د پښتورګو له تیږې داسې ځان وساتئ!

روغتيا ویب پاڼه

آيا پوهېدئ چې له هرو لسو تنو یې یو د عمر په اوږدو کې د پښتورګو له کاڼي ځورېږي؟ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بډوډو (پښتورګو) د تیږې ناروغي مخ په زیاتېدو ده. شنونکي ځينې غیر علمي باورونه او رواجونه ددې ناروغۍ د ډېرښت اساسي علت بولي.
د پښتورګو ملي بنسټ (National Kidney Foundation) د بډوډو د ناروغیو له متخصص ډاکټر او د ويسکانسين پوهنتون له استاد آلن جارګو (Allan Jhagroo) سره په همدې اړه خبرې کړي دي. نوموړي خلک هڅولي، چې باید د خپل ژوند طرز بدل کړي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه پر هغو شپږو “۶” لارښوونو پوه شئ، کوم چې په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو په مخنيوي کې ګټور ثابتېږي.

۱ ـ په کافي اندازه اوبه وڅښئ!
د روغتياپالانو لومړنۍ توصیه دا ده، چې تاسو باید په کافي اندازه اوبه وڅښئ ترڅو په پښتورګو کې مو د تيږې د پيدا کېدو خطر په مناسبه اندازه را کم شي.
په داسې حال کې، چې سونا، سخت کار او ورزش د بدن د سلامتيا لپاره ګټور دي، مګر کېدای شي ستاسو په پښتورګو کې د تيږې د پيدا کېدو سبب شي. دا ځکه چې په بدن کې د ګرمۍ او یا هم د پورته عواملو له کبله اوبه کمېږي او د ادرارو د کمښت سبب کېږي. تاسو چې هر څومره ډېره خوله کوئ په هماغه اندازه هغه مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي په پښتورګو کې ځای پر ځای کېږي.
نو څه وکړو؟ اوبه وڅښئ! د اوبو په څښلو سره به تاسو ډېرې بولې وکړئ او په بډوډو کې شته مواد چې د تيږې د جوړېدو سبب کېږي دفع کوئ.
په ځانګړې توګه هغه وخت کې ډېرې اوبه وڅښئ، چې تاسو خولې کېږئ. تر څو د بدن اوبه مو پوره شي او له خطره وژغورل شئ.

۲ـ د اګزالات او کلسیم لرونکو خوړو خوړل
اُگزالات (Oxalate) په سلاد، مېوو، حبوباتو او ګڼو نورو توکو کې موجود دی. ممپلي، پالک، د چغندر ډولونه او الوګان د اګزالیټ ښه منابع دي. ددې خوړو په مناسبه اندازه خوړل کولای شي، د پښتورګو د تیږې د ډېر پيداکېدونکي ډول (اګزالات ـ کلسیم) باندې اخته وګړو ته ګټور ثابت شي.
څه وکړو؟ هغه خواړه او څښاک چې په کافي اندازه اګزالیټ او کلسیم لري وکاروئ. ددې کړنې له امله ددې دواړو مادو ترکیب په خېټه او کولمو کې ډېرېږي البته مخکې له دې چې بډوډو ته ورسي. نو پر همدې اساس په پښتورګو کې د تيږې پيدا کېدو ګواښ کمېږي.

۳ ـ کلسیم د پښتورګو دښمن نه دی
ددې مادې د نوم او ترکیب له امله ډېری خلک پر دې باور دي، چې په پښتورګو کې د تيږو پيدا کېدو اصلي لامل کلسیم دی. له همدې امله زیاتره خلک د هغو څیزونو خوړل پرېږی چې کلسیم لري. حتی ځینې روغتیاپالان هم خپلو ناروغانو ته ددې کړنې لارښوونه کوي. خبره برعکس ده. په بدن کې د کلسیم د کچې کمښت په پښتورګو کې د تيږو د پيدا کېدو یو عمده سبب دی.
څه وکړو!؟ د کلسیم پر ځای د هغو خوړو خوراک کم کړئ، چې سوديم لري. او په عين وخت کې د اګزاليټ او کلسیم لرونکو خوړو خوراک پيل کړئ.

۴ ـ له دوا سره ـ سره غذايي رژيم ته هم پام وکړئ!
که پوه شوئ، چې د پښتورګو تیږه لرئ، مه وېرېږئ! د ويرې پر ځای د لیمو يو ګيلاس شربت وڅښئ!
هو! د دوا ترڅنګ خپل غذايي رژيم ته هم ځانګړی پام وکړئ! که څه هم د ګولۍ په واسطه د درد ختمول به درته اسانه ښکاري خو دا مه هېروئ، چې د ژوند په سبک کې بدلون تر ګوليو او شربتونو څو چنده غوره دی.

۵ ـ پوه اوسئ چې د پښتورګو د تيږو منشأ یوه نه ده!
د پښتورګو د تيږې بل ډول اوریک اسید تيږې دي. د پروټين ډېره کارونه ددې سبب کېږي، چې په ډېره اندازه اسید توليد شي، چې په دې سره بډوډي اړ دي، تر څو ډېر اوریک اسید تصفيه کړي. ددې موادو ډېروالی د بولو د ph د کمښت سبب کېږي، چې د ادرارو د اسيدي کېدو په معنا ده. چې په دې سره محیط اسيدي کېږي او د اوريک اسيد تېږو د پيدا کېدو سبب کېږي.
څه وکړو؟ له هغو خوړو چې په ډېره اندازه پروټين لري ځان وساتئ. همدارنګه د خوږو څښاکو څښل هم کم کړئ. همدارنګه له الکولو څخه هم باید لرې اوسئ.

۶ ـ د هغو کاڼو په اړه مه بې غوره کېږئ، چې پر لاره دي!
د پښتورګو د تیږو دفع کېدل یو له دردناکو تجربو څخه دی. خو له بده مرغه، ځينې وګړي يې دویم ځل او یا هم څو ځلې تجربه کوي. دا ځکه چې دوی بیا هم بې غوري کوي. تاسو بايد ټولې هغه لارښوونې چې په دې لیکنه کې یې لولئ، عملي کړئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button