په تاریخ مرصع کې د مغلي واکمنو یادونه

شهسوار سنګروال
په هند کې د سوریانو واک د پښتون ټبر د واک او ځواک یوه ښه انځور دی چې د خپل ستر مشر سوري شېرشاه د پوهې او تدبیر له مخې د پادشاهي شانو شوکت ته ورسېدل چې اصلي لامل یې د پښتنو یوالی وو.
د اسلام شاه له مړینې وروسته د درې تنو تر مینځ د واک په سر خونړۍ پېښې د پښتنو د ځواک او واک د زوال یو بل انځور دی چې د نایوالي له کبله یې هر څه له لاسه ورکړل او همایون ته د دې زمینه برابره شوه چې د دویم ځل لپاره یې د هند د دولت واګي پلاس کې ونیوې ولې د ژوند تر پایه یې ټول هندوستان ونشو نیولی دا ځکه چې تر ډېره وخته پورې سیمه ییز سرداران او پښتانه نوبان واکمن وو.
کله چې مغلي همایون ومړ زوی یې جلال الدین اکبر په ډېرې ځیرکتیا د خپل واک د غځولولپاره مټې را بډوهلې او د خپل ځواک لمن یې پراخه کړه.
په تاریخ مرصع کې د همایون د مړینې او د جلا الدین اکبر د سلطنت په اړه یادونه شوېده چې لنډیز یې داسې دی:
؛سن انصو دوه شپېته وه همایون پس د غازخفتن د نمانڅه له بام کوز راته نا ګاه ئي همساله پاو نړی خطا شه څو زمکی ته راته ساه ئی نه وه لکه تاریخ د همایون رضوان پناه له دی مصراع همایون پادشاه از بام افتاد او هر کله شاهزاده جلال الدین محمداکبر په قصه کښ د کلا نور په تخت د سلطنت جلوس وفرمایه…؛(۲)
(۲)تاریخ مرصع ۴۴۸مخ
لکه چې ومو وېل همایون په ۹۶۲ هـ کال د پېښور له لارې د هند د نیولو په تکل وخوځېد. په همدې کال د روژې په سر کې د ډهلي په تخت کېناست او د یوه کال په موده کې په ۹۶۳هـ ۱۵۵۵ز کال په ډیلي کې مړ شو او دیارلس کلن زوی یې جلال الدین محمداکبر په لاهور کې پادشاه شو.
هغه مهال چې جلال الدین اکبر پادشاه شو ده هم د پښتنو له بې اتفاقي نه د خپل واک د ټینګښت لپاره ډېره ګټه واخسته او د مغلو سردارانو په ملتیا یې لښکر تیار کړ چې په ډیلي برید وکړي.
د خواشینۍ خبره ده چې مغلي مشرانو د دیارلس کلن مغلي واکمن ملا وتړله او عدلي د خپل ځواک او واک لپاره خپل خورایه په سرو وینو ولړه او مړ یې کړ.
مغلي ځواکونو د جلال الدین اکبر د واک د پراختیا لپاره لا دمخه د سکندرخان، روزبک خان او قیام خان کنک په مشرۍ اګرې ته رسېدلی وو خو کله چې عدلي خبر شو د همیون په مشرۍ یې یو لښکر مقابلې ته ور ولېږه ولې هغو د مقابلې وس پیدا نکړ ډیلي ته لاړل. بیا هم همیون ځان ور ورسوو او هغوی ته یې سخته ماته ورکړه چې په پایله کې همیون ډیلي ته ننووت او د پادشاهي دربار یې ټینګ کړ. تاریخ مرصع په دې اړه کښلي دي.:
؛همیون په علانیه ویلي وه چه که ډهلي په قید د تصرف راشي په شرف د اسلام به مشرف شم هرګاه چه دا سعادت نصیب د ده نه وه وعده ئی په ماته کړه په ابدي شقاوت کښ پاتو شه…؛(۳)
(۳)تاریخ مرصع ۴۵۵مخ
همیون یو ځل بیا د عدلي د واکمنۍ لپاره د جلال الدین اکبر لښکر سره مخامخ شواو په تېښته کې په یوه مرګوني غېشي ولګېد نو بیا یې فیل واله ته ووېل چه د جګړې له ډګره مې باسه. نوموړی د تېښتې په حال کې وو چې شاه قلي خان پرې ور پېښ شو. تاریخ مرصع په دې هکله کاږلي دي:
؛شاه قلي خان له ماوت ئی پښتنه وکړه چه رښتیا ووایه چه همیون لعین څه شه ماوت له ویرِ ووِ چه پاس په انبالی کښ دی شاقلي خان همیون له هاتي کوز کړ په ملازمت ئی د اکبر پادشاه راووست… اکبر پادشاه پخپل لاس په نیت د غزا سر د هغه کافر په توره له تنی پریکړ…اکبرپادشاه غازي له هغه ورڅی مخاطب شه.؛(۴)
(۴)تاریخ مرصع ۴۵۷مخ
عادل خان عدلي د همیون د کسات اخستو لپاره د مغلو جګړې ته ور ودانګل ولې د سختې جګړې له کبله د ده پوځ مات شو او دی په همدې جګړه کې ومړ.
پښتنو واکمنو د درې کالو په موده کې خپل مینځیو جګړو دومره کمزوري کړي وو چې مغل واکمنو په ډېرې اسانۍ پرې بری تر لاسه کړ.
له خپل مینځي جګړو سره سره بیا هم سیمه ییزو واکمنو سردارانو او خانانو اکبرپادشاه ته د غلامۍ سر ټیټ نکړ ځای ځای یې خپل مقاومت ته ادامه ورکړه. د ساري په توګه د ؛مالوي؛ وروستی واکمن بهادر تر ډېره وخته د دغې سیمې واکمنۍ خوندې کړې وه خو له بده مرغه چې د عیاشي او بیکاري له بابته یې خپل ځان کمزوری کړ چې پخپله تاریخ مرصع هم دې ټکي ته ګوته نیولې ده:
؛بهادر سرود او رقص اغاز کړ ورئی چه انه صوارتینی سندرغاړ او سرود ګری پیدا کړ په دوی واړو کښ په روپ متی پاتر عاشق شه… دا حقیقت اکبر پادشاه ته ورسیده په سن انه صواته شپیته ادم خان کوکه په تسخیر د مالوی تعین کړ…لږ څه جنګ ئی وکړ…بیا ئی خزانی او هاتیان او محلونه ئی په لاس د مغل کښیوتل.؛(۵)
(۵)تاریخ مرصع ۴۶۱مخ
جلال الدین اکبر یو اوښیار او ځیرک پادشاه وه چې نه یې غوښتل چې خپل لښکر یې کوم زیان وویني. هغه کوښښ کاوو چې هندوان په هندوانو کمزوري کړي او پښتانه په پښتنو وځپي. نوموړی به چې پوه شو اوس په یوه کوچني ځواک سیال لوری لاندې کولی شي نو بیا به یې برید وکړ.
د بېلګې په توګه څو پېښو ته ګوته نیسو لکه د ګنګا په غاړه دکرلاڼیو او ګوالیرانو پښتنو تر مینځ خونړۍ نښتې ، د کرلاڼیو او سلیم خان کاکړ تر مینځ اخ ډب، د کرلاڼیو او فتح خان بټنی تر مینځ پرلپسې جنګونه…
د پام وړ خو دا وه چې ډېرو تاریخونو دېته ګوته نیولې ده هغه د کاکړو وګړو هجرت وو چې درې زره سوارو چې خپلې کورنۍ هم ورسره وې د مغلو د تیري له امله ګنګا ته په څېرمه حاجي پور کې واړول. ولې د خواشینۍ خبره ده چې تاج او عماد دویته اجازه ورکړه چې پدغه سیمه کې استوګن شي. کاکړو د دوی په غبرګون کې ووېل تاسو پوهېږئ چې موږ پسې د مغلو لښکرې را روانې دي تاسو پښتانه وروڼه چې موږ ته پناه رانکړئ نو چاته لاړ شو چې موږ له دغه تیري نه وژغوري؟ پدغه وخت کې تاج او عماد له لس زرو سورو سره د هغوی لور ته ورغلل او په جګړه یې لاسپورې کړ چې له کبله یې دواړو لورو نه په سوونو ځوانان ووژل شول او په پای کې کرلاڼي په کاکړو باندې برلاسي شول.
کله چې سلیمان کرلاڼي د یوه ځواک څښتن شو نو بیا یې ؛اودیسې؛ ته مخ کړه. او دیسې یوه داسې یوه سیمه وه چې لا تر دې دمه د اسلام لښکرې نه وې ورغلې.
نوموړي ډېر سواره له سین نه پورې اېستل او د پرلپسې جګړو په ترڅ کې د هندوانو د سروزرو یو ستر بت یې تر لاسه کړ چې وزن یې دېرش منو ته رسېده.
پښتنو له دغه بت نه سربېره نور ډېر شته هم تر لاسه کړل او بیا یې په بنګال برید وکړ.
دغو پښتنو شپاړس کاله د بنګال له پښتنو سردارانو سره جګړې وکړې چې په پای کې ډېر کرلاڼي پښتانه او همدا راز د هغوی پښتانه سیالان هم مړه شول. ولې په وروستیو کې د کرلاڼي سلیمان په ځای د هغه زوی بایزید ځای ناستی وټاکل شو. دلته بیا د سلیمان د کشر زوی داود او د عماد د زوی هسنو چې دواړه تربوران وه د دوی په مینځ کې خونړئ جګړه ونښته چې په پای کې داود په دې بریالی شو چې خپل تربور ووژني او بیا بهار ته مخه کړي.
جلال الدین اکبر پوه شو چې اوس دواړه لوري د خپل مینځي جګړو له امله کمزوري شویدي نو بیا یې رجه تو ډرمل، منعم خان او خان خانان د داود مقابلې ته ولېږل ولې وسه یې بیا هم ونه رسېده او پادشاه نور پوځونه هم ور واستول.
داود پخپل ځواک دومره مغروره وه چې کله هم په خیال کې نه وګرځېده چې ګنې د مغل لښکر به ده ته ماته ورکړي. نوموړي د خپلې بېباکۍ له کبله لا د پټني په کوټ کې دننه وه چې د مغلو ځواکونو کلابند کړ.سره د دې هم چې د مغلو پوځ ترې راتاو شوی وه ولې دی لا همغسې جنګېده چې په پای کې د سردارانو د خیانت له بابته دېته اړ شو چې د ګنګا د سین لخوا نه د بنګال په لور رهي شي.
له دې وروسته مغلي لښکر کوټ ته ورننووت او بیا یې د هغوی ټولې وسلې تر لاسه کړې.
د داودخان نامتو سپهسالار چې قتلوخان لوحانی نومېده د اکبر پادشاه یوه سلاکار ته چې قلي خان نومېده او په خان جهان مشهور وه ځواب واستوو چې تاسو په بنګال برید وکړی چېرته چې داودخان اوس د واک څښتن دی. زه به ځان له جګړې نه ګوښه کړم خو پدې شرط چې ماته به ډېر شته راکوی.
قلي خان پدې خبرې ډېر خوشاله شو او بیا یې له جلال الدین لکبر سره پر سلا او مشوره د بنګال د نیولو لپاره یو ستر لښکر ولېږه. کله چې پوځ په داود خان برید وکړ د نوموړي وزیر د خپلې ژمنې له مخې د مغلو ځواکونو ته د دې زمینه برابره کړه چې په پایله کې بنګال د مغلو پلاس کېووت او مېړنی داودخان چې له ډېرې ښکلا نه د هند د خلکو لخوا ثاني یوسف ګڼل کېده ومړ.
د قتلو خان د خیانت سره سره او د مغلو پوځ د خونړیو بریدونو له امله بیا هم بنګال په بشپړه توګه د پښتنو له لاسه ونه ووت او په وار وار یې له مغلو سره ډغرې ووهلې، د پښتنو مشرانو ټوکر ټوکر او د مغلو لخوا ځپل ښوي ځوانان په ځان راټول کړل او د یوې کمزورې وسلې په مټ یې بیا هم له ځان او مال نه ساتنه وکړه چې موږ د دغو مشرانو په لړ کې میان خېل لوحانی ،د عیسی خان زوی سلیمان او خواجه عثمان یادولی شو.
خواجه عثمان هغه آتل پښتون وه چې پوره شل کاله د اکبر پادشاه له لښکرو سره وجنګېد او په پای کې د جهانګیر د واکمنۍ په مهال په ډېره مېړانه شهیدشو.
د پښتنو د یو شمېر مشرانو باتوري تاریخ مرصع هم ستایلې ده او پدې ټکي یې ټینګار کړی چې له دومره مېړانې سره سره بیا هم پښتنو خپله واکمنۍ له لاسه ورکړه.
؛په سن د زر یوویشت هر ګز او مطلقاٌ حکومت په پښتنو کښ پاتو نشه او په سبب د مخالفت ئی داعظیم دولت بائله…(۶)
(۶)تاریخ مرصع ۴۷۳مخ
د افضل خان خټک څرګندونې په ځای دي چې پښتنو د هند دولت له لاسه ورکړ ولې د نوابانو په توګه یې بیا هم د هند په ځنو سیمو کې سیمه ییزه واکمنۍ خوندي کړې وه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button