افغان ولس د ولسي جرګې له شتون په نه شتون خوښ دی


اجمل

افغان ولسونه دلسیزو سوځنده جګړو چې تر ډیره بریده يې دژوند اخیستنې ترڅنګ پراخ هراړخیز زیانونه اړولي ستړي شوي دي،دوی پنځه کاله وړاندې په هېواد کې دتل پاتې سولې،ثبات،پرمختګ،دملي یووالي دټېنګښت او ولسي غوره خدماتو دترسره کولو په موخه د ولسي جرګې اوسنیو تمدید شویو وکیلانو ته چې غوره شعارونه او د ولسي خیر ښېګڼې خبرې يې کولې رایه ورکړه او تر پارلمان يې ورسول.

دتمدید شوي پارلمان ځیني او سني تش په نوم وطنپال وکیلان چې په اصل کې يې کړنو او فعالیتونو دافغانستان انځور په کور دننه او نړۍ واله توګه کم رنګ کړی،دشویو ژمنو خلاف په ټوله پنځه کلنه موده کې یوازې دخپل جیب په ډکول،دلویو قرار دادونو په ترلاسه کول،دملي ځواکونو او سیمه ییزو ادارو په چارو کې پر لاس وهنې تېر کړي دي.

دوی همیش هڅه کړې چې دخپلو ناروا او غیر قانوني ګټو د ترلاسه کولو او خوندیتوب لپاره دقانون تطبیق کوونکي او وطنپال مسؤلین او وزیران استجواب کړي او په دې سره په هغوی فشار راوړي ترڅو ددوی د غیر قانوني کړنو پر وړاندې خنډ ایجاد نکړي،چې ښه بېلګه يې د کورنیو چارو اوسنی وزیر نورالحق علومی دی،چې څه موده مخکې دهمدې شخصي ګټو پالو لخوا پارلمان ته را وغوښتل شو او استجواب شو ،که ووایم چې ښاغلي علومي دافغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې په دې بست دټاکل شویو وزیرانو له جملې یواځنۍ وړ او مسلکې وزیر دی چې همیش ېې هڅه او تلاش وي چې دهر غیر قانوني عمل پر وړاندې سخت عکس العمل وښايي او قانون ماتونکي دقانون منګولو ته وسپاري.

ولسونه هسې نه دې راضه! دهېواد په دې حساسو امنیتي او ترینګولو حالاتوکې چې دیو پلو طالب،له بل پلو داعش ګوته به ماشه دوینو تویولو پروسه پيل کړي،ځینو همدې پردې پالو او شخصي پالو وکیلانو ددفاع وزارت لپاره د وړ نوماند ښاغلي معصوم ستانګزي پر وړاندې د باور رايې د نه ورکړې له امله ولس ته خپل کرغیړنه څېره وښوده او په جګړه کې ښکیل ملي پوځ يې یو ځل بیا تر نامعلوم وخت دمشرتابه محروم کړ، ولس ددوی پر وطن ضد کړنو اګاه دی او له ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دتمدید شوي پارلمان چې دشتون څخه يې نه شتون غوره دی در وازې وتړي او په دې سره ددې ستروغیر قانوني کاروباریانو او قاچاقبرو لاسونه لنډ کړي.

که ووایم چې دهېواد په روانو ناخوالوکې تر پنځوس فیصده زیات همدا وکیلان ښکیل دي بده به نه وي،دوی اوس مهال وسلوالې خپلسرې ډلې اوګروپونه لري،دوسلو زیر مې لري، ځیني خويې ان ددولت له وسلوالو مخالفینو سره مرستې کوي،هغوی ته امکانات او تجهیزات برابروي،دهمدې روابطو په اساس ډیر ځله همدا وکیلان په جګړو کې نیول شوي وسلوال چې همیش يې هڅه دنظامي ځواکونو وژل،دپرمختګ مخنیوی کول او د ولسونو ارام ژوند نارامه کول دي،پرته له دې چې زندانې او دخپل عمل سزا وویني بیرته خوشي کیږي او د جګړو لیکو ته ځي.

که دپارلمان دځینو وکیلانوهره جفا چې دملت او خلکو سره يې کړي او لا يې هم کوي ذکر کړم،نو شاید تاسو هم ستړي شئ، له ټولو مسؤلو او وطن دوستو چارواکو او په خپل له ولسمشر د خلکو غوښتنه ده چې نور دپارلمان دروازې وتړي،پرې نږدې چې دوی دوکیل له نامه په ګټې اخیستنې سره ددې مظلوم ولس په مرۍ دستم چاړ کیږدي،د ولس په وینو سوداګري وکړي او دولس به وینو ځانته په هېواد دننه او بهر بلډنګونه جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button