د نن ورځې د بریا راز

محمد الهام ساحل

1. لږ خوب وکړئ!
دا یو د غوره پانګوونو څخه ده، چی تاسو کړلې شئ خپل ځان ته ګټه ورسوئ.
ډېر خلک په مجموع کې لږ خوب کوي او دی لږ خوب سره صحتمن هم وي، په اوسط ډول د روغتیایي ګټو لرلو سره سم باید شپږ ساعته خوب وشي، او دا په یوه عادت بدل کړئ.
دی سره به تاسی د ډېر خوب مخه هم نیولی وي، خپلې روغتیا او د وخت په ارزښت به هم پوهیدلی یاست.

2. د ځام لپاره یو ساعت سهار کې وخت ورکړئ!
دی یو ساعت کې مو ورځنې محال ویشت چمتو کړئ، ځان پاک کړئ، ښه ناشته وکړئ او ځان د نن ورځې لپاره ډاډمن کړئ تر څو خپلو موخو ته په منظمه توګه رسیدګي وکړئ.

3. نن هغه کار وکړئ چی مهم دی!
تاسو ته به کارونه ډېر پراته وي، ممکنه ده ډېر کار به لرئ.
خو لومړیتوب هغه کار ته ورکړئ چی مهم وي، مهم یعنی؛ چی سبا نه تکراریږی همدا نن یی ورځ وي.
نو هغه کار نن وکړئ چی سبا ورته لاسرسی نه کیږی.

4. منفي نقاط له ذهنه وباسئ!
تاسو یوازی پر هغه څه تمرکز وکړئ چی مثبت وي.
منفي خواته فکر مکوئ (نشم کولی) ووایه کولی یی شم همدا اوس یی وخت دی، بل څوګ نشته چی زه کینم او هغه زما کارونه وکړي همدا زه یم چی باید خپل کارونه وکړم او خلاس یی کړم او لن هر ډول بهران ځان وباسم، ځان کی مثبته او د قوت ماده ژوندۍ ساته منفي خوا فکر مکوه.

5. کله چی درته زنګ راتلو په ورین تندی غږیږه!
ورځنی ژوند کی داسی کیږی، ممکنه ده تاسی د خپل کارونو له عمله خسته یاست یا پر تاسو فشار زیات وی.
نو کله چی درته زنګ راتلو د مقابل لوری خیال ساتئ په ورین تندی او ښکلی اواز ورسره روغبړ وکړئ، تذ څو زنګ ووهونکی دا فکر وکړي چی ګواګې مقابل شخص زما له زنګ څخه ناخوښ دی.
نو د زنګ پر محال دی خپله ستړیا او خپګان څو لحظو لپاره هیر کړه.

6. د ورځې پر اوږدو کې چی تاسو څه یادوئ ځان سره یی وساتئ!
د ورځې پر اوږدو کې زیات خلک وینو، زیاتې خبری اورو او کوو یی.
نو د خلکو د خبرو څخه یو څه اغز کول، مثبت او ښه نقاط تری یادول دا مهم دی.
او تر ټولو مهم دا دی چی دا خبری باید ولیکل شي او ځان سره وساتل شي تر څو له یاده ونه وځي.
اولیور وینډل هولمز:
د انسان ذهن چی یو ځل څه واورئ او هغه خبری د نورو خبرو شاته شي نو بیا یاد ته نه راځي او که یاد ته راشي اول حالات به ونه لري.
نو ښه دا ده چی ولیکل شي.

7. اصولی اوسئ!
د خلکو سره د مخامخ کیدو، د چلند پر محال، د ټوکو پر محال هر حالات کې اصولي اوسئ.
اصول یو مهم اصل دی انسان کې چی سړی د بی ادبۍ او بی احترامۍ خواته نه کیباسي.
نو هر حالات کې باید اصولی اوسو، د نورو قدر او احترام وکړو تر څو زمونږ قدر او احترام وشي.

8. وخاندئ!
خندا کول، ستاسو بدن د بیلابیلو ناروغیو ژغوري.
سټیو مارټین وای:
خندا د بدن دننه ډیری ګټور کیمیاوي توکي فعالوي چې موږ ته ډېره ګټه لري.
خندا عادت وګرځوئ تر څو یو خوښ ژوند ولرئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button