په پاکستان کې بې وسه افغان کډوال!!!

 

ليکنه/ محمدالله صابري ـ پکتيا

خپل کور جنت وي خو موږ دا جنت کله هم درک کړی نه دی. افغانان په پرديو هيوادونو کې عمرونه، عمرونه تېر کړي خو د خپل کور د ابادۍ فکر ورسره پيدا نه شي، پردي کورونه جوړ کړي، پردي هيوادونه جوړ کړي خو د خپل د ورانۍ خيال يې لا هم په ذهن حاکم وي.

زما په اند په ټوله نړۍ کې تر ټولو په ستونزو کې ښکېل به افغانان وي خو دوی په خپل کور کې د اسوده ژوند کولو خيال پيدا نه کړ.

په ګاونډيو هيوادونو کې د افغان مهاجرو ژوند له خورا ګڼو ستونزو سره غاړه غړۍ تېرېږي خو دې افغانانو هيڅ وخت د خپل هيواد د ابادۍ فکرونه له ځانو سره ونه کړل.

هغه افغان کډوال چې په ګاونډ پاکستان کې د کډوالۍ ورځې او شپې تېروي له خورا ګڼو ستونزو سره لاس و ګريوان ژوند لري، که حقيقت وويل شي نو دا ستونزې ترې ډېره خپله افغانانو ايجاد کړې دي او که افغانان وغواړي نو کولای شي، چې په خپل هيواد کې اسوده او سوکاله ژوند ځانو ته برابر کړي.

د پېښور په فوځي ښوونځي باندې له برید نه وروسته د پاکستان په بېلابېلاو سیمو کې په افغان کډوالو باندې پاکستاني پولیسو ځکمه راتنګه کړه. د کشمیر په مېرپور سیمه کې ډېر افغان مهاجرین بندیان کړل. خیبر پښتونخوا خو پرېږده په پنجاب کې هم افغانان پولیسو ډیر تنګول، مخابرتي شرکتونو د موبایل سیم کارت کاروونکو ته لیکلي پیغامونه لیږلي وه تر څو ټول خلک سېم کارتونه په خپل نامه رسمي راجستر کړي. خو ډېری خلکو دغه خبرتیا بابېزه ګڼله. مخابراتي شرکت د اپریل۳۰ مه نېټه اخيري وخت ورکړ. ورځې تېرېدې د اپریل۰ ۳ مه نېټه هم رانږدې شوه په یاده نېټه د شپې له ۱۲ بجو نه وروسته ټول نارسمي تلیفون سیم کارتونه بند شول.  سهار چې را پاڅیدم  غوښتل مې یو چاته تلیفون وکړم خو تلیفون کار نه کاوه. د زنګ په وهلو سره کمپیوټري غږیز پیغامونه چې ویل ” ستاسو د شمیرې بایومېتریک نه دی شوی. مهرباني وکړئ د رسمي کیدو لپاره له نږدې څانګې سره اړیکه کې شئ”.  زه هم مجبور شووم چې د سیم کارت رسمي کېدو لپاره د موبي لینک مخابرتي شرکت مرکزي دفتر ته ورشم.  د یو چانه مو د موبي لینک دفتر درک پوښتنه وکړه راته ويي ویل چې دفتر يي په تاکال کې دی. زه هم د هشنغرۍ نه په یو ټیکسي کې کیناستم او د جاز (موبي لېنک) مخابرتي شرکت ته مخامخ ښکته شووم. هلته بې شمیره خلک په کتار کې ولاړ وو. ما د یو کس نه د سېم کارت راجستر کېدو پروسې پوښتنه وکړه. ویل يي چې لومړی لاندني پوړته لاړ شه او هلته دې (افغان سیټي زن ) مهاجر کارت په یو وکیل باندې تصدیق کړه. د تصدیق کېدو په بدل کې پنځوس روپۍ اخلي. زه هلته ورغلم وکیل راته وویل چې ماجرکارډ راکړه ما ورته وویل چې زه ماجر نه یم افغانی یم. پاسپورټ لرم. بیا يي داسې ځیر ځیر راته وکتل. ماهم د تصدیق کېدو لپاره د پاسپورټ کاپي ورکړه . دواړه پاڼې يې راته ټاپه کړې. سل روپۍ يې واخیستې. ویل يي چې د کارت په تصدیق کیدو باندې ۵۰ کالداري اخلو او د  پاسپورټ تصدیق کیدو باندې ۱۰۰ کالدارې. ما هم سلګون ورکړ د پاسپورټ تصدیق کېدلو نه وروسته  د مخابرتي شرکت خواته روان شوم، رسېدو سره سم په کوم ځای کې چې زه په کتار کې ولاړ وم هلته خلک نور هم زیات راغلي وو خو له ما مخکې یو سپین ږیري بابا اشاره وکړه چې دلته راشه  په ما پسې کتار کې ودریږه. د مهاجرو لپاره ځانته ځانګړی کتار جوړ شوی و او پاکستانی به سمدلاسه ور د ننه کېده. په دې وخت کې بیروبار نور هم زیات شو. خلکو کوښښ کاوه چې بې نوبته لاړ شي. د دروازې څوکیدارانو غوښتل چې خلک کنترول کړي خو دوی په دې و نه توانېدل نو د شرکت مسولین مجبور شول چې د مرستې لپاره پولیسو سره په اړیکه کې شي ترڅو د نوبت نظم حالت کنټرول کړي. څو شیبې وروسته د پولیسو اسماني رنګه پیک اپ راورسیده. تورمخي او بدرنګه پولیس ترې راښکته شول. د راکوزیدو سره سم  يي هغه کسانو چې بې نوبتي کوله په ټېلو ټېلو له هغې ساحې نه وشړل. ټول ټیټ سرونه په کتار کې سم او منظم ودرېدل. پولیسو به خلک پورې وهل څوک به یي په کوتک وهل یو بد حال يي راواخیست. په دې وخت کې پولیسو یو سپین ږیری باباهم  ټېله کړ. زما سترګو ته خپل پلار ودرېده. په دې حالت لېدو سره زه ډېر خفه شوم ،خلکو له سر نه کتار جوړ کړ. له کوزې خوا نه دوه ترکمن په لاره کې راروان وو هغوی په همدې لاره تیریدل پولیسو چې څرنګه ولیدل هغوی بیچاراګان يي له غاړې راونیول او پیک اپې ته يې ور واچول. پولیس والا خو د دوه ترکمنو سره تاڼې (حوزې) ته لاړل. د دې منظر په لېدو سره خلکو وخندل ما ورته وویل چې تاسو ته شرم په کار دی . اخېر په دې کې د خندا څه خبره وه؟! یو بې ګناه افغان بې ځایه پولیس ځوروي تاسو باید په دې حالت افسوس وکړئ. خیر لنډه داچې په دې وخت کې زمونږ نوبت راورسېده او د کمپنۍ دفتر ته د ننه شوم. هلته په کتار کې ودرېدو زما نه مخکې یو کس په بد حال ستړی ستومان ورته ولاړ و. ما ورته وویل چې څرنګه دې کار دومره ځنډمن شو هغه ویل چې د شرکت نماینده ته وګوره . غرفې خواته مو چې سر ور څرګند کړ  ژڼی بې غمه په موبایل کې لګیا و، لیکلي پیغامونه يي ګرل فرنډ (یوې ملګرې) سره تبادله کول، څو ساعته د باندې انتظار بیا د ننه انتظار خلک له پښو غورځولي وه. پورې خواته بل کتار کې یو څو کسان وو د غټو لاریو چلوونکي وو. هغوی یو بل ته له لیرې غږونه کول( اي میرافغانه زما کار خو تر اوسه نه دی شوی ستاکار څرنګه شو؟!) له ډېر ستړیا یي په دفتر کې چغې وهلې ته به وایې، چې په غره کې رمې څروي.  ما ورته وویل چې دا د تورخم لاره نه ده بلکه یو رسمي دفتر دی. د دې شرکت مامورین داسې ګمان ونه کړي چې دوی په رسمی اداره کې په دومره لوړ اواز خبرې کوي. خیر دې اوسي دوی هم د خپل غږ والیوم په قرار کړ. د موبي لینک مخابرتي شرکت مسول اعلان وکړ چې د ټولو مشتریانو کار به وشی خو ټایم به لګي ویل يي چې تر هغه مونږ هم نه ځو ترڅو چې ستاسو کارونه نه وي خلاص شوي. د ماښام آذان نه مخکې زما کار خلاص شو.

زه د باندې راووتلم دسړک غاړې ته مزدا موټر کلینډر د صدر فردوس او حاجی کېمپ نارې کولې. بیا په یو ویګن ډوله موټر کې کیناستم. ګورا قبرستان ته رسیدو سره د فوځیانو پوسته وه د شناختي کارډ پوښتنه کوله.  زما سیټ شاته یو بل افغان مهاجر ناست ؤ  فوځي  ورته وویل چې “شناختي کارڈ دیهکاو”  هغه خپل کارټ ورته وښود بیا يي د زنانه کارټ په اړه پوښتنه ترې  وکړه خو د میرمنې سره يي کارټ  نه و، خاوند يي ورته وویل چې کور کې ترې پاتې دی. فوځي ورته وویل چې”شناختي کارڈکواپنی پاسهی رکهاکرو” کارت له ځان سره ګرځوئ.

 په افغانانو باندې د داسې حالت راتګ او بې وسه ژوند زه ډیر زیات وځورولم.  په موټر کې ناستو افغان کډوالو ته ما وویل چې تاسو ولې بیرته هیواد ته نه ځئ؟ هغوی ویل چې “دلته سهولتونه ډیر زیات دي. کله مو چې وشړي نو بیا به لاړ شو”.  دې څه شي سهولتونه؟ پېښور کې په ورځ کې یو ساعت برېښنا وي او بیا دوه ساعته نه وي. ماشومان مو هلته په ښوونځي کې د ملي سرود پرځای پاک سرزمین شاد باد وايي اولاد مو د مورنۍ ژبې خبرو اترو پرځای (ځه مړه او کنه جي بس ټیک شوه او بس تاسو باندې جي ډېر زیات مېرباني) زده کړې. له دې غوره ښوونځي او پوهنتونونه په افغانستان کې شته که ماشوم دې په پاکستان کې د پاکستان تعلیمي نصاب ولولي نو هغه نصاب په افغانتسان کې بې ګټې دی. کله چې د هجرت په لومړیو کې له افغانستان نه پاکستان ته کډه کېدو په هغه وخت کې تش لاس بې کوره او بې دره کډه شوو هغه وخت کې هم خدای ساتل او اوس مو هم خدای ساتي یواځې تکیه په الله باندې بروسه کول په کار دي. ډیری هغه افغانان چې د پاکستان تابیعت کارتونه يي ترلاسه کړي دي. د هغوی ماشومان خو د افغان هويت په ختمیدو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې د کرېکټ سیالۍ وي. د افغانستان په بریا خفه کیږي او د پاکستان په بریا خوښي څرګندوي. زمونږ اولادونه او ځوانان اغیارو  له یوې خوا د طالب ملا او تروریست په نوم استعمال کړل او لګیا دي خپل تجارت پرې کوي له بلې خوا مو اغیار د  پولیس ، ملي اردو او اربکي په نوم  وژني داسې وخت به راشي چې مونږ به د خپلو اولادونو  کنترولول غواړو خو بیا به له وخت نه خبره تیره وي.

مخکې خو ښه وه که له یوې خوا افغانان د پېښور له پولیسو سر ټکاوه اوس خو پاکستانی پولیس یوې خواته پریږده پاکستانۍ اولس هم افغان مهاجرینو ته ډیر په سپک نظر ګوري. زمونږ یو ملګري په حیات اباد کې اوسیږي هغه دې پولیسو له ډاره کور ته د لسو دقیقو منزل په ځای د ساعت منزل طۍ کوی ترڅو له پولیسو خوندي شي. نو د حیات اباد باغ ناران او شاهي باغ شنه چمنونه به مونږ څه کړو چې کابلی پکې په هوسا ډول وخت نه شي تېرولي؟!. د پېښور  ډبګري کارډن ډاکټران خو لا پرېږده. دوی خو  په افغانانو سمه قصابي پیل کړېده. له بلې خوا د رحمن او نارت ویسټ شخصي هسپتالونه۹۹ فیصده په افغانانو اباد دي. یو دری ژبي افغاني خپله میرمن د درملنې لپاره نارت ویست هسپتال ته راوستلي وه. مېرمن يي د اولاد زیږیدنې ناروغی درولوده. ډاکټرانو ورته وویل چې ناروغ عملیات کېږي خو د وینې کمښت دي. خاوند بېچاره يې د هسپتال نه بهر د ویني په لټه پسې ووت. مخې ته پولیس ولیده او سملاسي يي پرته له کومې ګروېږنې موټر ته ور واچاوه . دلته په روغتون کې ناروغ د ویني په تمه بستر دی او دې ناروغی دردونه ګالي اوهلته رنځور مل/ پایوازی يي په جیل کې په ماته ګوډه پښتو پولیسو ته سوال زارۍ کوي. لنډه داچې سړی يي د تورخم له لارې افغانستان ته راوشاړه او مېرمن خوارکۍ يي د خونریزۍ او د وینې د  کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. ماشوم يي پیدا شو خو په روغتون کې يي نه پلار شته چې خپلې مېرمنې ته زیری ورکړي او نه يې د مور شته چې غیږ کې يي راوخلي او سیني ته يي نږدې کړي.   دا خو ما تاسو ته دلته یوازې څو مثالونه راوړل. مشت نمونه د بوسو خروار . کله چې پولیسو د افغانانو تنګول شروع کړل. خلک په ډېرو ستونزو کې  وو او ډیری خلکو د درملنې لپاره هندوستان ته مخه کړه. خو دې پولیسو د ځورولو تاوان د نارت ویسټ او رحمن هسپتال ته ورسیده. ځکه د دوی مراجعین کم شول بیا د دې دواړو روغتونو مسولینو د پېښور پولیسو نه غوښتنه وکړه چې که تاسو افغانان داسې بې ځایه ځوروئ نو زمونږ روغتونونه به په ټپه ودریږي. بیا د پیښور پولیسو په خپل برخورد کې لږ بدلون راوست.

ځینې افغان کډوال د افغانستان له دولت نه هم ګېله من دي چې دوی ته د پام وړ مرستې نه کیږي او راستنېدونکو ته د کور او ځمکې د ابادولو لپاره د سرپناه ځانګړي ځای غوښتنه کوي، د هجرت په لومړیو کې افغان کډوالو یو کور پاکستان ته راکډه شوي ول خو اوس له هغه یوه کور نه څو کورونه جوړ شوي دي او که چیرته دوی دوباره خپل پلرني کلي ته ستنېدل وغواړي ، بیا هم په هغه کور کې دوی نا ځایېږي دغه حال خو د غریبانو خلکو دي. خو سرمایه دار خلک هر چېرته د خپل ځان لپاره چاره کولای شي. ډیری کډوالو په پاکستان کې خپل کاروبار پریږدي کورونه پلوري خو خپل ټاټوبي ته راځي. ماته یو ملګري خبره کوله چې په ایبټ اباد کې یو افغان تجار خپل کور په درې نیم میلونه ودان کړی و خو د خرڅلاو پر مهال يي په یو نم میلون کالدارې وپلوره. ویل يي چې له هرڅه تیر یم نور دلته نه شم پاتې کیدلي ځکه سره له دې چې د پاکستان شناختي کارډ يي هم جوړ کړي و خو پاکستاني پولیسو پیژندلو چې خان صاحب افغانی دي. هر وخت به يي پیسې ترې غوښتې اخېر دی هم تنګ شو ټوله شتمني يي پریښوده او خپل هیواد ته راستون شو.

یوه اونۍ وړاندې زه پېښور ته تللی وم هلته د افغان کالونۍ په سیمه کې وم  د شپې برېښنا لاړه زه له کور نه د باندې راووتلم او وړاندې کوڅه کې د یو افغان ځوان د بولاني دوکان درلود زه هم د هغه دوکان خواته ورغلم، د روغبړ نه وروسته مو د افغان مهاجرو حال احوال وپوښت، ویل يي کاکا پوښتنه مه کوه اوس خو د مهاجرو ډیره زلیله زندګي ده. ما ورته وویل چې هغه څرنګه؟  وې ویل چې” نن سهار زما په دوکان کې یو څو افغانانو بولاني خوړل یو پاکستاني هلک د مهاجر سره په وړه مسله لاس په ګریوان شو. ما غوښتل چې ددوی په منځ کې سوله وکړم. ماته یوه ورکوټي پاکستاني ماشوم وویل چې کینه مړه ماجر کونه سړی يي په پردي وطن کې اوسیږي او بدمعاشي هم کوئ. په دې خبره اوریدو مې د ماغزو پټکری شاټ شو. نو ما هم سوچ وکړ چې له دې واړه ماشوم سره ولې ځان برابر کړم ترې غلۍ شوم”

دغه د افغان مهاجرو حال چې اوس واړه ماشومان هم په دوی ملنډې او ریشخند وهي. ځینې افغانان داستې دي چې ګټي يي په افغانستان کې او خوري يي په پاکستان کې کورونه تراوسه هم پاکستان کې دي. او  له بلې خوا ډیری افغان کډوال په دې هم خوښ دي چې هلته دې تل لپاره پاتې شي.زه دوی ته حیران یم چې په کوم وجدان دوی هلته پاتې کیږي . ولې خپل وطن ته نه راستنیږي. که په خپل هیواد کې د یو چا وړه شانته جونګړه وي په پردیو هیوادونو کې له ماڼیو هم غوره دي.   مشرانو څه ښه متل کړی چې پردی کټ تر نیمې شپې وي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button