د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( څلیرویشتمه برخه )

محمد امين بسمل
پوښتنه : په یو اسلامی حکومت کی د اتباعو یعنی رعیت اساسی حقوق کوم دي ؟
ځواب : په اسلامی حکومت کی خلکو ته زیات اساسی حقوق مهیا دي چی څو یې په لاندی ډول دي :
۱ ـ د ځان ، مال او عزت د ساتنی حق (۱) .
۲ ـ د رایی ( نظر ) د آزادۍ ، د وجدان د آزادۍ او د انتقاد د آزادۍ حق (۲) .
۳ ـ د خپل خصوصی ژوندانه د تحفظ حق (۳) .
۴ ـ د ظلم پر خلاف د ږغ پورته کولو حق (۴) .
۵ ـ دا حق چی هر تبعه صرف د خپلو اعمالو مسؤل دی او د بل چا د عمل مسؤل او سزاوار نه دی (۵) .
۶ ـ د ښېګڼی او سوکالۍ د کارونو له پاره د ټولنیزی آزادۍ حق (۶) .
۷ ـ دا حق چی د هر محتاج تبعه د ژوندانه اساسی اړتیاوی باید تأمین سی (۷) .
۸ ـ د مذهبی آزار څخه د ژغورنی حق (۸) .
۹ ـ دا حق چی حکومت به د خپل رعیت د فرد فرد سره یو ډول رویه او چلند کوی (۹) .

پوښتنه : سبحان الله ! دا څومره مهم ټولنیز او سیاسی ارزښتونه دي . ښه ، پر یوه ډیره مهمه موضوع تر اوسه مفصلأ نه یو ږغېدلي او هغه نفاق او منافقت دی . آیا راته ویلای سې چی نفاق څه شی دی او منافق څوک دی ؟ که یو څه مفصل معلومات راکړې ، منندوی به دې یم .
ځواب : نفاق د مسلمانانو بې اتفاقه کول ، هغوی د الهی احکامو په هکله زړه نازړه کول او په زړونو کی د اسلام په هکله شک ورپیدا کول دی چی نوښتګر یې منافق دی ، یعنی دا چی منافقین د نفاق عاملین دي او ځای به یې دوږخ وی (۱۰) . ښه دا ده چی منافق په مفصل ډول در وپیژنم :
۱ ـ په الهی احکامو ملنډي وهل ، په ظاهره دغسی کار ساعتیرﺉ بلل د نفاق نښه ده چی کړوني یې منافقین دي (۱۱).
۲ ـ په هغو مؤمنانو د ملنډو وهل یا پر خندل چی د الهي دین له پاره ځاني او مالي قربانۍ ورکوی د منافقانو عمل دی چی سخت عذاب ورته منتظر دی (۱۲) .
۳ ـ د قرآن او سنت په نافذولو کی پلمې ، حیلې او عذرونه وړاندی کول او د غیر الله پریکړو ته مراجعه کول یا ترجیح ورکول منافقت دی چی انجام یې ظلمت دی (۱۳) .
۴ ـ د الله په لار کی د جهاد څخه ځان پټول ، د نورو بېرول او بې زړه کول ، او چټی بهانې جوړول د نفاق نښه ده او عاملین یې منافقین دي (۱۴) .
۵ ـ د ځاني عزت ، نوم او برم حاصلولو په خاطر د کفارو سره ملګرتوب او دوستي او برعکس د مسلمانانو پرې ښودل د منافقت علامه ده (۱۵) .
۶ ـ د اسلامی احکامو په باره کی شک او تذبذب د منافقت نښه ده ، او د خدای غولول ، تظاهر ، ریا ، نه پر اسلام پوره یقین لرل او نه هم پر کفر ځان پوره عیارول ټول د منافق اعمال دي چی سزا به یې د اور لمبې وی (۱۶) .
۷ ـ د ځان ساتلو او امتیاز حاصلولو په غرض د یهودو او نصاراوو [ یعنی عیسویانو ]

سره دوستي د منافقت نښه ده چی د دې سختی ګناه عذاب د اور عتاب دی (۱۷) .

پوښتنه : اوس به یوه بله ډیره مهمه مسأله مطرح کړم چی هغه دعا ده . دا یو څرګند حقیقت دی چی تا په خپل متن کی دعا هم ډیره ذکر کړې ده . که په لنډه توګه راته ووایې چی دعا څه معنی ؟ یعنی تا دعا په کومو معناوو سره پیژندلې ده ؟
ځواب : هو ، ما دعا خورا ډیره ذکر کړې ده چی مطلب یې په لنډه ټوګه داسی درښیم :
لومړی ـ دعا د عبادت په معنی او مفهوم ؛ یعنی داسی چی د الله څخه پرته یې د بل هیڅ شي څخه مه غواړه چی هغه نه ضرر او نه ګټه در رسولای سی (۱۸) .
دوهم ـ دعا د مرستي او کومک له پاره ؛ داسی چی بېله الله څخه یې د بل معبود څخه څنګه غوښتلای سې ، ودې ګورم (۱۹) .
درېیم ـ دعا د غوښتنی او خواهش په توګه ؛ داسی چی الله وایی ما در وبوله او زه به دې غوښتنه اجابت کړم (۲۰) .
څلورم ـ دعا د رابللو له پاره ؛ داسی چی الله به مو راوغواړی (۲۱) .
پنځم ـ عا د ثنا او صفت له پاره ؛ داسی چی د الله تعالی د یادولو له پاره وی (۲۲) .
شپږم ـ دعا د بیان یا څرګندونی له پاره ؛ داسی چی الله پاک او سپېڅلی ذات دی (۲۳) .
اووم ـ دعا د باالوسیله هیلی او غوښتنی له پاره ؛ داسی چی زموږ په خاطر د الله څخه غوښتنه وکړه (۲۴) .

پوښتنه : دا چی دعا دومره مهمه ده او د الله تعالی سره مستقیم ارتباط لری ، نو خو باید د عبادت سره هم تړاو ولری . آیا همداسی نه ده ؟
ځواب : هو ، باالکل همداسی ده او دعا د عبادت یو ډول دی ځکه الله وایی چی ما دروبوله چی در ورسیږم او هغوی چی ما نه وربولی هغوی د الله د بندګۍ څخه سرغړونه او تکبر کوی چی د عذاب سزاوار دي (۲۵) .
دا لا څه ، حتی یو ځای خو ما دعا ته د الله بندګي او د ټول دین معنی هم ورکړې ده چی دا ډیره مهمه خبره ده (۲۶) .
نور بیا…..

(۱) : الاسرأ : ۳۳ ؛ البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ ؛ الحجرات : ۱۱ ـ ۱۲ . (۲) : البقره : ۲۵۶ ؛ یونس : ۹۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ التوبه : ۷۱ . (۳) : النور : ۲۷ ـ ۲۸ . (۴) : النسأ : ۱۴۸ . (۵) : الانعام : ۱۶۵ ؛ الاسرأ : ۱۵ ؛ هود : ۳۵ ؛ فاطر : ۱۸ ؛ النجم : ۳۸ . (۶) : آل عمران : ۱۰۴ . (۷) : الذریت : ۱۹ ؛ المعارج : ۲۵ . (۸) : الانعام : ۱۰۸ . (۹) : القصص : ۴ . (۱۰) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۱۱) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ . (۱۲) : التوبه : ۷۹ . (۱۳) : النسأ : ۶۰ ـ ۶۱ . (۱۴) : الاحزاب : ۱۳ . (۱۵) : النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۱۶) : النسأ : ۱۴۲ – ۱۴۳ . (۱۷) : المایًده : ۵۱ ـ ۵۲ . (۱۸) : یونس ۱۰۶ . (۱۹) : البقره ۲۳ . (۲۰) : غافر ۶۰ . (۲۱) : الاسرأ ۵۲ . (۲۲) : الاسرأ ۱۱۰ . (۲۳) : یونس ۱۰ . (۲۴) : البقره ۶۸ . (۲۵) :المومن ۶۰ . (۲۶) : المومن ۶۵ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button