دغه څه مو ژوند بدلولای شي

لیکوال: (برایان ترېسي)

ژباړه: حمیدالله حمیدي

۱- استعدادونه مو وغوړوئ
دا مه هېروئ چې ستاسو وړتیاوې نامحدودې دي؛ تر ننه مو چې څه لاسته راوړي، د هغو یوه ذره ده چې په راتلونکي کې به یې لاسته راوړئ.

۲- د ژوند مسئولیت مو پر خپله غاړه واخلئ
تاسو د هغه څه پر وړاندې چې ترسره کړي مو دي، اوس یې ترسره کوئ او یا یې د ترسره کولو په اړه فکر کوئ، مسؤل یاست.
له بېځایه پلمو او پر نور باندې له پړې اچولو څخه ځان وژغورئ، د دې پر ځای هره ورځ موخې ته د رسېدو په اړه فکر وکړئ.

۳- اصلي موخه مو تعریف کړئ
د ژوند په ټولو برخو کې مو خپلې موخې او غوښتنې معلومې او مشخصې کړئ، د یوه ښه او بریالي ژوند لپاره روڼوالی ضروري او اړین دی.

۴- د اصلي موخې پر بنسټ مو پرېکړه وکړئ
د ژوند جوړولو لپاره تاسو اصلي موخې ته اړتیا لرئ؛ دغه موخه درسره مرسته کوي څو وکولای شئ خپلو نورو موخو ته ورسېږئ، نو اصلي موخه مو وپېژنئ او په پرله پسې توګه پرې کار وکړئ.

۵- په کار کې مو صادق و اوسئ
مخکې له دې چې د موخو د فتحې لپاره ملا وتړئ، یو څه په پام کې ونیسئ او له ځان سره کلکه پرېکړه وکړئ چې باید هم صادق و اوسئ او هم واقع بین.

۶- خنډونه مو له مخې لرې کړئ
بریا هغه وخت خپلولای شئ چې موخې ته د رسېدو لپاره مو په مخ کې پراته خنډونه له منځ یوړای شئ. له نېکه مرغه د دغو خنډونو له منځه وړل هغه هنر دی چې په تمرین او شاګردۍ سره په کې یوه ورځ استادي ته رسېدای شئ.

۷- په مسلک کې مو متخصص شئ
تاسو همدا اوس په خپل وجود کې هغه وړتیا لرئ چې وکولای شئ په خپله رشته کې هغه څه ته چې سل په سلو کې ورته وایي، ورسېږئ. همدا اوس درته دغه سل په سلو کې د یوې موخې په توګه وټاکئ، له ځنډ پرته پرې کار وکړئ، تر څو ورته ورسېږئ.

۸- کارونه مو د مهالوېش له مخې ترسره کړئ
یو عادي کس چې خپل کارونه د مهالوېش له مخې ترسره کوي، په ځلونو له هغه نابغه غوره دی چې له پروګرام پرته مخې ته ځي. ستاسو راتلونکې ستاسو پر مهالوېش پورې تړلې ده؛ مهالوېش مرسته دسره کوي چې تر لویو موخو ورسېږئ.

۹- له مناسبو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ
بریا او موخې ته د رسېدو لپاره د مناسبو ملګرو ټاکل اړین دي؛ همدا نن پرېکړه وکړئ، له هغو کسانو سره چې ستاسو خوښ دي، د ښو اوصافو درلودونکي او د احترم وړ وي ناسته پاسته وکړئ، که غواړئ باز و اوسئ نو له بازانو سره پرواز وکړئ.

۱۰- وخت مديریت کړئ
هره ورځ، هره اوونۍ او هره میاشت مو د موخو د بیا کتنې لپاره وخت ځانګړی کړئ. له دې هم ځان ډاډه کړئ چې ایا هره ورځ د خپلو موخو په اړه فکر کوئ او که نه؟

۱۱- موخې مو تل مجسمې ساتئ
د ذهن په فلمونو کې مو رول ولوبوئ، تصورات مو ستاسو لپاره د یوې ښې راتلونکې ښکارندویي کوي. فکر وکړئ موخو ته مو رسېدلي یاست، دغه چاره درسره مرسته کوي چې ذهن مو نور هم فعال شي او په اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېږئ.

۱۲- له هوښیار نه هوښیار ذهن مو فعال کړئ
تاسو په باطن کې د یوې خارق العاده قوې درلودونکي یاست چې کولای شي ستاسو ټولې غوښتنې او اړتیاوې ستاسو پر خوا جذب کړي. دې سرچینې ته د لاسرسي لپاره خپلو حللارو، هیلو او ارزوګانو ته وخت ځانګړی کړئ.

۱۳- انعطاف منونکي و اوسئ
موخې ته د رسېدو لپاره ثابت قدمه و اوسئ، خو د رسېدو لپاره یې کولای شئ بېلابېلې لارې غوره کړئ. که یوې طریقې پایله ورنه کړه، زړه مه توروئ، بله لار ولټوئ.
۱۴- هره ورځ کار وکړئ
هره ورځ پر هغې نقشې او لارو تمرکز وکړئ چې موخې ته مو نږدې کوي.
موخې ته د رسېدو لپاره عمل او هره ورځ کار کول ضروي دي.

۱۵- کلک هوډ مو بریا ته رسولای شي
کلک هوډ لویو بریاوو ته د رسېدو لپاره ستاسو ضمانت کوي. د کلک هوډ لپاره پر ځان باور ضروري دی، له ځان سره پرېکړه وکړئ چې له دې وروسته هېڅکله هم تسلیمېږئ. موخې ته د رسېدو لپاره دغه پنځلس اصله کولای شي ښکلی او خوښ ژوند در په برخه کړي.
له دې وروسته هېڅ شی هم ستاسو مخه نه شي نیولی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button