رمضان د ښیګڼو او برکتونو میاشت

رمضان المبارک مياشت د بخښنې ، رحمت او له جهنم څخه د خلاصون مياشت ده. دا مياشت د شيطانانو د تړلو، د دوږخ د دروازو د تړلو او د جنت د دروازو د ازادولو مياشت ده، د ا مياشت د الله تعالی د سوغاتونو، احساناتو او ورکړو مياشت ده. دا مياشت د طاعت ، عبادت او د الله جل جلاله د بندګۍ مياشت ده ، دا مياشت د خوشحالۍ، نیکبختۍ او سعادت مياشت ده. نو ددې میاشتې عبادت له دغو ټولو ښیګڼو څخه ډک دی او هر هغه څوک چې په دې کې روژې ونیسي او د شپې عبادت وکړي، نو هغوی په رښتیا هم ډیره ګټه وکړه.
لومړی د قرآن کریم یو څو آیتونه له ژباړې او تفسیر سره ستاسو مخکې ذکر کوم تر څو د روژې فرضیت، فضیلت او حکم معلوم شي بیا به د روژې په هکله نور بحث او تشریح ته ورشو.
قرآن کریم فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183).
اى مؤمنانو ! پر تاسې روژې فرض كړاى شوي ، لكه چې له تاسې نه د مخكښې پېغمبرانو پر پيروانو فرض كړاى شوې وې ، ددې لپاره چې په تاسې كښې د پرهيز ګارۍ صفت پيدا شي.
تفسیر کابلی داسې لیکي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ)).
دا حکم د روژې په نسبت دى، چې داسلام په ارکانو کې داخله ده، او د نفس په بندګانو او هوا او هوس خوښوونکو باندې دهغې نيول خورا سخت او ګران دي، نو ځکه يې د تاکيد او اهتمام په الفاظو سره بيان وفرمايه، دا حکم د حضرت آدم (عليه السلام) له زمانې ځنې تراوسه پورې جاري دى، که څه هم د ورځو د تعين په نسبت يې څه لږ ډېر اختلاف موجود و، په پخوانيو مذکوره وو اصولو کې هغه د صبر او تحمل حکم چې شوى و هغه د روژې يو لوى رکن دى، د رسول اکرم (ص) په حديث کې روژه د صبر نيمايي فرمايلى شوې ده.
((لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183)). تفسیر: يعنې روژه مسلمان د نفسي غوښتنو په پرېښودلو سره عادي کوي او په دې وسيلې سره کولى شي چې خپل نفس له هغو نفساني غوښتنو او شرعي محرماتو څخه وساتي چې نفس ته ډېر عزيز او ګران وي، روژه د انسانانو په نفسو کې د شهواني قواوو په ضعيفولو کې ډېر ښه اثر کوي، او په انسانانو کې د تقوى او پرهېزګارۍ روحيه تقويه کوي، په روژه کې لوى حکمت د سرکښ نفس اصلاح او د شریعت د هغو احکامو اساني او سهولت دى چې د هغو کول پر نفس باندې ګران او درانه وي، ترڅو چې روژتي متقي شي.
تنبيه: پر يهودانو اونصرانيانو باندې هم د رمضان روژه فرض شوې وه، مګر هغوى په خپله خوښه او رايه سره په هغې کې تغيير او تبديل وکړ، نوپه ( لعلکم تتقون ) کې په هغوى باندې تعريض دى نو معنا يې داده : ( اى مسلمانانو! تاسې له نافرمانۍ څخه ځانونه وساتئ ) يعنې لکه يهودان او نصرانيان په دې حکم کې خلل مه اچوئ.
دارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي: أَيَّاماً مَعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنْكُم مَرِيضاً أَوْ عَلَى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْراً فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِن كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (184)
د څو ټاكلېو ورځو روژې دي كه له تاسې نه څوك ناروغ وي ، يا پرديس وي نو په نورو ورځو كښې دى هماغومره شمېر پوره كړي او كه كوم خلك چې د روژې نيولو وسه لري ( او ويې نه نيسي ) نو هغه دې فديه وركړي د يوې روژې فديه يو مسكين ته خواړه وركول دي او څوك چې په خپله مينه څه زياته نيكي وكړي ؛ نو دا د هغه له پاره غوره ده ؛خو كه تاسې پوهېږئ، نو ستاسې له پاره ښه همدا ده چې روژه ونيسئ
تفسیر کابلی داسې لیکي: ((أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ)). تفسير: يعنې څو شمېرلې ورځې چې زياتې نه وي روژه ونيسئ! او له دې ورځو څخه د رمضان المبارک مياشت مراد ده، لکه چې په وروستي آيت کې راځي.
فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. تفسير : بياپه دې لږه موده کې يې هم دومره سهولت او اساني فرمايلي ده چې که څوک داسې ناروغ وي چې روژه نيول ورته تکليف پېښوي، يا مسافر وي؛ نو واک او اختيار لري چې روژه ونه نيسي، بيا دې د هغو ورځو قضايي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button