که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري، که د شپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې ترسره کړئ!

 

ټول بالغ انسانان په څلور ویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري، خو داسې کسان شته چې په څلور ویشت ساعتونو کې پینځه یا شپږ ساعته خوب کوي، لږ خوب کول هم د روغتیا لپاره ضرر لري او هم د ورځنیو کارونو مخنیوی کوي او د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، خو ځینو کسانو ته بیا د درملو د خوړلو او یا کوم بل لامل لپاره خوب نه ورځي او له اتو ساعتونو څخه لږ خوب کوي ان تر دوو یا درېیو ساعتونو ډېر خوب نه شي کولای.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپله بې خوبي له منځه یوسوو او کوم شیان زموږ د بې خوبۍ او د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي، که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

۱. کتاب ولولئ!

 هغه کسان چې د شپې له خوا خوب نه ورځي او تر ناوخته پورې ویښ وي، تر ټولو غوره لار یې د کتاب لوستل دي، مطالعه د دې لامل کېږي چې انسان راحت او ارامه خوب وکړي.

 

۲. یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ!

د شپې له خوا او له ویده کېدو څخه مخکې یو ګېلاس ګرمې شیدې هم د دې لامل کېږي چې ستاسو خوب منظم او ارامه شي، نو هڅه وکړئ چې هره شپه له ویده کېدو څخه مخکې  یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ.

 

۳. الکټرونکي وسایل له ځان څخه لرې کړئ!

هغه کسان چې خوب یې کم دی او په اسانۍ خوب نه ورځي، باید له خوب څخه مخکې الکټرونکي وسایل لکه، موبایل، کمپیوټر او داسې نور شیان له ځان څخه لرې کړي، تر څو ښه خوب وکړي. 

 

۴. د خونې مو ډېره مه تودوئ!

د خونې ډېره توده هوا هم د خوب د نا ارامۍ لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې د خپلې خونې هوا په عادي حالت کې وساتئ، یعنې نه ډېره توده او نه ډېره سړه وي.

 

۵. غږیز کتابونه واورئ!

ډېری وخت د غږیزو کتابونو یعنې ناولونو، لنډو کیسو او داسې نورو کتابونو اورېدل هم د دې لامل کېږي، چې ژر خوب درشي او ارامه خوب وکړئ.

د غږیزو کتابونو اورېدو لپاره د کتابتون یوټیوب چاینل په لاندې لېنک خلاص کړﺉ او غږیز کتابونه واورﺉ.

https://youtube.com/c/Ketabton-official

۶. کافیین مه خورئ!

هغه کسان چې مخکې له ویده څخه داسې مایعات څښي چې کافیین لري، خوب یې کمېږي، دا مایعات لکه چای، قهوه او داسې نور دي، نو که غواړئ چې ارامه خوب ولرئ د دې مایعاتو له ډېرو څښلو ډډه وکړئ.

سربېره پر دې داسې نور خواړه او مایعات هم شته چې د بې خوبۍ لامل کېږي، خو موږ یې له یادونې تېرېږو، ځکه چې د ټولو یادونه یې زموږ د لیکنې د اوږدېدو لامل کېږي، نو همدا یاد ټکي بسنه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button