دوه زره شلم کال څنګه تېر سو؟

ډاکتر فاروق اعظم

کال ۲۰۲۰م ولاړ. په طبیعی آفاتو کی ۲۰۲۰م د کرونا د وبا کال وو، په امریکا او غرب کی یی ډیر خلک مړه او اقتصاد یی سخت ورزیانمن کړ. د عیش او عشرت ښارونه له رونقه ولویدل او بیکارۍ ډیر خلک وځپل. دخلکو د ژوند پر طرز یی ډیر اثر وکړ، بدلون پکښی راغی او د کمپیوتر د تکنالوجی سریع ودی ته یی اړ کړل. خو دغه وبا ته بالآخره واکسین پیدا سو. د کرونا وبا په افغانستان کی هم ډیر خلک مړه کړل. خو خلکو ویل قسمت یی پوره وو، هسی هم مړه کیدل، په هیواد کی جنګ او په دولت کی سیاسی کرونا تر هغه مضر وه. د حکیم الکوزی دواء د خلکو توجه جلب کړه. خو حکومت یی مخ ونیو او دا موضوع ښه مدیریت نه سوه. تیرکال د استرالیا، کلیفورنیا او د برازیل د امازون په ځنګلونو کی لوی اور لیګیدنی نړیوال چاپیریال ډیر خراب کړ؛ لوی طاقتونو پخپل منځکی د نه همکارۍ په سبب په دغه برخه کی ډیر څه ونکړل. خو په عوض کی د کرونا وبا، د نړیوال چاپیریال د پاکیدو سره ډیره مرسته وکړه. تیرکال په نړۍ کی د غربت، بيعدالتۍ او تشنج کچه تر هر بل وخت ډیره وه. مسلمانان تر هربل چا پکی ناآرام وه.
په انسانی آفاتو کی په ۲۰۲۰ کال کی د اسلام پر ضد د غرب جنګ چی د شوروی له سقوط څخه یی زور اخیستی وو، ادامه درلوده؛ دفرانسی جمهور رئیس یی مخکښ سو اوبیله دی چی نړیوال دپلوماتک آداب مراعات کړی او یا د نړۍ د یونیم زرملیون مسلمانانو او حتی د خپل هیواد د ملیونونو مسلمانانو خیال وساتی د اسلام پرضد یی په ډیره سپین سترګي څرګندونی وکړې. د مسلمانانو حال اوس په نړۍ کی داسې دی لکه د ځنګل د غوایانو چی پر یوه لویه ګله یی څو شرمښان ورسي؛ یو غوایي ورڅخه جلا کړي، نور غوایان له ویرې ځغلي او شاته نه ګوري. سبا پر بل غوایي ورحمله کړي؛ نور سراسیمه، حواس بایللي او رډ رډ ورته ګوري. هره ورځ د غوایانو همدا حال وي. ژوند یې دغسې په ویره، ناآرامۍ او غم تیریږي او هره ورځ د نورو ښکار او خوراک وي. د غوایانو غټ بدن او تیره ښکرونه د دوی په درد نه خوري؛ دا ځکه عقل نه لري او چې عقل نلري نو اتفاق به پکې له کومه سي؟ بله انسانی تراژیدی په امریکا کی د سپین پوستو پولیسو لخوا د یوه تورپوستی (جورج فلایډ) وژل کیدل وه چی په امریکا کی یی نژادی بغاوتونه راپورته کړل. د امریکا اقتصاد، ټولنیز تړون او د ترمپ انتخاباتو ته یی تاوان ورساوه. که څه هم تیرکال ټرمپ د کانګریس له سلب اعتماد څخه خلاص سو، خو د نومبر په انتخابات کی خلکو رایه ورنکړه. ده غوښته د افغانستان نسخه عملی کړی چی ګلمرجان یی نه مني. خو امریکا افغانستان نه دی چی ټرمپ به د بل په موږي وغورځي. تیرکال امریکا خپل ستراتیجک ملګري (ایران) د تأدیب څو څپیړي وواهه؛ د ایران پر ځینو مشرانو یی بندیزونه ولګول او قاسم سلیمانی او محسن فخریزاده یی په سزا ورسول. خو ایران بیا هم امریکا ته وویل چی له افغانستان څخه مه وزه؛ موږ مو په خدمت کی یو او که وزې، مسؤلانه ووزه چی زموږ ګټی پکی خوندي وي. ایران افغان حکومت ته د فاطمیونو د استخدام وړاندیز وکړ چی کیدای سی په پټه یی پر عملی کیدو غور وسي. پاکستان هم تر حریف پاته نه وو، د افغان حکومت په موافقه یی پر ډیورند لائن پوخ دیوال هر هغه چیری وواهه چی زړه یی غوښت. که په کومه سیمه کی عامو افغانانو یی مخالفت کړیدی، حکومت هغوی آرام کړیدي چی پریږدي د دیوال پروژه بی تشنجه سرته ورسیږي. د حکومت په فکر د تیر ۱۲۷ کاله سرحدي مشکل حل سو.
تیرکال په افغانستان کی جنګ د نورو کلونو په نسبت شدید وو، ډیری وینی توی سوې او په لکونو پتمنی کورنۍ بیځایه او دربدره سوې. خو د تاریخ عظیمه واقعه هم پیښه سوه او هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۹ فبروری ۲۰۲۰م د دوحة تړون وو چی د نړۍ لومړی درجه طاقت یی د یو ډیر کمزور قوم په مقابل کی بیوسه کړ او د سولی مذاکری ته یی اړ یوست. په ۲۰۲۰م کال کی افغانستان دوه قسم خوړلی جمهور رئیسان پیدا کړل چی په یوه ښار او دیوال ترمنځ دواړو ته په عین وخت کی ملایانو قسمونه ورکړل چي د يو او بل آوازونه يی اوريدل. ژر دواړو شخصیتونو د دولت چوکۍ د مال غنیمت په ډول پخپل منځکی وویشلی، سهامی شرکت یی جوړ کړ او د انتخابات نتایج یی د تاریخ د باطله دانۍ د تمسخر په کونج کی وساتل. د افغانستان د علماؤ سرتاسري شوری او نورو علماؤ په دغه باره کی (امامت عظمی) هیڅ فقهی حکم صادر نه کړ. اسلام اوس یتیم دی.
تیر کال د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال تواضع وکړه او د کابل د امنیه قومندانی دنده یی پخپل خواهش قبوله کړه. خو هوښیار دی، خپله پخوانۍ دنده یی هم ساتلی ده. اوس د کابل د امنیت په نوم د نجیب د وخت په شان ملیشی جوړوي. نجیب هم د پښتنو د مقاومت د ځپلو لپاره له اقلیتونو ملیشی جوړي کړی. خو همدغه ملیشې د نجیب، یعقوبی او نورو حاکمو پښتنو د لستوڼي ماران سول، سرونه یی وروخوړل او ملت تراوسه د همهغه ملیشو له لاسه په کړاو کی دی.
تیرکال د ارګ خلکو د افغانستان په تاریخ او ملی شخصیتونو ملنډي ووهلی. ملت بیوسه پټه خوله ورته کتل. همدوی وایی موږ به د سولی لپاره د تیر شل کاله لاسته راوړني له لاسه ورنکړو. ولسی جرګه چی د دموکراسۍ مظهر دی، هلته د غزنی نمایندګی د دموکراسۍ پر تندي داغ نه بولي، نه جمهور رئیس او نه ولسی جرګه یی د اصلاح تلاښ کوي؛ بلکی لاسته راوړنه ده چی سوله یې باید په سایه کی راسي. د رئیس جمهور دوهم مرستیال وایی چی داسی سوله نه منو چی د اقلیتونو حقوق پکی مراعات نه وي. ټول ملت همدا وایي چی عدالت دي تأمین سي او داسی حکومت دي وي چی ټول یې خپل وګڼي. خو تیر شل کاله پر اکثریت جنګ تحمیل او حقوق یی خوړل سویدي چی ښه مثال یی په ولسی جرګه کی د غزني نمایندګی، د پښتنو په مکتبونو او روغتنونو کی نظامی پستې، په حکومت او سفارتونو کی ددوی پیکه ونډه ده.
تیرکال په دوحة کي د سولی تړون ولس ته هیلی پیدا کړی او فیصله وسوه چی حکومت او طالبان به د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر لسمه د سولی مذاکرات پیلوي. حکومت دا مذاکرات لومړی د بندیانو او بيا د تړون د حقوقی حیثیت په ناندریو لس میاشتی وځنډول او اوس به په ۵ جنوري ۲۰۲۱م پیل کیږي. بیا به هم وګورو چي څه کيږي. لکه تیر شل کاله، په ۲۰۲۰م کی هم حکومت د طالبانو د تسلیمۍ په فکر کی وو. داسي معلوميږي چي اوس هم واک پریښوولو او حتی شریکولو ته تیار نه دی. امریکا، ناټو او ګاونډیان طالبان یو واقعیت بولي او د راتلونکی حکومت یوه مهمه برخه، خو حکومت تراوسه دغه واقعیت نه دی منلی. نو ځکه هیڅ ستراتیژیک پلان آینده ته نه لري او یوازی پر اوربند اصرار کوي چی کلونه آرام حکومت وکړي. طالبان غواړي د دوحة د تړون مطابق لومړی د حکومت پر څرنګوالی فیصله وسی څو د جنګ عوامل رفع سي او بیا اوربند وسی. طالبان وايی نه غواړی چی د حکومت په لاس کی دي ټول امتیازات وي او دوی دي ترقیامته په غرو کی دربدر ګرځي. طالبان هم مغرور خلک دي او کوم سیاسی ابتکار نه لري. که نه، دغه اغزنه لار یی صافولای سو. شک کیږي چی مذاکرات کومه ملموسه نتیجه ورکړي. امریکا او ناټو له جنګه ستړي دي؛ بالآخره به یو فورمول دواړو ته وړاندی کوي او په منی به یی. هغه وخت ښایي ټول ارمان وکړي چی ولی یی فرصت له لاسه ورکړ. زموږ بدبختي د پیاز د پوست په شان دوام لري، چی یو خور یی اړوې، بل خور یی هم پیاز دی. خو زه د یو ملی خوځښت په امید یم چی دا هرڅه پر نسبتا سم مسیر روان کړي. یو داسی حکومت ته لار هواره کړي چی اکثریت یی خپل وګڼي او د چا چی نه وي خوښ، دومره تجرید او مجبور نه وي چی توپک پسی راواخلی؛ د سیمی او نړۍ سره د متقابل احترام په بنیاد داسی اړیکی ولری چی د هغوی ګټي یی د خپلو ګټو سره همږغی کړیوي. په هره تاریکه پسی رڼا ده او د الله (ج) نصرت هم د ډیري مایوسۍ په وخت کی راځي. و ما ذلک علی الله بعزیز

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button