هټلـــــــر ولــــــــې يهـــــــودان وژل؟

هټلر په خپل کتاب ( زما جګړه ) کې ليکي يو ورځ سهار وختي چې سخت ساړه و. زه د خپلې کورنۍ سره په اتريش کې اوسيدم. مونږ نسبتآ يو کوچنۍ کوټه درلوده، په دې کوټه کې زه، زما مور، خور او ورور يو ځای اوسيدو. زه د کور د ماشومانو ترمنخ مشر وم، مور مې د سينې له سرطانه سخته په تکليف وه.
همغه سهار يې ساه کمزوري شوه، په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې؛ نه پوهيدله چې ما ته څه ووايي؟
يا ما سره څه وکړي؟
درې له نهو کالونو کوچني ماشومان چې نه يې کورنۍ درلوده نه پلار مور يې هم اوس د مرګ له ګواښ سره مخ ده!
مور مې په غوږ کې پټ څه راته وويل: ” زويه ته بايد له خپل کوچني ورور او خور ساتنه وکړي؛ ما چې له نهو کالونو کم عمر درلود د مور په سينه مې سر کېښود او چيغې مې کړي، بيا مې منډه کړه چې مور ته د مرګ څخه مخکې دوا راوړم.
زمونږ کور ته تر ټولو نږدې درملتون د يهودانو و، په بيړه او ژړا غوني غږ مې ورته وويل: صاحبه دوا راکړه، چې مور مې مري!
هغوی له خندا شنه شول، ويل يې پلار ته دې ووايه چې راشي او ځان سره ډاکټر کور ته بوځي!
ما که هر څومره وژړل، هر څومره زارۍ مې وکړي، چې پلار مې مړ دی يوه مور لرم هغه هم اوس مري ما سره مرسته وکړئ. ګريوان مې سر ترپايه په اوښکو لوند کړ، ژړا مې ولسونه خبر کړل خو دوی يوازې خندل او هيچا زما ددې بد حالت پروا نه ساتله.
دا چې مور مې د مرګ په بستر پراته وه او يهودي دوا پلورونکو ددې پر ځای چې زما درد، درک کړي يوازې خندل. نو اړ شوم چې له درملتون غلا وکړم او کور ته يې ورسوم بله هيڅ چاره نه وه! دوا مې راواخېسته په دې نه پوهيدم ما د څه شي دوا غلا کړه؟ د دوا د غلا سره سم مې منډه کړه يهودي هم راپسې مڼډه کړه.
کله چې کور ته ورسيدم کوچني ورور او خور مې د مور سر ته ولاړ دي، او ژاړي!
خور مې وويل: اډلفه! مور مې ساه نه شي ايستلی دې خبرې سره وريږديدم، ځمکه مې له سر تاو شوه، لاسونه سست شول، پښې مې شلې شوې، رنګ مې زېړ وتښتيد.
بيا ورو، ورو د مور خواته په زنګيدلو قدمونو روان شوم. کله چې د مور خواته نږدې شوم په تندي مې يې لاس کېښود، تندی يې سخت يخ و، نور کار له کار تېر ؤ. مور مې له دې نړۍ رخصت اخېستی و.
زه د مړې مور سر ته ورسيدم، چې دې وخت کې يهوديان راورسيدل، زه يې په وهلو، وهلو له مور لري کړم، او د ماشومانو زندان ته يې واچولم. په زندان کې يې دومره ووهلم چې حساب يې دلته نشم ليکلی.
څو ورځې وروسته چې له زندان خوشی شوم، ورور او خور مې د ګاونډيانو په کور کې وموندل، زما مور هم همدې ګاوڼډيانو دفن کړي وه.
خو کله چې د المان رهبر شوم لومړنی ځای چې له خاورو سره مې خاورې کړ همغه درملتون و. د درملتون د خاوند او د هغه دوستان سپين ږيري شوي و. زه يې نه پېژندم خو ما هغوی پېژندل، زه د المان رهبر وم، دوی زارۍ کولې. ما امر وکړ، چې يوه کنده ژوره کړئ.
همغه شپږ واړه يهودان چې په درملتون کې يې زما په زاريو پورې خندل هغوی مې د عسکرو په واسطه په لاسونو او پښو وتړل او بيا مې ژوندي ښخ کړل که څه هم دوی ويل چې مونږ مه وژنه ماشومان او کورنۍ لرو خو ما دوی ژوندی ښخ کړل چې همدې پيل د اويا ميليونو انسانانو مرګ ته لار اواره کړه.

لیکونکی روهی:فيض الله غمخور

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button