تل هیله من اوسئ

هیله اوامید د انسانی ژوند ترټولو لوی نعمت دی په هغو ټولنو اوافرادو کی چې هیله نشته نو ژوند یی له ستونزو،ناخوالو او بدمرغیو ډک وی.

پنڅه ویشت کاله پخواکله مې چې زده کړه کوله زموږیواستا‌ذ غلام نبی خان نومیده، دکندهارله ولایت څخه ؤداسې کیسه یی کوله: څوکاله مخکې موږته دامریکې دیوې موسسې له خوا یو سوال راکړل شو اوپه هغه کې غوښتل شوی وو، چې تاسوووایی چې ولی دامریکې ډیری هغه خلک په تیره بیا ځوانان چې دژوند ټول امکانات لکه پیسې،ښکلی کور، موټر، دخوښۍ اوساعتیرۍ وسایل اونورلری خوبیاهم ځان وژنې کوی؟

غلام نبی خان ویل چې ماولیکل چې په امریکه کې د داډول خلکو ټولې دنیایی هیلې بشپړی شی اونور نو دڅه شی هیله نه لری اوهغه ده چې خپل ژوند ته دپای ټکی ږدی. د دې ستونزې دعلاج لپاره مو ورته وړاندیز وکړ چې دامریکې داډول خلک دې داسلام دین قبول کړی اوخپل ژوند دې ترپایه په هیله مندی کې تیرکړی اود آخرت ، جنت اود خدای د رضا د لاسته راوړلولپاره دې زیاراوباسی. نوموړی استاذ ویل چی زما دغه ځواب دوی ته دقناعت وړشو.

کیدای شی امریکایانو به ځکه داپوښتنه له افغانو محصلینو کړی وی چی د افغانستان شرایط، د ژوند چاپیریال د امریکې په پرتله ډیر ستونزمن ؤ نو دوی ته داپوښتنه راولاړه شوی وه چې په دې بې وزلې هیوادکې ولې دومره ځان وژنې نشته لکه د امریکې غوندې د اقتصاد له اړخه په پرمختللی هیوادکې چې شته.( د سروی ګانو له مخی ډیرې ځان وژنې د نوروهیوادونو په پرتله په امریکا کې کیږی.) په پای کې دوی په دی یقین موندلی ؤ چې په ریښتیاهم داسلام دین دی چې د ځان وژنو مخنیوی کوی، ځکه د دې ترڅنګ چې په دې دین کې د ژوند ترپایه هیله مندی شته اومسلمان د خدای د رحمت څخه له ناهیلی څخه منع شوی بل دادی چې ځان وژنه په دې دین کې حرامه ده اوعامل ته یی دکلکې سزاوعده شوې. نوځکه ځان وژنې په اسلامی هیوادونو کې نشته یا بیخی لږ دی ، لکه دایدز ناروغی چې له نیکه مرغه په اسلامی ټولنو کې د نامسلمانو ټولنو په پرتله په نشت حساب دی. اود ایدیز دوژونکې ناروغی درمل هم ډیرومسلمانو اونامسلمانو پوهانو اوڅیړونکو داسلام دین ګڼلی دی.

قران فرمایی:[د خدای له رحمت څخه مه ناهیلې کیږی….](زمرـ ۵۳)

[دخدای له رحمت نه مه مایوسه کیږی، چې یواځې کافران دخدای له رحمت نه ناهیلی کیږی.](یوسف ـ ۸۷)

[ پرته له ګمراهانو څوک دخدای له رحمته نه مایوسه کیږی.]( حجر – ۵۶)

ناهیلی په اسلام کې منع ده ترهغو چې مسلمان یو پرخدای باورلرو نو هیله به ورسره وی. له هیلو پرته ژوند هم ناممکن ښکاری، په تیره بیا مسلمان خو ډیرهیله من وی. یو ه خبر په یاد ولری دګناه دبخښنې په اړوند له خدایه ستاسو هیله به دې برید ته نه رسیږی چی تاسو دفساد اوګناه لوری ته ولاړشی اوهرګناه چی کوی بیادې هم په دې تمه اوسی چی خدای بخښونکی دی اوپه خپلو ګناهونو ټنیګاروکړی . داهم سمه ده چی څومره ګناه وکړو خو دخدای له رحمت نه باید ناهیلې نه شو کیدای شی موږ وبښی خو ددین عالمان وایی چی مسلمان باید دخوف اورجا په مینځ کې کړنې وکړی اوژوند ترسره کړی په دې ماناچې نه دومره رجا پرې غلبه وکړی چې هرڅه ګناوی چې کوی هغه دې کوی اونه دې دومره په ویره کې وی چې دخدای له دره ناهیلی شی . بلکی دډاراوهیلې په مینځ کې باید کړنه وکړی.

کله چې انسان ته ډیرغم پیښ شی یا ستره اندیښنه ولری اویا له نه جبیره کیدونکی تاوان سره مخ شی نو په دی حالت کې هیله مندی ترټولو ښه وسیله ده چی انسان له غمه راکاږی ، هرانسان باید ژوند په هیله تیرکړی که څومره په سترافت اخته وی خو بیاهم هیله مندی ترناهیلی ډیره غوره ده ، ځکه ناهیلی به هغه تاوان اوغم نورهم څوبرابره اوچت کړی اوانسان به داسی هوډ ته وهڅوی چی بیابه پښیمانی کومه ګټه ورته نه لری. اوترټولوښه لارهرانسان ته بیاه هغه مذهبی هیله مندی ده اوله خدای څخه هیله مندی ده چی ډیری ستونزی یی هرانسان ته په پای کی آسانه کړی. تاسو دپیغبر (ص) ژوند ته نظر وکړی څومره ستونزی پری راغلی دمکی مشرکینو داسلام په لومړنیو وختو کې په مسلمانانو څه وچې ونه کړل، دثورغارپیښه به ټولوته څرګنده وی، دیاسر اوسمیه اوبلال کیسې خو ډیرو لوستی اواوریدلی، د احد، خندق اونورو غزاګانو په هکله خو مسلمانان معلومات لری یواځنی رازچی په پای کې مسلمانان بریالی شول اونړی داسلام به سپیڅلی دین روښانه کړه هغه هیله مندی اودستونزوپه وړاندې مقاومت ؤ. دتیارو په وخت کې هیله ولری چې رڼا شته اودهغې په لوربه یووخت ورسیږی اوکه فکر وکړی چی بهررڼا نشته اوځای په ځای په تیارو کې ودریږی نو هیڅکله به هم رڼا ته ونه رسیږی.

(هیڅکله هم مه ناهیلی کیږی څکه هیله تاسو ته لکه الوتونکو ته د وزرونوم په شان ده. ناهیلیتوب دکبرپه لور لمړنۍ پل دی.) ویکتورهوګو

فارسی ژبی شاعروایی:

چرا شگفته نباشیم خداسبب سازاست دری که بسته بود صد در دیگر بازاست

(یواځې هیله مه لری یوڅه وکړی.)

که هیله نه وی نو ژوند هم نشته، هیله اوامید انسان دانسانیت لوړوپوړوته رسوی. ادیسن دبریښنا دڅراغ جوړوونکی لس زره ځله تجربه وازمویله اوناهیلی نه شو څو یی چې خپلې موخې ته عملی بڼه ورکړه. ګوډ تیمور په داسې حال کې چې سخت ټپی شوی ؤ اوکلکه ماته یی خوړلې وه خو بیاهم ناهیلی نه شو اوله یو میږی نه یی زده کړه وکړه چې څو ځلی وخوت اوراولوید خو په پای کې بریالۍ شو.ګوډ تیموردیو ستر فاتح په توګه تاریخ کې خپل نو م ثبت کړی دی. که موږ ټول خپل روان ژوند ته وګورو اودانسان ضعیف والی ته نظروکړو نو په سلو کې نوی اوان ډیر له خطری سره مخامخ یودبیلګې په ډول دموټرو له ټکر نه نیولې بیا تربیلابیلو ناروغیو، لویدلو جګړې طبیعی آفتونو،… پورې دانسان ژوند ته خطروی اودانسان دمړینې لامل کې په نظرراځی خو که انسا ن خپله هیله له لاسه ورکړی نو هرګړی باید دده په زړه کې ډار،اندیښنه ،دمړینې اوټپی کیدو وسوسه اونورې ناوړی پیښې نظرته راځې اودهغو خیال اوتصور به کوی اوخپل ژوند به دپیښو له کبله ځای په ځای دروی. خو بیاهم همدغه هیله اوایمان دی چې ورسره انسان ژوند ی وی اودخوښۍ څخه برخمن وی. بل داچې ایمان اوعقیده انسا ن دې ته راکاږی څو چې هیله من واوسی. ځکه څه ډول چې انسان الله (ج) پیداکړی نو ده ته یی دژوند حق ورکړی نو باید ژوند وکړو اوهیله من واوسو چې هرڅه به ښه وی. دافغانستان اوسنی شراېط هم همداسې دی که څوک ناهیلیتوب وکړی اووایی چی ستونزې ډیری دی دښمن مو ډیر ځواکمن دی او… نو داهسې ناسم خیال اوتصوردی، ځکه ځواکمن یواځې خدای دی اوهغه به هرستونزه آسانه وی اوهر ستر دښمن به په خپل قدرت سره ماتوی ، دا یوزاې زموږ آزموینه ده ګوری چی په دی ستره آزموینه کی نابریالی راونه ووځی

محمد شفیق حقپال

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button