زموږ ښوونيز نظام

رحمت شاه فراز

۱- ښوونځی:
د یونان ستر فلسفي او ساینسپوه، ارسطو هغه څوک انسان نه بولي چې له ټولنې څخه لرې او بېل ژوند تېروي. د نوموړي منطقپوه په اند اصلي انسان هغه دی چې په ټولنه کې ژوند کوي. د دې یو لامل ښايي دا وي چې انسان د انسانیت ټول ارزښتونه، عقاید او افکار له ټولنې ترلاسه کوي.هلته چې ټولنه نه وي، انسانان نه وي، ټولنیز ژوند نه وي، نو دا ارزښتونه او عقاید به هم نه وي. د هر انسان د انسانیت سفر د هغه له کورنۍ څخه پیلېږي. له کورنۍ وروسته د انسان د ودې او تربیې ځای ښوونځی دی.

ښوونځي له نن څخه ډېر پخوا رامنځته شوي او تر نن ورځې پورې د ښوونځیو اصلي موخه او هدف پخپل ځای پاتې دی، خو د ښوونځیو په ټولیز نظام او چوکاټ کې د وخت په تېرېدو ستر، ستر بدلونونه رامنځته شوي. د یوه ښوونځي اصلي موخه د انسان وده او رشد ټاکل شوې. انسان په هغه دور کې ښوونځي ته ور ننوځي چې د ودې او رشد په حال کې وي. په دې وخت کې د انسان د شخصیت بېلا بېل اړخونه لکه فکري، ذهني، ټولنیز، عقیدوي او داسې نور د ودې او رشد پړاوونه وهي. ښوونځی د انساني شخصیت په دې ټولو اړخونو کې د توازن، انډول او اعتدال د رامنځته کولو لپاره یوه هڅه کوي. او په ډېری ټولنو کې ښوونځي په دې موخو او هڅو کې بریالي را وځي.

د یونان لوی فلسفي، افلاطون، پخپل کتاب (جمهوریت) کې د ښوونیز نظام په اړه د خبرو په ترڅ کې لیکي چې ښوونیز نظام په درې بنیادونو ولاړ دی: ښوونکی، زده کوونکی او نصاب. ورپسې په نصاب باندې د بحث پر مهال وايي چې یوه ماشوم ته په ابتدايي دوره کې درې مضمونونه باید وښودل شي:

۱- ریاضي: د هغه د فکري او ذهني ارتقا او ودې لپاره.

۲- جمناسټیک: د هغه د بدني او روغتیايي ځواک د ښه والي لپاره.

۳- موسیقي: د هغه په شخصیت کې د اعتدال د رامنځته کولو لپاره.

افلاطون، په ابتدايي دوره – چې د ده په اند ۸ – ۱۰ کاله وه – کې ماشوم ته د یوه ځانګړي علم او یا فن له ور ښوولو سره کلک مخالف وو. دی په دې اند وو چې باید د بلوغ تر مهاله پورې ماشوم دا واک او اختیار ولري چې هر علم یا فن د ځان لپاره غوره کوي، نو غوره یې کړي. تر دې ځایه پورې د افلاطون نظریات له علمي او اکاډمیک اړخونو معقول او صحیح برېښي. خو کله چې د شعر او ادب په هکله خبرې کوي، نو له شعر او ادب سره د افلاطون مخالفت ښوونیز نظام ته هم را غځېږي، او نوموړی وايي چې ماشوم ته باید شعر او ادب ور زده نه شي، ځکه دا دواړه په انسان کې تنبلي، غفلت او په عملي ژوند کې ناراستي رامنځته کوي.

په حقیقت کې دا د افلاطون یوه فکري تېروتنه وه. او د دې یو ښکاره لامل دا برېښي چې افلاطون د موسیقي او شاعري ترمنځ نه شلېدونکې او خپلمنځي اړیکې هېرې کړې او بیا یې دا فکر وړاندې کړی دی. شعر او ادب، د تورو او کلماتو او نظم و نثر په بڼه د موسیقۍ پنځونه ده. که موسیقي د انسان په غږ کې را پیدا شي، سندره او زمزمه ترې پیدا کېږي؛ که چېرته په ځینو الاتو او وسایلو او یا د هغوی په اجزاوو کې یوه همغږي او آهنګ رامنځته شي، نو موسیقي ترې زېږي؛ او کله ناکله همدا موسیقي له هغو تورو او کلماتو څخه چې د یو بل په څنګ کې په هنرمندانه توګه ځای په ځای او د احساس و عاطفې په تار واوبدل شي رامنځته کېږي چې دې ته بیا شعر و شاعري وایو.

خو شاعرۍ ته د ارزښت نه ورکولو پرته، له نن څخه ۲۵۰۰ کاله مخکې هغه څه ته اشاره کول چې نن ورځ انسان له ډېرو هڅو وروسته ترلاسه کړي، د نوموړي فلسفي او ادبپوه نبوغ او علمي وسعت څرګندوي.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له عصري علومو لرې پاتې شوې او یوه دودیزه ټولنه وه. بې له شکه، له عصري علومو لریوالی د دې ټولنې یوه ستره بدمرغي وه، خو دودیز اړخ یې یوه وړه ګټه هرومرو رسولې او هغه دا چې تر خپل وسه يې خلک د هماغه دور په دودیزو زده کړو روزلي او سمبال کړي وو.

په افغانستان کې عصري ښوونځي ډېره پخوانۍ ریښه نه لري، بلکې د نولسمې او شلمې پېړۍ د مهال زېږنده دي. له همدې وخت څخه په افغانستان کې د دودیزو زده کړو تر څنګ عصري زده کړې پیل شوې. خو په لومړیو وختونو کې په همدې ښوونځیو کې هم د دودیزو او مذهبي زده کړو پله د عصري علومو په پرتله درنه وه. د نصاب ډېری برخه زړې فلسفې، د منطق ځینو پخوانیو کتابونو، فقهې و عقاید او صرف و نحوې نیولې وه؛ او د هغه وخت د علومو شتون پکې ډېر پیکه او کم رنګه وو او یوازې د ریاضي یو نیم کتاب، د ساینس په اړه د عمومي پوهاوي یو کوچنی کتاب او داسې ځینې نور کتابونه به پکې شامل وو. خو د وخت په تېرېدو، په دې کې تر ډېره بریده ښه والی راغی، او له نصاب څخه مذهبي او دیني رنګ تر ډېره بریده لرې شو او ځای يې ډېری عصري علومو ته ورکړل شو. په اوسني نصاب کې په دیني برخه کې یو یا دوه کتابونه – چې تفسیر او دیني زده کړې یا په بل نوم یادېږي– وجود لري؛ او نوره ټوله برخه يې عصري علومو ته پرې ایښې.

۲- مدرسه:
له ښوونځيو سره موازي، د دیني او مذهبي زده کړو لپاره بېل درس ځایونه او ادارې هم رامنځته شوې چې نن ورځ يې د مدرسو په نوم پېژنو.

د دیني علومو د درس او تدریس اوسنۍ تګلاره هم – چې د مدرسو په بڼه لیدل کېږي – د اوسنیو عصري ښوونځیو په څېر ډېر اوږد تاریخ نه لري، بلکې دا دواړه د اوسني او نوي تمدن زېږنده دي. خو دا خبره بېله ده چې د عصري ښوونځیو تاریخ د مدرسو له پیدایښت څخه وړاندې پیل کېږي.

پورته په یوه بحث کې وویل شوو چې دین د هر انسان شخصي او ذاتي مسئله ده. او په دې اړه هڅه او د دیني علومو د ترلاسي لپاره زیار او زحمت ویستل هم پخپله په یوه انسان پورې اړه لري. په حقیقت کې شوي هم همداسې دي. د مدرسو تر منځته راتګ پورې دیني زده کړې په انفرادي او شخصي ډول زده او تدریس شوې دي.

د اسلام دین د حضرت محمد (ص) له خوا صحابوو ته ورسېد. په صحابوو کې ځینو دین په ډېره غوره ډول زده کړ؛ خپل ټول ژوند یې د اسلام زده کړې ته وقف کړی وو. د هغه پایله دا شوه چې په صحابوو کې ډېر لوی علما، مفسرین او د فقهې پوهان را پورته شوو. په هغه وخت کې د دیني علم مأخذ یا په ساده اصطلاح د نصاب یوازینی کتاب (قرآن کریم) وو. کوم صحابي به چې د قرآن په یوه برخه نه پوهېده، نو له نورو صحابوو څخه به يې په دې اړه پوښتنه کوله یا به پخپله نبي کریم ص ته راتلل.

د صحابوو له دور را وروسته، تابعینو کټ مټ په همدې ډول – لکه څرنګه چې صحابوو له پیغمبر (ع) یا نورو صحابوو څخه زده کړی وو، دوی هم له سترو صحابوو قرآن کریم زده کړ. په دې وخت کې د قرآن کریم ترڅنګ د احادیثو او یا د پیغمبر (ع) د ژوندلیک – چې د نورو له خولو بیان شوی وو – راټولول هم پیل شوو. اوس د قرآن کریم ترڅنګ د احادیثو درس او تدریس هم پیل شو. د امام مالک (رح) په اړه راځي چې نوموړي به په مسجد نبوي کې خپل د حدیثو کتاب (مؤطا) تدریس کاوه. او د درس په دې حلقه کې به د امام شافعي (رح) په څېر لوی علماء هم کېناستل. دې لړۍ تر اوږد مهاله پورې دوام وکړ.

کله چې دین له عربي قلمرو څخه واوښت او د عجمو نړۍ ته ورسېد او د اسلام د پیروانو دایره پراخه شوه. نو اوس د دین د زده کړې لپاره لومړی د هغې ژبې زده کړه چې د دې دین کتاب پکې نازل شوی وو، یوه لویه اړتیا شوه. د دې ترڅنګ له عجمو سره د زیات تعامل او ځینو نورو لاملونو په اساس پخپله په عربو کې هم د عربي ژبې هغه ذوق او سلیقه نه وه پاتې چې یو وخت د دوی د ویاړ او فخر وسیله وه. د دې اړتیا د پوره کولو په هڅه کې د صرف، نحوې، بلاغت، معاني، او داسې نور ژبني علوم رامنځته شوو. په دې وخت کې چې کوم کس د دین زده کړه غوښتله، نو اړینه وه چې لومړی په عربي ژبه کې پوره تبحر ومومي. د دې لپاره به د عربي ژبې د سترو پوهانو او امامانو په لټه کې ووتل، او د صرف و نحوې له امام څخه به یې صرف او نحوه زده کړل؛ د بلاغت او معاني لپاره به یې د یوه بل امام په خدمت کې کلونه تېر کړل. د دې ترڅنګ په اسلامي نړۍ کې د عباسیانو د خلافت پر مهال د علومو هغه ستر کاروان له ځان سره د اسلام لپاره ځینې نوې ننګونې هم را وټوکولې. د نورو ادیانو د کتابونو، د یوناني فلسفې و سقراطي منطق، او د هند د تصوفي او عرفاني ادیانو د کتابونو ژباړو، بې له شکه، د علم نوي بابونه پرانیستل. خو ورسره یې ځینې پوښتنې او نیوکې هم را پورته کړې. د دې تفصیل ډېر اوږد دی خو اجمال يې دا دی چې د دې کار په پایله کې د منطق او فلسفې په څېر د علومو او فنونو زده کړه هم د یوه دیني عالم لپاره اړینه وګرځېده.

له دې وروسته به د دین د اصلي مأخذ چې قرآن او سنت وو، تر څنګ د پورته یادو علومو او فنونو زده کړه هم حتمي او ضروري وه. په دې کې بله په زړه پورې خبره دا وه چې د دې امامانو او علماوو ځای به په یو ښار کې څه چې په یو هېواد کې هم نه وو. له همدې امله په دین میین خلک اړ وو چې د هر فن او علم لپاره میلونه میلونه لاره ووهي او ډېری سفرونه به په پلي تګ کېدل. د امام بخاري، امام شافعي او داسې نورو امامانو ژوندلیک له همداسې سفرونو څخه ډک دی.

د دین زده کړه په همدې ډول روانه وه. تر دې پورې چې اوسني تمدن د مدرسې په بڼه یوه لویه پېرزوینه پرې وکړه. اوس اړتیا نه وي چې د یوه ځانګړي فن یا علم لپاره یو تن میلونه سفر وکړي، بلکې د هر فن او علم، عالم یې د دیني مدرسو په نظام کې را یو ځای کړل او هر څوک په ډېره اسانۍ کولی شي چې ټول علوم په یو ځای کې پای ته ورسوي، او د نورو عصري نظامونو په څېر د فراغت سند هم ترلاسه کړي.

۳- نيمګړتياوې او اړين بدلونونه:
تر دې ځایه پورې د ښوونځي او مدرسې په ښوونیزو نظامونو، د هغو د منځته راتګ پر ځینو لاملونو او نوعیت خبرې وشوې. په دې ځای کې به په دواړو نظامونو کې پر شته نیمګړتیاوو او ستونزو، او ورسره په هغو کې پر اړینو بدلونونو او حل لارو بحث وکړو. د بحث د لنډون په موخه هره نیمګړتیا او ستونزه د هغې له حل لارې او بدیل سره یو ځای څېړل شوي.

د مدرسو او ښوونځیو یوه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې زموږ د ټولنې ښوونیز نظام يې په دوه نه یو کېدونکو ټوټو وېشلی او په پایله کې يې ټولنه په دوو فکري او شعوري برخو تقسیم کړې. په مدرسو کې عصري علوم نه ترسترګو کېږي؛ او په ښوونځیو کې بیا د دیني علومو یوازې یو یا دوه کتابونه ښوول کېږي چې یو خو د یوه انسان دیني اړتیا ته ځواب نه شي ویلی، او بل دا چې هغه کتابونه د یوه ځانګړي مذهب یا فرقې د فکر په اساس لیکل شوي وي چې پخپله ډلبندۍ او فرقه واریت ته لاره پرانیزي. زموږ د نصاب د دیني برخې کتابونه د حنفي مسلک له مخې لیکل شوي؛ چې په لومړۍ ورځې لا انسان ته د تقلید لارښوونه کوي او په دین کې د تحقیق او څېړنې دروازې پرې تړي. بل خوا، له مدرسې فارغ ځوان د ځانګړي نصاب د لوستلو او په خاص چاپېریال کې د روزل کېدو له کبله له روان عصر او نوې نړۍ سره نابلده وي. په دې اساس، کله چې د دې دواړو ځایونو فارغین په ټولنه کې له یو بل سره مخ شي، نو د دوی دواړو ترمنځ یو لوی فکري واټن وجود لري او د دواړو ترمنځ د افهام او تفهیم هېڅ بنسټ او ځمکه (context) نه ترسترګو کېږي. د دوی فکري سطحه د دواړو ترمنځ د ټولنیزو اړیکو لپاره لوی خنډ رامنځته کوي. نو تر ټولو لومړی پکار دا ده چې دا دوه اړخیز نظام په یوه او له یو بل سره همغږي نظام بدل شي.

یو داسې نظام چې تر دوولسو ښوونیزو کلونو پورې له یوه ماشوم څخه دا واک وانه خلي چې د خپلې خوښې او استعداد سره سم مسلک د ځان لپاره غوره کړي. د مدرسو یوه لویه ستونزه همدا ده چې مدرسه پخپله د یوه ماشوم په هکله دا پرېکړه کوي چې پلانکی به هرومرو دیني عالم کېږي، دا هېڅ توپیر نه کوي که خدای هغه د یوه انجینر یا ډاکټر کېدو لپاره خلق کړی وي.

د دوو نظامونو پر ځای د یوه ګډ نظام د رامنځته کولو لپاره تر ټولو مهم عنصر نصاب دی، ځکه همدا نصاب دی چې د ښوونځیو او مدرسو تر منځ اساسي توپیر او د بېلتون کرښه رامنځته کوي. د دې نظام په اړه د لیکوال عمومي فکر او نظر په لاندې ټکو کې وړاندې شوی:

۱- نصاب باید په داسې ډول چمتو شي چې له دوولس – یا هر څومره چې د دې برخې کارپوهانو ته ښه برېښي – کلو وروسته یو ماشوم که وغواړي چې د ځان لپاره د عصري علومو ډګر غوره کړي، نو هم پراخه واک و فرصت ورسره وي؛ او که غواړي چې د دین یو تکړه عالم شي، نو هم دروازې ورته خلاصې وي. د دې لپاره اړینه ده چې دوولس کلن نصاب په ورته توازن او انډول برابر شي.

۲- د هېواد ملي ژبې (پښتو او دري)، زموږ د دین ژبه (عربي) او یوه نړیواله ژبه چې په اوس کې وخت په علمي ډګر کې تر ټولو مخکښه ژبه (انګرېزي) ده، نو پکار ده چې دا څلور واړه ژبې د دې نصاب یوه لازمي برخه وګرځول شي. په دې څلورو ژبو کې پښتو او دري ژبې زموږ ملي ژبې دي چې د دې زده کړه د دې ټولنې د هر وګړي لپاره لازمي ده؛ په دې ژبو کې زموږ د کلتور او فرهنګ ژورې ریښې پټې دي، د دې ژبو له زده کړې پرته موږ له خپل اصلي ثقافت څخه لرې پاتې کېږو. عربي ژبه زموږ د دین او مذهب ژبه ده. د دې ژبې زده کړه د یوه مسلمان لپاره له بلې هرې ژبې زیاته مهمه ده. ځکه له دې ژبې پرته مسلمان انسان نه شي کولی چې پخپل مذهبي کتاب (قرآن کریم) پوه شي. او په پای کې د اوسني عصر ژبه ده. د انګرېزي ژبې په ارزښت وړاندې هم زیاتې خبرې وشوې. د اوسني نظام برعکس چې مدرسو کې دا ژبه هېڅ شتون نه لري او په ښوونځیو کې له څلورم ټولګي څخه پیل کېږي؛ پکار ده چې د ملي ژبو د زده کړې په څنګ کې دا نورې دوه ژبې (عربي او انګرېزي) هم ځای په ځای کړای شي.

۳- د دیني علومو په برخه کې قرآن کریم او احادیث پخپله اصلي بڼه باید د نصاب یوه برخه وګرځي. نه دا چې د ‎فقهې له پخوانيو کتابونو څخه احکام را ټول کړای شي او بیا د دین په توګه زده کوونکو ته وښوول شي، پکار ده چې زده کوونکي په مستقیم ډول په قرآن او حدیث د پوهېدلو وړتیا ولري؛ د دې په ځای چې زده کوونکی د پېړیو پخوانۍ د فقهې په پېچلو غوټو کې خپله د تحقیق او څېړنې ټوله انرژي له لاسه ورکړي، ښه به وي چې هغوی د قرآن کریم له رڼې چینې څخه خپله علمي او دیني تنده ماته کړي. په دې کې هم شک نشته، چې تر نن ورځې پورې په قرآن او حدیث چې کوم کار شوی، هغه ډېره ارزښتناکه او ګرانبیه شتمنې ده؛ پکار ده چې هغه علمي کار هم زده کوونکو ته ور وپېژندل شي، خو یو زده کوونکی باید په داسې ډول وروزل شي چې د قرآن او سنت خبره د وروستۍ کرښې په توګه ومني، نه دا چې د امام ابو حنیفه (رح)، یا امام احمد (رح)، یا امام مالک (رح)، یا امام شافعي (رح) د کتاب یو تعبیر او تفسیر تر ټولو صحیح ورته ښکاره شي.

۴- قرآن کریم د اسلام وروستی کتاب دی. له دې وړاندې هم اسماني کتابونه نازل شوي چې په اوس وخت کې يې درې کتابونه د ژباړو په ډول په نړۍ کې وجود لري. د هغو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه قرآن کریم اورولې. د قرآن کریم په راتلو هغه ټول پخواني کتابونه منسوخ شوي؛ خو په دې کې هېڅ شک نشته چې تر اوسه هم هغه کتابونه اسماني کتابونه او د الله له خوا نازل شوي صحایف دي. کومه رڼا، حکمت، لارښوونه او هدایت چې په قرآن کریم کې شتون لري، په هغو کتابونو کې هم شته. د انجیل، زبور او تورات نسخې له ټولو تحریفاتو او لاسوهنو سربېره، د الله تعالی له علم او حکمت ډکې سرچینې دي. نو د قرآن او حدیث ترڅنګ په نصاب کې د دې کتابونو ځایول او تدریسول هم یو ډېر ګټور او باارزښته کار دی. له دې لارې زده کوونکی د اسلام له ټول تاریخ – له ادم (ع) څخه تر محمد (ص) پورې – څخه خبرېدلی شي او په دې پوهېدلی شي چې قرآن کریم یوازې د دې کتابونو په ځینو برخو کې د تحریف او لاسوهنې د ترسره کېدو خبر را کړی، دا خبره یې هېڅ کله نه ده کړې چې له نن څخه وروسته الله له دې کتابونو څخه خپل حکمت او هدایت بېرته واخیستل او نور دا هغه الهي کتابونه نه دي. د دې یوه بله ګټه دا هم ده چې په دې ډول د زده کوونکي په فکر او نظر کې وسعت پیدا کېږي او د نورو ادیانو په اړه یې منفي تصور او لیدلوری ختمېږي.

۵- بل مهم عنصر عصري علوم – لکه فزیکس، ریاضي، کیمیا، بیالوژي، … – باید د نصاب یوه برخه وګرځول شي. همدا علوم د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ لامل شوي دي. د همدې علومو په مټ یوه ټولنه کولی شي چې د ټولنو ترمنځ د سیالۍ ډګر ته ور ښکته شي. د دې ترڅنګ هره ټولنه یو لړ علوم لري چې ټولنیز علوم يې بولو، په نصاب کې تر یو ټاکلي بریده د دې علومو شتون هم اړین او ضروري دی. د خپلې ټولنې د تېر مهال، د ټولنې د ځمکنیو سرچینو، په اوسني نظام… او داسې نورو ډېری موضوعاتو باندې د پوهېدلو لپاره د تاریخ، جغرافیې، مدني زده کړې او داسې نورو ټولنیزو علومو له ارزښت څخه انکار نه شي کېدای. په یوه غوره او بنسټ جوړوونکي نصاب کې د دې ټولو شتون لازمي دی.

۶- د نصاب یوه برخه باید ځینو هنرونو ته ځانګړې شي. پکار ده چې زده کوونکو ته د کتاب په بڼه نه، بلکې په عملي بڼه ځینې هنرونه ور وښودل شي. شاعري، لیکوالي، رسامي، نقاشي او موسیقي هغه هنرونه دي چې د انسان د باطن څرګندونه پرې کېږي. او بېرته د یوه انسان د باطن او اروا د ارامتیا لپاره او په انساني شخصیت کې د توازن په رامنځته کولو کې اغېزمن رول لوبوي. د هنرونو یو بل ښه والی دا وي چې د نورو ګټو ترڅنګ د انسان لپاره یوه تفریح هم وي. په ښوونځي کې زده کوونکو ته په غوره او مسلکي ډول د موسیقۍ ور زده کول، د رسامي او نقاشي ور زده کول یو ډېر ستر کار دی.

لیکوال په دې پوهېږي چې د دې وروستي ټکي پر وړاندې به د خلکو غبرګون څه وي، خو لیکوال هېڅ کله هم نه شي کولی چې د خلکو د غبرګون له امله پر یو علمي او ساینسي حقیقت سترګې پټې کړي. دا یو منل شوی حقیقت دی چې هنرونه د انسان په ذهني او رواني وده کې لوی رول و کردار ترسره کوي، او په تېره بیا د موسیقۍ هنر. موسیقي ته د تصوف سترو څېرو او مخکښانو لکه مولانای روم او داسې نورو ځانګړی ارزښت ورکړی. د هنرونو له ارزښت څخه هېڅ کله انکار نه شي کېدای. دا چې یوه ټولنه د ځینو لاملونو په اساس یو هنر بد او ناروا ګڼي، هغه بېله خبره ده. ((په دې اړه چې موسیقي حرامه ده وګورئ: د کتاب درېیمه برخه، *مذهبي فکر*))

۷- په دې ځای کې بېرته د افلاطون خبرې ته ور ګرځم چې ښوونیز نظام په درې بنسټونو ولاړ وي: ښوونکی، نصاب او زده کوونکی. د نصاب په اړه پورته خبرې وشوې. زده کوونکی د یوه ښوونیز نظام د فابریکې خام توکی وي. په ښوونیز نظام کې تر ټولو ستر رول د (ښوونکي) دی. ښوونکی د ښوونیز نظام لپاره د څرخ مثال لري. او بې له ښوونکي څخه دا نظام پرمخ نه ځي. د ښوونکو د ګمارنې په برخه کې پکار ده چې له ډېر غور او فکر څخه کار واخیستل شي. تر ټولو ښه به دا وي چې د ښوونکو د ګمارنې او څارنې لپاره یوه بېله اداره رامنځته شي. لومړی هر ښوونکی د هماغې ادارې له ازموینې او ارزونې وروسته وګمارل شي، او بیا یې وخت په وخت کړنې او کارونه وڅارل شي.

یوازې د ښوونکو د استعداد او وړتیا په اړه هم پاملرنه نه ده پکار، بلکې د دې ترڅنګ د بېل فکر، عقیدې، دین، ژبې، کلتور او فرهنګ ښوونکي باید وګمارل شي. که یو زده کوونکی د خپلې ټولنې تاریخ د یوه هندو-مذهبي استاذ له خولې واوري، یا انګرېزي ژبه د یوه پښتون یا دري ژبې پر ځای له یوه کافر انګرېز څخه زده کړي، او یا د بیالوژي تدریس د یوه عیسوي ښوونکي له خوا وشي، نو آیا دا به د هغه زده کوونکي په فکر او نظر کې وسعت او پراخوالي ته لاره هواره نه کړي؟ او آیا دا ډول زده کوونکی به هغه شخص نه وي چې له هر ډول انسان سره به په ډېر پراخ تندي افهام او تفهیم کوي؟ آیا همدا به هغه زده کوونکی نه وي چې یوازې د مذهبي، فرهنګي، عقیدوي، قومي او ژبني توپیر له امله به هېڅکله په خپل ځان د علم او تحقیق دروازې نه تړي؟ او تل به د علم او پوهې په لور ور درومي؟

نصاب د یوه ملت د لوړتیا او ځوړتیا پرېکړه کوي. په دې هکله یوه مقاله، یو کتاب، یا د یوه مفکر فکر بسنه نه کوي. په دې ځای کې د نصاب په اړه غټو غټو ټکو ته اشاره وشوه. نصاب په څه ډول ولیکل شي؛ پورتني مواد په څه ډول په نصاب کې ځای پر ځای شي؛ د ښوونځي لپاره څومره موده وټاکل شي؛ او … داسې بلها نورې پوښتنې شته چې د یوې ټولنې د مفکرینو او د دې برخې د پوهانو ناستو، خبرو اترو او قلم ته اړتیا لري.

۴- پوهنتون:
له ښوونځي وروسته د لوړو زده کړو او په یوه برخه کې د تخصص تر کچې رسوونکی بنسټ د پوهنتون یا University په نوم یادېږي. پوهنتون کلمه خو د فارسي ژبې د ((دانشګاه)) لفظي ژباړه ده، خو University کلمه د لاتیني ژبې له Universitas څخه اخیستل شوې چې د ښوونکو او پوهانو د ډلې او یا د وګړو، ټولنو، کمپنیو، کارخونو یوې ټولګې ته ویل کېږي. د University پراخه معنا ټولګه او یا مجموعه ده. د پوهنتون اوسني جوړښت ته په کتو د University کلمه د دې بنسټ لپاره یو ډېر غوره انتخاب دی. په اوسنیو پوهنتونونو کې د ګڼو څانګو ښوونکي، نصابونه، سیسټمونه او داسې نور په یو ځای کې راټول شوي وي، او د یوې مجموعې په توګه خدمات وړاندې کوي.

پوهنتونونو ته د لار پيدا کولو لپاره په نړۍ کې ګڼ سیسټمونه شتون لري. زموږ په هېواد کې پوهنتون ته د رسېدو لپاره د کانکور سیسټم کارول کېږي. د کانکور په آزموینه کې بریالي زده کوونکي دولتي پوهنتونونو کې زده کړې کوي؛ او په دې آزموینه کې پاتې زده کوونکي خصوصي پوهنتونونو ته مخه کوي. دلته به د کانکور ازموینې پر څرنګوالي یو څو خبرې وکړو.

د کانکور آزموینه د اوسني عصر د علمي غوښتنو سره بیخي په ټکر کې ده. د کانکور آزموینه د ښوونځي د وروستیو درې کلونو له نصاب څخه چمتو کېږي او یو زده کوونکی اړ دی چې دا ټول کتابونه ټکي په ټکي په یادو زده کړي او بیا د خپلې خوښې پوهنځي (Faculty) ته لار پیدا کړي. که یو زده کوونکی د شرعیاتو پوهنځی غواړي، نو اړ ده چې د طب پوهنځي د غوښتونکي په څېر ساینسي مضامین ورته زده کړي؛ او که یو زده کوونکی طب غواړي، نو هغه هم اړ ده چې د شرعیاتو یا د حقوقو د غوښتونکي په څېر دیني مضامین او کتابونه هم په ښه توګه زده کړي. د ارواپوهنې د څېړنو په اساس، په نړۍ کې داسې انسانان ډېر کم دي چې په ورته وخت کې په څو مضامینو کې بریالي راووځي. هر انسان د یوه ځانګړي کار او برخې لپاره پنځول شوی وي. او که انسان ته یوازې هماغه کار ور وسپارل شي، نو هله دا انسان بریالی کېږي. د کانکور د همدې سترې نیمګړتیا له امله ډېری د شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځي له هغو ډاکټرانو او انجینرانو څخه ډک دي چې ذهنونه يې د ژبنیو، اجتماعي او دیني مضامینو لپاره چمتو نه وو.

په دې ځای کې څه پکار دي؟ پکار ده چې د کانکور آزموینه په څو برخو ووېشل شي او د هر پوهنځي د مینوالو لپاره بېله، بېله آزموینه برابره شي. تر څو هر زده کوونکی په ډېرې آسانۍ وکولی شي چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شي او د خپل ځان او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.

پوهنتون ته له بریالي کېدو وروسته، زده کوونکی – چې اوس یې زده کړیال بولي – له یوې بلې ستونزې سره مخ کېږي، هغه د پوهنتون داخلي فضا یا چاپېریال وي. زموږ د ډېریو پوهنتونونو چاپېریال علمي او څېړنیز نه وي، بلکې د یوه ابتدائیه ښوونځي د ټولګیو په څېر وي. له زده کوونکو سره د استاذ چلند غیرعلمي او غیرمنطقي وي؛ دغه راز، زده کوونکي له استاذ سره هغه ډول چلند نه کوي چې یو زده کوونکی یې باید وکړي؛ له زده کوونکو سره د استاذ تعصبي چلند او په وړو خبرو له خپلو زده کوونکو سره ضد او کینه کول، د دې په مقابل کې د زده کوونکو له خوا له خپل استاذ سره غیرعاقلانه او غیرانساني چلند د نن ورځې د ډېری پوهنتونونو د پېژاند نښې ګرځېدلې. د علمي او ساینټیفیک ماحول پر ځای له پوهنتون څخه د تربیې او روزنې یو مرکز جوړ وي؛ د ساینس یا کمپیوټر استاذ د ساینس او ټکنالوژۍ په هکله د بحث په ځای د دین او مذهب تبلیغ پیل کړی وي، یا د شرعیاتو یو استاذ د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه د منفي او ناسم لیدلوري خپرولو ته مټې را نغښتې وي؛ او داسې نورې ډېرې منفي کړنې او چلندونه په اوسنیو پوهنتونونو کې لیدل کېږي چې هېڅ علمي او عقلي بنیاد نه لري.

د دې پر ځای، پکار ده چې پوهنتون په ټوله معنا یو علمي او څېړنیز مرکز وي؛ زده کوونکو ته باید د بحث او استدلال وخت ورکول شي؛ ښوونکو ته بویه چې د خپلو زده کوونکو د رټنې او شړنې په ځای هغوی ته په علمي او عقلي استدلال قناعت ورکړي؛ یوه زده کوونکي ته دې حق ورکول شي چې د خپل استاذ خبره وننګوي او چیلنج يې کړي؛ په مقابل کې دې استاذ د احساساتي او غیرمعقول چلن په ځای له استدلال او منطق څخه کار واخلي؛ زده کوونکو ته دې د خپلو وړتیاوو، استعدادونو، خلاقیتونو او نوښتونو د ښکارولو وخت او موقع ورکول شي. د پوهنتونونو نصاب دې د نړۍ له سترو پوهنتونونو سره سیال شي. د استاذ او زده کوونکي ترمنځ واټن دې راکم شي او د استاذ او ښوونکي ترمنځ دې د هغو اړیکو پر رامنځته کولو کار وشي چې نن ورځ د ښوونیزې ارواپوهنې د څېړنو په اساس غوره او ګټورې ښودل شوې دي. ښوونیز نظام باید په داسې ډول جوړ شي چې د استاذ او شاګرد ترمنځ اړیکه د حاکم او محکوم په څېر نه، بلکې د ملګري او لارښود په څېر وي.

دا خبره ډېره عامه ده چې ملتونه د علم په مټ پرمختګ کوي. پوهنتونونه د همدې علم مرکزونه دي؛ د پوهنتونونو ځوړتیا د ملت ځوړتیا ده، او د پوهنتونونو په نظام کې بهتري، ښه والی او پرمختګ د یوه ملت سوکالي، هوساینه او وده ده.

نور ښکاره کړئ
Back to top button