د الله اکبر نعره چې د طالبانو پښې لړزوي

عبدالمنان توحیدیار

هرات کې د طالبانو پروړاندې خلکو قیام کړی او د الله اکبر په نعرو باندې یې طالبان رد کړي او د هغوی ظلم یې غندلی دی.

دا نعره اوس د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې انعکاس شوي او خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ باندې د الله اکبر چیغې وهي او د طالبانو پرضد باندې شعارونه ورکوي.

طالب په رښتیا هم تر پخوا وحشي شوی، تر پخوا ځناور شوی او تر پخوا یې ظلمونه څو چنده لوړ شوي دي.

طالب بدل شو، خلکو ولیدل چې طالب اوس تر پخوا ډير مزدور شوی او تر پخوا ډیر په خلکو باندې رحم نه کوي.

د هرات د الله اکبر چیغې د طالبانو پښې لړزولي او د الله اکبر دا نعره د طالبانو هغې سره ډير توپير لري، د طالبانو نعره د وینې تویدل او تاسیساتو ړنګول دي، خو د خلکو دا نعره د خلکو مورال لوړلو او جذبه راپارول دي.

د طالبانو د الله اکبر نعره

طالبان چې الله اکبر کړي، کغ د یوه انسان، یوه مسلمان، او د یوې مور د زوی پر غاړه د وحشت چاړه را کش کړي.

طالبان چې الله اکبر کړي، د بوشکې د ریموټ تڼۍ کښېکاږي د هېواد د اقتصاد یو رګ و شوکوي، د هېواد د عظمت ساتلو یو دېوال، یوه ودانۍ، یو څلی ونړوي.

طالبان چې الله اکبر ووایي وحشت، وېره، درنده ګي خپره شي، غوني زیږه شي، د انسان له زړه د خدای پاک د رحیموالي او رحمانوالي تصور ووځي. مایوسي او نهیلي خپره شي

طالبان چې الله اکبر ووایي یو پنجابی جنرال یې خپل خیرن ژیړ غاښونه له بدشکلې موسکا سره را څرګند کړي، خیرنې، نشه یي او مریضې سترګې را رډې کړي او بیا کټ کټ د خپل منافقت او مکر بریا ته وخاندي.

طالبان چې الله اکبر ووایي، د اسلام پر ښکلي مخ د وحشت تور زرڼه را وپاشي، ښکلی، مهربانه او خیالي اسلام تور زومبي دېو خلکو ته تر خیال ور ولي.

طالبان چې الله اکبر ووایي د فساد، وراني، غلامي او سپېتانې تور تهمت د رب په مقدس نامه پورې وتړل شي او د بشر د تاریخ تر ټولو بدرنګه او عظیمه ګناه د خدای د دین په نامه وشي.

د هراتیانو او نورو افغانانو الله اکبر

د افغانانو په الله اکبر باندې د ښار د ماشومانو، مېرمنو، بې وزلو او عاجزانو په زړونو کې د وېرې په منځ کې هیله مندي او ډاډ را پیدا شي.

د هراتیانو په الله اکبر د خدای ترحم ته هیله پیدا شي، د وحشت له تیارو د خدای د رحم رڼا ته د پنا وړلو دروازه پرانیستل شي.

د خلکو په الله اکبر ښاریان یو بل ته د مینې پیغام ورسوي، یو بل ته ډاډ ورکړي چې موږ ټول خدای لرو او خدای له موږ سره دی.

موږ افغانان چې الله اکبر ووایو، ادې سجدې ته ټیټه شي، ابا د خدای حضور ته د درېدلو نیت وتړي.ً

موږ افغانان چې الله اکبر ووایو، د سرتېري ناره مو تر غوږ شي چې پر وحشي تېريګر غلام ور وبلوسي، په منځ یې سره وشوکوي، په مخابرو کې نارې شي چې د خدای لپاره ټول یې مردار کړل.

طالبان غواړې افغانان د پنجابیانو غلامي وکړي

پاکستان د افغانانو د ځمکې غل او وجودي دښمن دی، یواځې دا نه چې غلام یې غواړي بلکه ذلیل، وږی او محکوم غلام یې غواړي.

په دغسې وخت چې کې له لویدیځ سره د افغانستان پارټنرشیپ د افغانانو د نجات یواځېنۍ لاره ګڼل کېده، په وروستیو کې هغه پارټنرشیپ هم د لوېدیځ او چین د سیالۍ خوراک او تله یې د پاکستان د ټیکه دار اسټبلیشمنټ لور ته ور کږه شوه.

اوس نو، د دې ټولو قدرتونو جمع لوېدیځ ماده پرست بلاک د ضرر اړخ موږ ته او د ګټو اړخه زموږ دښمنانو ته ده.

نن د غزنویانو، غوريانو، هوتکیانو او ابدالیانو د مسلمانو امپراطوریو له مرکزونو او ټاټوبیو د دې لپاره د الله اکبر نارې را پورته کېږي چې د رنجیت سینګ او جناج پوجا اولادونو ته خپل اسلام او خپله مسلماني ثابته کړي، خو دا ساده ولس په دې څه خبر دي چې د اوسنۍ نړۍ هېوادونه د ځنګله لېوان دي، دوی چې بې وسه هوسۍ و ویني دوی ته خدای، رسول، کعبه او مدینه معنی نه لري.

اوسنۍ نړۍ که څه هم په سیاسي فورمونو د اخلاقو او لبرالیزم ډنډورې غږوي خو په حقیقت کې په ژویو کې داروین د نظریې د فیټیسټ ټو سروایو د نظریې ټولنیز او سیاسي مصداق دي او د ریالیزم د اخلاقي فقدان پیروان دي.

دلته نه اسلام شته، نه کفر شته، نه امت شته، نه امامت شته، نه خلافت شته. دلته د هیوادونو متضادې ګټې دي. او بس

نیابتي جګړه او د طالبانو سوداګري

دلته د یوه ملت ګټې د بل په تباهۍ او بربادۍ کې دي او نجات یواځې هغه خلک پیدا کوي چې خپلې ملي پولې محکمې، خپل پوځونه او بنسټونه جوړ، خپل ځان د تلې دروند کاڼی کړي چې لوی قدرتونه د خپلې تلې د درنولو لپاره اړتیا ورته ولري.

نن نړۍ بیا د حال په ژبه زموږ دې ساده ګۍ ته خاندې چې ته دا ساده ګان ګوره، خپل سرتېري یې یواځې پرېښي، خپل سرحدونه یې نه دي ټینګ کړي، خپل ملي هویت یې نه دی پاللی، خدای ته نارې ور وهي.

نن د اسلامي تمدن له مرکزونو، له بلخه، له هراته، له غزني، کابل او کندهاره د الله اکبر نارې پورته کېږي، د یوه نیم دینه هېواد بې دینه پوځ د نړۍ له سترو قدرتونو جواز او لایسنس را اخیستی، له څلورو خواوو یې ډاډ ترلاسه کړی او سرې سترګې پرې را روان دی.

یو ستر ځواک یې د بل او بل یې د بل د ګټو خلاف حمایه کوي. د سپیو کور په کور بدي ده، خوار غریب ته یې یوه ده. خوار غریب په خپله پر ځان کړي. د عقلانیت په زمانه کې په اسطورو پسې تللی، د نظامدارۍ په زمانه کې په جهادیت پسې ځغاستلی، د انجنیرانو، علماوو، متخصصینو او ټکنالوجۍ په زمانه کې یې د ملا او اخوند لکۍ نیولې او خپل برخلیک دمګریو او مداریانو ته سپاري.

پایله

پایله دا کیدلی شي چې هر افغان مسوولیت لري چې د طالبانو پرضد خپل غږ پورته کړي، طالبان یواځې د نظام او حکومت دښمن نه دی، طالب د ټولو افغانانو دښمن دی او په بیلابیلو برخو کې به هر افغان ته زیان رسوي.

یواځې د طالب وحشت نه دی چې ګنې یو شمېر افغانان به ووژني، ستاسو یاد دي چې د طالبانو په واکمني کې خلک له لوږې څخه مړه کیدل، داسې ورځې بیا راتلونکي دي چې زیان یې ټولو ته دی.

ځينې فکر کوي چې طالبان بدل شوي او دا ځل به زیاتو برخو کې له نرمۍ کار اخلي، خو تاسو سپين بولدک کې ولیدل چې طالبانو څومره وحشت وکړ، څومره خلک یې ووژل او څومره خلک یې بې کوره کړل.

د دې ټولو ور هاخوا طالبان غواړي افغانان ذلیله شي، افغانان بل واکه شي، افغانان غلامان شي، افغانان مجبور شي، افغانان بې سواده شي، او دا خاوره یو ځل بیا د پنجابي په استعمار کې شي.

لکه د هراتیانو د هر چا مسوولیت جوړیږي چې د طالبانو پرضد ملي بسیج شي او قیام وکړي، دا به د ټولو په خیر وي چې په هر قیمت وي، د طالبان له ظلم او ستم ځانونه خلاص کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button