د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي نوم یې Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي.

سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او دمني په لومړیو کې پخیږي . په افغانستان کې دلوګر،پکتیا ، خوست او میدان او شمالي سیمې سنځلې مشهورې او ډیرې خوږې دي . دسنځلوګلان خوشبویه وي او دګلانو نه یې عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال د ساتلو او ښكلا لپاره كرل كيږي.

دسنځلې میوه سوررنګ لري او A او B او K ویټامیینونه هم لري . د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ،گلوكوز او فركتوز اود اووو ډوله اشباع شوو او غير اشباع شوو غوړیو درلودونكي ده. د سنځلي هسته ۱۷ ډوله امينو اسيدونه لري او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په ولسي طب كي دا ميوه د قبض ،د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره اغیزمنه ده. ددي وني نه د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي ( استفراق )د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼله كيږي. سنځلې د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونواو مفا صلو د درد دمخنیوي او همدارنگه د ويښتانو دودې لپاره گټوره ده. په اسپانيا كي د سنځلو د گلانو له شيري نه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي هم گټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي کوي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د ځیګر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي کبله د هډوكي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونكي ده او همدارنگه د شكرې(قند) د ناروغۍ لپاره هم ډيره گټوره ده.

لطيف ياد

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button