هیرسوتیسم څه ډول ناروغۍ ده؟

لیکنه: مریم صدیقي

د ښځو پر مخ او د بدن په بېلابېلو برخو کي د اضافۍ ويښتانو لویدل د هیرسوتیسم په نوم یادېږي.ټولې ښځې پر مخ یو څه ويښتان لري، خو دا ډیر نري او ژېړ ته ورته وي چې له پوستکي سره نه ښکاري. د ښځو پر مخ د عادي یا نورمالو ویښتو او هغو ويښتو ترمنځ توپیر چې د هیرسوتیسم له کبله رامنځ ته شوي د ويښتو په رنګ او غټوالي کې توپیر دی.

پر مخ، څنګلو، سینه او ملا ناغوښتي ويښته عموما ډېر ډبل یا حجم لرونکي او تیاره رنګ لري.

د هیرسوتیسم لاملونه څه دي؟

۱. دا یو ډول ارثي ستونزه هم ده، که چیرې ستاسو کورنۍ کوم نژدې غړې پر مخ ناغوښتي ويښته درلودل ددې احتمال شته چې تاسو یې هم ولرئ.

۲. د ښځو او نجونو پر مخ او بدن اضافي ويښته ډیر کله د اندروجین (androgens) هورمونونو د زیاتوالي له امله وي. یا هم ځینې روغتیايي حالتونه د دې سبب شي چې د یوې ښځې وجود له عادي اندازې زیات اندروجینونه تولید کړي. د دې هورمونونو ډېره ترشح په ښځو کې د سړیو ځینې نښې لکه پر مخ، غاړه او څنګلو ويښته لویدل، غږ ډډیدل او نور رامنځ ته کوي.

۳. بل لامل یې په تخمدان کې د سیست جوړیدل د هورمونونو تولید باندې اغیز کوي چی پر مخ د اضافی ویښتانو نه علاوه د ګډوډ میاشتني عادت لامل کیږي او د باردارۍ چانس راکموي.

د هیرسوتیسم درملنه څنګه وکړو؟

وروسته له دې چې ستاسو ډاکتر ځینې معاینې وکړې او د ناروغۍ تاریخچه یې واخیسته نو د درملنې لپاره یې لاس په کار کېږي.

یو څه مه هېروئ چې دا ناروغۍ علاج لري او دومره باید ورته اندېښنه ونشي چې د ژور خفګان لامل شي.

نو هر څومره ژر چې ممکن وي تاسې ډاکټر ته ورشئ، تر څو ستاسو تشخیص وشي.

د هیرسو تیسم د درملنې لارې چارې:

1. د هورمونونو تنظیم: که چېرې ستاسو وزن ډېر وي، ډاکټر ښايي درته د وزن د کمولو سپارښتنه وکړي چې له دې کار سره به ستاسو د ويښتو وده هم کمه شي. ځکه چاغوالی په بدن کې د ډېرو ناروغیو مورینه ده چې یو هم له هغې څخه پر مخ او نورو ناغوښتو برخو باندې د ویښتو راختل دي.

د دې لپاره چې چاغښت د هورمونونو د ترشح پر چاره اغیز کوي. د وزن کمول ښايي ستاسو په بدن کې له درملو پرته د انډروجینونو اندازه راکمه کړي.

۲. که چیرې ستاسو پر مخ او نورو وجود د اضافي ويښتو لامل د تخمدان د پولي سیستیک سندروم وي نو ښايي طبي درملنه وغواړي، ځینې درمل شته چې د ډاکتر په سپارښتنه یې کارولی شئ او دا ستاسو په وجود کې د هورمونونو توازن رامنځ ته کولی شي.

۳. ډاکتر ښايي تاسو ته ځينې کریم ولیکي چې د دې ناروغۍ په ودې کې رول ولری او پر مخ کارول به یې ستاسو د مخ د ويښتو وده کمه کړي.

۴. د لیزر په وسیله د ويښتو په لرې کول دي چې د ويښتو په بیخونو د لیزر شعاع اغېزه کوي او د ويښتو بیخونه زیانمنوي، له دې سره ویښته بیا نه شی کولی چې رالوی شي. او له دې سره هغه ويښته چې پر مخ او نورو برخو شته غورځوي. که په سمه او مسلکي توګه وکارول شي، د لیزر په وسیله د مخ د ويښتو درملنه د دې ستونزې دایمي درملنه هم کېږي.

د ښځو پر مخ او نور بدن باندې د اضافي ويښتو شتون یو اوږد مهاله ننګونه ده. خو د اندېښنې وړ نه ده او علاج لري.هغوی چې د هورمونونو د نامتوازنوالي له امله ورته دا ستونزه پيدا شوي وي، په عمومي ډول په درملنه ښه کیږي. او د تشویش وړ نه ده.

هر څومره ژر چې د دې ناروغۍ تشخیص وشي، هومره زر یې درملنه او چاره ممکنه ده.

لیکنه: مریم صدیقي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button