ولس ته د خپلواکۍ مبارکۍ او د وخت مشرانو ته پېغور

ولس ته د خپلواکۍ مبارکۍ او د وخت مشرانو ته پېغور / سردار محمد همدرد

په اوسني وخت کې د خپلواکۍ ورځ نمانځل سره له دې چې ډېرو خلکو ته به يوه مسخره وي، خو د دغه ورځې يادول ملي ګټو او خپلواکۍ ته د ژمنتيا يو اصل دی.

د افغانستان له خپلواکۍ دا دی ۹۶ کاله تېر دي، پکار خو دا وه چې په دغه نږدې اته لسيزو کې بايد زموږ هېواد په هره برخه کې دومره پرمختګ کړی وای چې نړۍ کې يې ساری نه وای، اقتصادي، روغتيايي، پوهنې، ساينس او نورو برخو کې بايد زموږ د مثبتو حرکتونو او خوځښتونه برابر څوک نه وای، خو خبره داسې نه ده، هر څه سرچپه دي، په هره برخه کې وروسته پاتې ته مو نړۍ ګوته په غاښ ده، ترڅنګ يې په هره برخه کې زموږ له کمزورۍ ګټه اخلي او هر ډول ازمايښتونه راباندې کوي.

د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان سره له دې چې له نړيوالو يې خپلواکۍ ترلاسه کړه او د هېواد په تاريخ کې يې يو داسې کار وکړ چې تر قيامته به د هغه نوم د دې هېواد هر بچی په پوره وياړ سره يادوي، ددې ترڅنګ د هغه وخت له نړۍ سره په هره برخه کې سيالي وکړه، اقتصاد ته يې وده ورکړه، معارف يې وغوړاوه.

د غازي امان الله خان دومره پر هېواد او ملي مسايلو مئين او ژمن شخص و، چې کله په دې خبر سو چې هېواد خرابيږي او د بربادۍ لوري ته ځي نو د زورواکو په څېر يې خپل افغان ورور پسې ټوپک نه راوباسي، بلکې دا هېواد پرېږدي او ځي.

اوسنيو حالاتو ته به راسو، اوس چې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶يمې کاليزې وخت رارسېدلی دی، افغانان يو بل ته مبارکۍ ورکوي، جنشونه جوړي، خو زموږ هېواد نن سبا په داسې يو حالت کې ښکېل دی چې هره ورځ افغانان وژل کيږي، بل پلو افغانان ډېر خطرناک خوبونه ويني او ورځ تر بلې يې اندېښنې ډېرېږي او ډېری اندېښنې يې پر حقيقت هم اوړي، اوس وخت کې د افغانستان خلک داسې فکر کوي چې خدای مه کړه، يو ځل بيا  هېواد کنډر کنډر نه سي او هر څه له لاسه ورنه کړو.

اوسنۍ نا امني او نورې ستونزې هغه څه دي چې موجوده مشرانو ته لوی پېغور دی، ځکه غازي امان الله خان په داسې زمانه کې له نړۍ سره سيالۍ وکړه، چې د اوس په پرتله دومره امکانات نه و، خو بيا نوموړي په خپل قوي سياست هر څه ته وده ورکړه، ټول افغانان يې يو کړل، خپلواکي يې ترلاسه کړه، او په هرې برخې ته يې وده ورکړه.

اوس د افغانستان په چارو کې د ټولې نړۍ لاس وهنه کوي او د خپلو ګټو په موخه يې افغانستان کې په بېلابېلو چارو کې ځانونه ښکېل کړي، بل پلو مرکز زموږ د قومي حکومت او قوي ادارې نه شتون ولس له سختو اندېښنو سره مخ کړی، بې باوري بله لويه ستونزه ده چې زموږ د مختګ مخه يې ډب کړې.

يوه داسې اداره لرو او په اداره کې داسې خلک راټول دي، چې ډېری يې ملي ګټو ته ژمن نه دي فقط خپلې ګټې او خپل قدرت او څوکۍ لپاره کار کوي، ښه بېلګه يې ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي دي چې موږ او تاسو عملاً وليدل، چې کله پر يوه دولتي څوکۍ ناست وي که دا حکومت او اداره هر ډول وي، په وړاندې يې هيڅ نه وايي، خو چې له څوکۍ ليرې سي او بې دندې سي، نو بيا د حکومت د هرې کړنې په وړاندې غبرګونونه ښکاره کوي او د خپلې څوکۍ د لاسته راوړلو لپاره هر ډول دولت ضد کړنې او فعاليتونه کوي.

دغه راز مو سياسيون هم دي، ناسم سياست کوي، د ولسي بې باورۍ لپاره ډول ډول خبرې کوي، يوه ورځ يې يو ډول دريځ وي، بله ورځ يې دريځ اوښتی وي، فقط د خپلو ګټو او قدرت لپاره سياست کوي، ډېر کم داسې سياسون به ولرو چې ملي ګټو ته ژمن وي او دې هېواد او خاورې لپاره رښتينی اواز پورته کړي.

ددې ترڅنګ ناسم اقتصاد، فساد کې د چارواکو بې حده ښکېلتيا او د قدرت د اړيکو، قوم، ګوند او نورو له مخې وېشه هغه څه دي چې زموږ اوسنی حکومت يې شاتګ ته اړ کړی او د ولس باور پرې ختم دی.

په اوسني وخت او ننني عصر کې زموږ چارواکي د قدرت لېوني دي، اديب، سياستوال، ملا، استاد او ددې ټولنې د هرې طبقې او هر مسلک خاوند يوازې او يوازې ددې کوښښ کوي چې څنګه ځان قدرت ته ورسوي، څنګه ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او خپلو ګټو ته په بري ځان ورسوي، بس همدغه دده برياليتوب او دده کاميابي ده.

اوسنۍ ټولې ستونزې، د ټولنې په وړاندې پرتې ننګونې، د خلکو اندېښنې او په ټوله کې د هېواد شاتګ د اوسنيو مشرانو لپاره په داسې حال کې پېغور دی چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶يمه کليزه نمانځل کيږي، زه هم په خپل وار د ننني عصر مشرانو ته پېغور ورکووم او د نړۍ په لر او بر کې ټولو افغانانو ته د هېواد د خپلواکۍ مبارکي وايم.

تل دې وي افغانستان.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button