شيطان څنگه انسان دالله له لاري اړوي؟

مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله لوليه والصلاة والسلام علی نبيه وعلی آله واصحابه المتادبين بآدابه امابعد:
شيطان دانسان اصلي دښمن دی،داسي خطرناک دښمن دی چي دانسان دين ورخرابوي،غواړي چي دالله پاک سره يې په مخالفت کي واقع کړي،
چي په دې لټه کي دی چي انسان هم دځان په څېردالله پاک سره په دښمنۍ کي اخته کړي  اودتل لپاره يې په عذابونوکي گرفتارکړي،دې هدف ته د رسېدوپه لاره کي شيطان له هرممکن کوښښ څخه کاراخلي اوهرهغه کار کوي چي په هغه سره خلگ دالله پاک له لاري اوړي اوپه نافرمانيوکي يې اخته کوي.
تقريبًا شيطان لس دامونه  چي په هغوسره انسان دالله پاک له لاري اړوي او په  خپلولوموکي يې رانيسي.هغه دادي :
۱:شيطان غواړي چي په انسان باندي کفراوشرک وکړي،که په دې کارکي کامياب شو،نوددُښمنۍ اوريې يخ  اوپه آرام شي.
ځکه که شيطان داکارپه انسان وکړونوشيطان خپل مقصدته ورسېده.
بياکه دغه سړی هرڅومره ښه کارونه کوي، فائده نه ورته کوي اوالله پاک يې  عبادتونه نه قبلوي،هسي به ځان ډېرستړی کړي خودالله په دربارکي يې هيڅ عبادت دقبلېدلوجوگه نه دی.
ځکه الله پاک فرمايي:وقدمناالی ماعملوامن عمل فجعلناه هباءًامنثورًا (الفرقان)(اوهرڅه عمل چي دوی کړی وو،موږوروړاندي شولو،نوهغه مو دوړه دوړه والوزوو)
داآيت مبارک ديوه سوال جواب دی،هغه داچي دغوکافرانوته الله پاک عذابونه ورکوي،په داسي حال کي چي دوی ښه کارونه هم کړي دي، خيراتونه يې کړي وواوهمدارازنورگڼ شمېرعبادتونه يې کړي دي،نودوی ته ولي عذاب ورکول کيږي؟
جواب اوشوچي هغه ښه کارونه ددوی دشرک اوکفرله امله بې فائدې او برباددي.
۲: شيطان کوشش کوي چي بنده په شرک اصغر(رياء)کي اخته کړي.
شيطان داکوشش کوي چي دده نيت ورخراب کړي،داسي نيت يې په عبادت کي ورپيداکړي چي خلگ مي وويني،نووبه  وايي چي گوره داداسي ښه سړی دی،داسي ښه کارونه کوي .نودی دخلگومخته عبادت کوي خوپه يوازي والي کي يې نه کوي،يادخلگومخته په اطمينان سره اوږدلمونځ کوي خوچي يوازي شي بيايې په تلوارسره کوي،يايې يوعبادت يوازي وکړي اوبيايې خلگوته تذکرې کوي چي زه داسي عبادتونه کوم.
که په دې سره شيطان بريالی شو،نوهم به دده عبادت وربربادکړي اوهم به يې په گناه کي اخته کړي.
په حديث قدسي کي راغلي دي الله پاک فرمايلي دي:انااغنی الشرکاء،من عمل عملااشرک فيه معی غيري،ترکته وشرکه.(رواه مسلم)
زه په ټولوشريکانوکي له شراکت څخه ډېروېزاريم:څوک چي داسي کاروکړي،چي په هغي کي يې زماسره بل څوک شريک کړ،زه هغه اودهغه شراکت پرېږدم!!
يعني په دُنياکي خلگ يوکارکوي،نودځان سره بل  څوک شريک کړي اوپه گډه کارکوي.الله فرمايي:چي زه شريک ته اړتيانه لرم،زه دکارونوپه ترسره کولوکي دبل چامرستي ته اړتيانه لرم اوله داسي شريک څخه وېزاريم.
همدارازپه عبادت کي هم له شراکت څخه وېزاريم.
که څوک يوعبادت وکړي اوپه هغه کي زماسره بل څوک شريک کړي نوزه به هغه دده دشريک سره پرېږدم.يعني زه دهغه عبادت ثواب نه ورکوم.
په بل روایت کي راغلي دي چي الله فرمايي:زه ترې وېزاريم،هغه عبادت يې دهغه چالپاره دی دچالپاره چي يې کړی دی.(مسلم)په دې کي دي سړی دځان سره فکروکړي چي څومره دتأسف ځای دی چي څوک په دُنياکي ځان په عبادتونوکي کړوي،ستړی وي،خپل مال مصرفوي اوجهادکوي خودقيامت په ورځ به  بیاهم دالله پاک په دربارکي خواراوذليل ولاړوي.
اوپرځای دثواب به يې عذاب په برخه وي له دې امله چي دده په عبادت کي اخلاص نه وو،نوروته يې ځان ښودنه مقصدوه،څوخلگ ده ته ښه سړی، سخي،مجاهداوعابدووايي!!دداسي سړي په حقيقت کي په الله پاک، دقيامت  په ورځ اوپه حساب اوکتاب باندي صحيح يقين نشته  اوياترې غافل دی ځکه څوک چي ددغوټولوخبرويقين ولري،هغه بیاولي په خپل عبادت کي دمخلوق ستاينه غواړي،په داسي حال کي چي دمخلوق له ستايني هيڅ نه جوړيږي.
۳:شيطان کوشش کوي چي بنده په  عبادت باندي  مغرورکړي.
په زړه کي يې داسي فکرورپيداکړي چي زه  خوډېرښه سړی يم،داسي عبادتونه کوم،نوبس جنت زمالپاره دی،نورخلگ گناهگاردي اوزه دادی دالله پاک په عبادت کي مصروف يم،نوزه ډېرښه سړی يم.
په داسي حال کي چي دمؤمنانوسره صفت دادی چي دوی به په خپلو عبادتونوباندي نه مغروره کيږي.
که هرڅومره عبادت کوي بيابه هم له الله پاک څخه وېريږي چي داسي نه وي دغه عبادت مي قبول نه شي.
علماووفرمايلي دي:ان في العبادات آفات مالاتحتاجون معهاالی المعاصي.(په عبادتونوکي داسي آفتونه شته چي دهغوسره تاسوگناهونوته نه  محتاجيږئ!!)يعني دعذاب لپاره داهم پوره ده چي عبادت په سمه توگه نه کوې،گناه ته ضرورت نشته ځکه بنده چي کله عبادت وکړي نودده په عبادت کي ډېري کمياني وي،اخلاص پکي کم وي،دسنت تابعداري پکي کمه وي،توجه الله ته پکي کمه وي اوهمدارازعاجزي الله ته پکي کمه وي.
نودغه ټولي نېمگړتياوي په عبادت کي وي،نوپه داسي حال کي په دې عبادت باندي دالله پاک حق نه اداکيږي.
دمؤمنانوصفت الله جل جلاله  داسي بيان کړی دی چي دوی دشپې زياته حصه په عبادت کي تېروي خوبياهم وَباالاسحارهم يستغفرون (الذاريات   ۱۸) (اودپېشنمي په وخت کي بخښنه غوښتله)يعني په خپل عبادت باندي غرورنه کوي،بلکي دعبادت کولوسره هم په خپلي کمزورۍ باندي اقرار کوي.
په دې کي اشاره ده چي که هرڅومره څوک ډېرعبادتونه کوي،بيابه هم په خپل عبادت باندي مغروري نه کوي.نوله دې امله بايدبنده له الله پاک څخه داسي ووېرېږي اوله الله پاک څخه دخپل عبادت دنېمگړتياله امله بخښنه وغواړي.خوشيطان داکوشش کوي چي پرځای ددې چي دی دنېمگړتياووله امله بخښنه وغواړي،برعکس يې په عبادت مغروره کوي اوپه دې توگه يې دعبادت له فائدې بې برخي کوي.
۴:څلور م دام دشيطان دادی چي دانسان په زړه کي ديوچاسره حسداوکينه پيداکړي،نوکه هغه حقه خبره کوي،دده په زړه کي داورواچوي،چي که ته  هم دده مسئله ومنې،دده خبره تائيدکړې، نودی په دې سره مشهوره کيږي،دخلگوپه مينځ کي مقبوليت پيداکوي اوداداسي شوه لکه زه چي په ده پسي روان شوم!!
نوددې ضداوعنادله کبله شيطان په دې بريالی شي چي  دی دحق مقابلې ته چمتوکړي.اوپه دې توگه يې په غلطه خبره کلک اود حق له قبلولوڅخه يې وگرزوي.
له حضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:هغه څوک به جنت ته نه داخليږي دچاپه زړه کي چي دذرې په اندازه لويي وي.نويوه سړي وويل:يوکس داغواړي چي دده دي ښائسته جامې وي اوښائسته څپلۍ دي يې وي(نوآيادالويي بلل کيږي؟) رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:الله ښائسته دی،ښائست خوښوي(يعني دالويي نه ده)الکبرُبَطَرُالحَق وغَمطُ الناس(لويي دحق ردول اودخلگوسپک گڼل دي)(مسلم شريف)يعني په چاکي چي دادوه صفتونه وو،هغه متکبراولويي کوونکی دی:يوداچي حق خبره نه مني اوبل داچي خلگوته په سپکه گوري!!
دادوه صفتونه که په چاکي دذرې په اندازه پيداشول،نوله جنته محروم شو.
۴:دشيطان کوشش داوي چي بنده په داسي عبادت کي  اخته کړي چي دهغه نه الله پاک حکم کړی وي،نه يې له نبي اکرم صلی الله عليه وسلم  څخه ثبوت وي،نه يې له صحابووڅخه ثبوت وي اونه هم دمجتهدينوپه اجتهادکي دهغه کارثبوت وي.نوعبادت به هم کوي خوالله پاک ته به دقبول وړنه وي .
ځان به ستړی کړي خونه يوازي داچي دعبادت فائده به ونه ويني بلکي گناه به ورپسي وليکل شي.
۵:شيطان کوشش کوي  چي بنده په لويوگناهونوکي مبتلاکړي.
که په دې کارسره بريالی شونوداگناوي ورته وړې ښکاره کړي، داميدونو دروازې ورباندي راخلاصي کړي،شيطان ورته وايې چي اوس خوځوان يې!وروسته به توبه وباسي،اوس خپل طبيعت سموه،هرڅه چي کوې کوه بيابه توبه وباسې!!
په داسي حال کي چي مرگ خودانه غواړي چي داپرېږده تراوسه يې ارمانونه پاته دي،مرگ نه نمبرلري اونه مشراوکشرته گوري اونه يې هم وخت معلوم دی .
نوهوشيارهغه دي چي ځان مرگ ته تيارکړي اوددُنياپه فاني ژوندباندي دوکه نشي .
۶: دشيطان بل کوشش داوي چي بنده په وړوگناهونوکي اخته کړي.
اوورته وايي :داخودومره گناه نه ده،له لويوگناهونوخودي ځان ساتلی،داخوپه لمانځه اواوداسه سره هم له منځه ځي!
تردې چي داسي اندازې ته يې ورسوي چي دلويوگناهونووالا(چي له الله پاک څخه ويريږي اوپه خپلوکړوباندي پښېمانه وي)ترده غوره شي ځکه چي لويه گناه هم په توبې سره ختميږي اووړه گناه چي څوک تل کوي،له هغې څخه لويه جوړيږي .
اوبل داچي دالله پاک ناراضتيامعلومه نه ده،چي په کومه گناه الله پاک ډېرناراضه کيږي.
۷: شيطان کوشش کوي چي بنده په مباح کارونوکي مبتلاکړي،څوپه دې سره يې وخت ورضائع کړي اوله عباداتوڅخه يې راوگرزوي.
نووختونه به هسي عبث ورباندي تېرکړي اوموقع به يې له لاسه ووزي ځکه  دغه ورځ چي پرتاتېره شوه بياترقيامته پوري بېرته نه درباندي راگرزي.
۸:شيطان کوشش کوي چي بنده په داسي عبادتونوکي مشغول وساتي،چي دهغوثواب کم وي.په دې سره يې له راجح اوغوره عبادت  څخه راگرزوي
اوپه داسي کارونوکي يې اخته کوي چي که څه هم ثواب لري خوثواب يې کم وي اوددې پرځای يې له داسي عبادت څخه راوگرزوي چي ثواب يې تردې زيات وي .
۱۰:که څوک له مخکي ټولودامونوڅخه راتېرشواوشيطان په خپلو ټولو پلانونوکي ناکام شو،نوبيابه خامخاورباندي امتحانونه راځي،په داسي حالت کي شيطان ته بيا موقع په لاس ورځي اوکوښښ کوي چي داسي خبره يې ترخولې وباسي چي الله پاک ترې ناراض کړي،ياورباندي دبې صبرۍ خبري کوي اويايې له عبادتونوڅخه راوگرزوي نوانسان به په دې حالاتوکي هم له الله پاک څخه دُعاگاني غواړي اودصبراواستقامت کوښښ به کوي

الله جل جلاله فرمايي:الم٭احسب الناس ان يقولواآمناوهم لايفتنون٭ ولقدفتناالذين من قبلهم فليعلمن الله الذين صدقواوليعلمن الکاذبين٭ (العنکبوت:۱\۲\۳\)الم.آياخلگوداگڼلې  چي دوی ته دغسي پرېښودل شي کله چي ووايي:موږايمان راوړی اوڅه ازمايښت نه يې نه کيږي\اوحال دادی چي له دوی مخکي خلگ موازمايلي دي،نوالله خوبه حتمًاداښکاره کوي  چي  چارښتينولي کړې اوخامخابه دورغجن هم ښکاره کوي)
يعني يوازي په دې نه شئ خلاصېدلای چي تاسودايمان دعوه وکړه چي موږمسلمانان يوبلکي ددې سره به پرتاسوباندي خامخاامتحانونه راځي،مصيبتونه اوتکليفونه به درباندي راځي،په دې سره موالله پاک امتحان اخلي چي تاسودايمان په دعوه کي رښتيني ياست اوکه درواغجن ياست؟ځکه چي په امتحان سره مخلص اوغيرمخلص سره بېليږي. ددې مثال داسي دی تاسوفکروکړئ!دپسرلي په موسم کي هره ونه شنه وي، هرډول نباتات تازه وي،خوليکن دخزان په موسم کي سره بېلېږي،دصبروني يوه يوه پاته شي اونوري زېړي شي.تردې مخکي نه معلومېدلې،دصبروني په نوروکي ورکي وي،خودخزان په موسم معلومي شولې.
نوهمداراز دخوشحالۍ اوراحت په وخت کي مخلص اومنافق نه سره معلوميږي،خوچي امتحانات راشي،تکليفونه اومصيبتونه راشي،په دې وخت کي مخلص اومنافق سره بېلېږي.
که په دې وخت کي څوک کلک په دين پاته شو،نودا مخلص دی.
دادشيطان دامونه دي چي غواړي په دغوسره انسان ښکارکړي اودالله پاک له عبادته يې محروم کړي.
الله پاک مودي په خپل فضل اوکرم سره له دغه ستراوخطرناک دښمن څخه وساتي آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button