانګړیتوب:

الف- مثبت اړخونه:

د پردیو لخوا د هیواد د اشغال پای، د جنګ او وینو تویولو پای، د امنیت راتلل، د قاچاقو او مخدره موادو منع، د فساد له منځه تلل، د مختلفو ملیشو ډلو له منځه وړل او د غیرقانوني وسلو ټولول، د قدرت مختلفو جزیرو له منځه وړل، د دولتي او شخصي خمکو د غصب مخنیوی او د غصب شوو مځکو بیرته ترلاسه کول، د جنګسالارانو لخوا د ملي او طبیعي منابعو د غیرقانوني استخراج، د ځنکلونو د محصولاتو، د معدني موادو، د اسعارو او نورو محصولاتو د غیرقانوني قاچاق مخنیوی، د یو متوازن خارجي سیاست له لارې د ټولو هیوادونو سره د دوستی مناسبات.

ب- منفی اړخونه:

په پاکستان تړلي، د تحجر ذهنیت او فکر، بنیادګرایي او تعصب، استبدادي حکومت کول، په ټولنه کې د ښځو په مساوي حقونو او په دولت کې د خلکو په برخه آخیستلو باور نلرل، د تشدد څخه کار آخیستل، په ټولنه کې د ښځو د برخه آخیستلو سره مخالفت او ضدیت، په حکومتداری کې د مدني قوانینو په موجودیت باندې نه باور، د مدني قوانینو نه موجودیت د ښاریانو او اولس د قانوني آزادیو نفي کول، د بل چا مشورې ته غوږ نه نیول…

داسې ښکاري چې، هغسې چې فکر کیده طالبان یو موټی او متحده ډله نده، بلکه ددوی په منځ کې د نظر اختلاف او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره رقابتونه موجود دي، چې کیدای شي دا اختلافات په دوو برخو وویشو:

– یوه برخه یې ډیر متعصبه، بنیادګره او د متحجر فکر خاوندان دي.

– دوهمه برخه یې د پورتني برخې په نسبت معتدله، منځلاري او نرم کسان دي.

همدارنګه مونږ یې وینو چې طالبان تراوسه حتی د ملګرو ملتونو، د مرسته کونکو هیوادونو، د اسلامي هیوادونو، د مکې او مدینې حاکمانو، همسایه هیوادونو، د کورني او بهرني اسلامي علماوو او ډیرو نورو نړیوالو شخصیتونو فشارونو ته هیڅ کوم ارزښت ندی ورکړی.

څه باید وشي؟

د پورتنیو لنډو ټکو په نظر کې نیولو سره، هغه مهمه پوښتنه چې پدې بحث کې رامنځ ته کیږي هماغه أساسي پوښتنه داده چې د روانو واقعیتونو سره په مخامخ کیدو کې څه باید وشي؟

دا په مهاجرت کې پراته د أفغان پیژندل شوو شخصتونو ملي وظیفه ده چې افغان روشنفکران (دیاسپورا) د یو سنجول شوي او ارزښتمند ملي او سیاسي پلان په چوکاټ کې چې د هیواد لپاره ګټور وي راټول او رهبري کړي.

په موجوده شرایطو کې اساسي مشکل د ممکنه اهدافو ټاکل دي:

پدې معنی چې آیا د طالبانو سقوط، ددوی بدلول او یا ددوی سره همکاري؟ کوم یو وغوښتل شي؟

او داچې د پورتني هدف یا د اهدافو د مجموعې د پلې کولو لپاره زمونږ توان څومره دی؟

د طالبانو قدرت پر دوو مظبوطو ستنو ولاړ دي:

لومړی- د جنګ پای،

دوهم- د ملوک الطوایفي، د قدرت جزیرې او د أفغانستان د تجزیې خطر له منځه وړل شوی دی.

د همدې روانو حالاتو او حقایقو په نظرکې نیولو سره، اوس د افغان روشنفکرانو د ټولنې أساسي وظایف په موجوده شرایطو کې کوم دي؟

لومړی- په ملي ارزښتونو ولاړ د یو ملي فکرد پلټفورم مسودې ترتیبول چې ټولو خواوو ته د منلو وي، د ممکنه اهدافو ټاکل او ټاکل شووا هدافو ته د رسیدلو لارې.

دوهم- د مختلفو اقوامو، ژبو او مذاهبو د روشنفکرانو د یوې مشترکې جبهې جوړول چې پورتنی مسوده او فکر تصویب او نهایي کړي.

دریم- د روشنفکرانو د پورتنی جبهې د جوړولو په مقصد د تشکیلاتي پلان د عملي کار پیل.

څلورم- په ملي او نړیوال سطحه د همدې تشکیل شوې جبهې د صلاحیت او مسئولیت لوړول چې دوی به د افغانستان د خلکو په استازیتوب د حاکم افرطیت په مقابل کې ویندوی وي.

مهمه داده چې دا د روشنفکرانو جبهه باید له ټولو اقوامو او اقشارو څخه تشکیل شوی وي او د افغانانو استازیتوب وکړای شي، ځکه نو د مذهبي افراطیت د مخالفینوجلب او جذب یو ډیر مهم اصل دی چې حیاتي اهمیت لري.

په ملي ارزښتونو ولاړ د یو ملي او سیاسي فکر د تدوین او د روشنفکرانو د جبهې د تشکیل لپاره زمونږ اساسي اصول دادي:

– په افغانستان کې د سیاسي ثبات ساتل.

– د اسلام دین.

– د قانون حاکمیت.

– د ژوند په هره برخه کې باید د افغانستان د خلکو غوښتنو او ضرورتونو ته په معاصرو معیارونو ځوابګوی اوسو.

– د افغانستان ملي منافع.

له څه مودې راهیسې یو تعداد پیژندل شوي، د سیاست او کلتور په علم پوه روشنفکره وطنوال د مهاجرت په دنیا کې دداسې روشنفکرې جبهې د طرحې د رهبری خطر پرځان آخیستی او د یو “ملي بحث” تر عنوان لاندې پداسې طرح باندې کار کوي چې د مذهبي افراطیت د ټولو مخالفینو د منلو وړ وګرځي. لطفاً ددې ملي کار او تلاش پرمختګ چې د وطن د راډیو او تلویزیون لخوا له جرمني څخه خپریږي تعقیب کړئ.

د پورتنی طرحې په هکله لطفاً خپل نظریات او کامنتونه مونږ ته ولیکئ او که غوښتي مو وي کولای شی چې زما سره مستقیماً د مسینجر له لارې په تماس کې شئ. او یا کولای شی ما سره په لاندې ایمیل باندې اړیکه ونیسئ.

Email: noor.khalidi@gmail.com

دوکتور نور احمد خالدي

د مې میاشت ۲۳مه، کال ۲۰۲۲

نور ښکاره کړئ
Back to top button