د مېوو اوبه د پوستکي ښکلا زیاتوي

ژباړه: عایشه حیدري
د بدن ټول پوستکی په ځانګړي ډول د مخ پوستکی ډېر نازک او زیانمنونکی دی. د مخ پوستکی د بدن نورو غړو په څېر اوبو او معدني موادو ته اړتیا لري، خو د کال په بېلابېلو موسمونو کې په ځانګړي ډول د دوبي په موسم کې د مخ پوستکی په لوړه کچه خپلې اوبه او معدني مواد له لاسه ورکوي او د مخ د ګونځې کېدلو او تورېدلو لامل ګرځي.

نو د دې لپاره چې زموږ مخ زیان ونه ویني، ګونځې او یا تور نه شي نو اړینه ده چې د خپل مخ پوستکي څخه په سمه توګه ساتنه وکړو او د هغو خوړو څخه ګټه واخلو چې زموږ د مخ پوستکي ته ګټه رسوي. دا یوه ښکاره خبره ده چې اوبه د مخ د پوستکي هر ډول وچ والی او ګونځې لرې کوي د دې ترڅنګ مېوې او سابه هم د مخ پوستکي ته ډېره ګټه لري او د مخ پوستکی روڼ او تازه کوي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو د هغو مېوو او سبو په اړه مالومات در کړو چې اوبه څښاک یې پوستکي ته ګټه رسوي، د لیکنې تر پایه له مونږ سره پاتې شئ!

۱ – د کېلې، ګیلاس او کوپرې جوس
کله چې انسان خولې کوي، د هغه بدن په ډېره کچه اوبه او ځیني نور مواد، لکه سودیم، منیزیوم، کلسیم او پوټاشيم له لاسه ورکوي، او هغه کس له ډېرو روغتیایي ستونزو، لکه د زړه ناروغۍ او نورو (عروقي) ناروغیو سره مخ کېږي، په همدې وخت کې د بدن پوستکی هم خپله تازوالی له لاسه ورکوي، نو که غواړئ چې د خپل وجود له لاسه تللي مواد او اوبه بېرته ترلاسه کړئ نو د کوپرې، کېلې او ګیلاسو شربت و څښئ.

کوپره په طبیعي بڼه یوه انرژي بښونکې مېوه او د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده او کولای شي، ستاسو د بدن له لاسه تللې اوبه او پوتاشیم تاسو ته بېرته را وګرځوي.

د دې ترڅنګ کیله هغه مېوه ده چې نه یواځې پوټاشیم بلکې په کافي کچه منیزیوم هم لري او کولای شي غړو لپاره ښه انرژي برابره کړي. د کوپرې او کېلې سربېره ګیلاس (الو) میوه هم د انټي اکسیدنټ غوره سرچینه ده او ستاسو بدن ته ډېره ګټه رسوي. هڅه وکړئ چې له دغو دریو میوو څخه جوس جوړ کړئ، او د یوه ښایسته پوستکي درلودلو لپاره یې وڅښئ.

۲ – د مڼې اوبه
د مڼې اوبه تاسو سره مرسته کوي چې یو ښه او تازه پوستکی ولرئ. دا چې مڼه د انتي اکسیډنټ غوره سرچینه ده، د پوستکي هر ډول زیان رسوونکي مواد له منځه وړي او تاسو سره مرسته کوي چې پوستکی مو ځوان پاتې شي.

د مڼې خوړل د پوستکي هر ډول ګونځې، تورنګه دانې او خالونه او نورې ستونزې چې د سن د زیاتوالي له امله را منځ ته کېږي له منځه وړي. مڼه د وینې جریان ډېروي او د وینې د جریان زیاتوالی ستاسو پوستکی ځوان ساتي، د وینې منظم جریان د بدن مړه نسجونه له منځه وړي او پر ځای یې تازه نسجونه را منځ ته کوي.

۳ – د چغندر اوبه
که غواړئ ستاسو بدن په کافي کچه ويټامين C، اوسپنه، پوټاشیم، نیاسین یا ویټامینB3 ، او مس ولري نو په خپلو خوړو کې د چغندر اوبو ور زیاتې کړئ. چغندر د ميکروب ضد ځانګړنې لري او د معدني موادو لکه: کلیسم، مګنیزیم، منیزیوم او د اسیډ فولیک ښه سرچینه ده. د چغندر اوبه د لړمون مېکروب له منځه وړي او د پوستکې ټولې ستونزې هواروي.

که هره ورځ د چغندرو او تروش لیمو اوبو یو ځای کړئ او وې څښئ دا کړنه به تاسو سره د یوه ښایسته او ښکلي پوستکي په درلودو کې ډېره مرسته وکړي.

۴ -د ګازرې اوبه
د پوستکي ښایست او تازه‌ګۍ لپاره تر ټولو غوره لاره د ګازرو د اوبو څښل دي. ګازرې د بېټاکاریټن غوره سرچینه ده چې يو پیاوړی ویټامین ګڼل کېږي، او کولای شي چې د پوستکي هر ډول ستونزې له منځه یوسي او زوړ او ګونځې ګونځې پوستکی په ښایسته او تازه پوستکی بدل کړي، همدارنګه په ګازرو کې شته ویټامین A د بدن نسجونه، سترګې، هډوکي او غاښونه روغ ساتي.

ګازرې د ويټامين C د ډېرې کچې په لرلو سره د کولاژن د رشد لامل ګرځي، او د پوستکي د ګونځې کېدلو څخه مخنیوی کوي. په همدې توګه ګازرې کولای شي د بدن د الیکټرولیټ توازن و ساتي، او د پوستکي تور ځایونه او ټپونه لږ او یا له منځه یوسي.

۵ – د زنجبيل اوبه
د زنجبیل اوبه سره له دې چې د بدن (دفاعي) سیستم پیاوړی کوي، د انسان ټول بدن په ځانګړي ډول پوستکي ته ډېره ګټه رسوي. زنجبیل د منیزیوم، پوتاشیم، مګنیزیم او ویټامینB6 غوره سرچینه ده او د مېکروب ضد ځانګړنې لري. د زنجبیل اوبه د مخ ګونځې له منځه وړي، او دا چې زنجبیل د انټي اکسیډنټ غوره سرچینه ګڼل کېږي، د پوستکي د نسجونو څخه ټوکسین کموي او د زر زړښت څخه مخنیوی کوي. همدارنګه د زنجبیل تازه اوبه کولای شي د پوستکي د سوځېدو درملنه وکړي، د ټپونو نښې له منځه وړي، او پوستکی ته شفافیت وربښي.

۶ – د انګورو اوبه
انګور د مېوو ملکه ګڼل کېږي. انګور د ویټامین C لرلو سره د بدن ایمني سیستم ته ګټه رسوي، د قند په لرلو سره بدن ته انرژي ورکوي او د انټي اکسیډنټ په لرلو سره د بدن مېکروبونه له منځه وړي. انګور د لمر سوځونې د درملنې یواځینۍ درمل دی، او دا چې په انګورو کې ډېر پیاوړي انټي اکسیډنټونه شته نو پوستکی پیاوړی کوي او د پوستکي د زړښت مخنیوی کوي.

همدارنګه انګور د پوستکي مړه نسجونه له منځه وړي او پر ځای یې نوی نسجونه تولیدوي او له تاسو سره مرسته کوي چې یو ښایسته او ځوان پوستکی ولرئ. هېر مو نه شي چې انګور د ټپونو له امله پاتې شوې نښې له منځه وړي.

۷ – د کرم کالي اوبه
د کرم کالي د کرم یو ډول دی چې شنې پاڼې لري او د مغذي موادو غوره سرچینه ده، د پوستکي له ميکروبونو او هر ډول بخارونو او نورو ستونزو سره مقابله کوي. د کرم کالي اوبه کولمې پاکوي، او د ویټامین A، ویټامین B3، B2،B1، ویټامین C، ویټامین K، بیټاکروټن، کلسیم، مس، اوسپنې، فسفر، منیزیوم، اومېګا۳ غوړيو غوره سرچینه ګڼل کېږي چې دا ټول ویټامینونه او معدني مواد د پوستکي لپاره ډېره ګټه لري. د دې لپاره چې کرم کالي پاڼې له نورو سبو څخه په ډېره کچه انټي اکسیډنټ لري نو ځکه په پوستکي کې د راډیکالونو د جوړېدو مخنیوی کوي، پوستکی د هر ډول زیان څخه ژغوري، او نه پرېږدي چې پوستکی زر زوړ شي.

۸ – د تروش لیمو اوبه
د تروش لیمو اوبه د طبابت او خوړو له نظره ډېرې ګټې لري. تروش لیمو د ویټامین C او اسیډسیټریک او ویټامین B سرچینه ده، او د وینې او پښتورګو(بډوډو) په پاکولو کې مرسته کوي، او بدن د سمي موادو له شر څخه خلاصوي. تروش لیمو کولای شي پوستکی شفاف او ځلا لرونکی کړي.

تروش لیمو د انټي اکسیډنټ په لرلو سره ازاد راډیکالونه له منځه وړي، او د کولاجېن تولید ډېروي. دغه میوه د پوست تور ځایونه له منځه وړي او د پوستکي هغه ځایونه چې شکارې شوي وي له منځه وړي، خو که چېرې د لیمو سره لږ شات یو ځای کړئ اثر به یې دو برابره شي.

۹ – د دڼیا اوبه
د دڼیا دغه ډول هغه بوټی دی چې کولای شي د پوستکي لکې او تور داغونه له منځه یوسي او د مثانې له مېکروب څخه مخنیوی کوي، او او د متیازو لارې، لړمون او پښتورګي پاکوي. د دې لپاره چې د د دڼیا دغه ډول بوټی ویټامین K لري د پوستکي د روښانه کولو ته ډېره ګټه لري.

همدارنګه دڼیا کې شته ویټامین C او کلوروفیل د سترګو دتورو حلقو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي. د دڼیا بوټی د مېکروب ضد ځانګړنې لري له همدې کبله کولای شي د پوستکي هر ډول دانې او بخارونه له منځه یوسي. دڼیا د کلسیم، تاسیم، مګنیزیم او مس ښه سرچینه ده چې دغه مواد د پوستکي په روغتیا ساتنه کې اغېزمن رول لري.

۱۰ – د ګندنې اوبه
د ګندنې اوبه وینه او لړمون پاکوي، او د دې لپاره چې پیاوړي انټي اکسیډنټ لري پوستکی ښایسته او روښانه کوي. په ورځ کې د ګندنې یو ګیلاس اوبه څښل په بدن کې د ویټامین A ورځنۍ مصرف پوره کوي. ګندنه د ویټامین C، ویټامین A، ویټامین K، بېټاکاروټن، ویټامین B، فولیک اسیډ او کلسیم غوره سرچینه ده.

د ګندنې اوبه نه یوازې دا چې د مخ پوستکی د لمر وړانګو څخه ژغورئ بلکې د پوستکي د سرطان مخنیوی هم کوي. د دې ترڅنګ د ګندنې اوبه د پوستکي خارښ او د لمر سوځېدنې د درملنې لپاره هم ډېره ګټه لري. بویه یادونه وکړو چې ګندنه د سلفر غوره سرچینه هم ده او کولای شي پوستکی شفافه او ښایسته کړي.

د مېوې او سبو له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ځینې ټکي:

۱ – د اوبو اخیستلو لپاره له تازه سبو او مېوو څخه ګټه واخلئ، ځکه تازه مېوې او سابه ډېر ويټامينونه او منرالونه لري.

۲ – له اورګانیک مېوو او سبو څخه ګټه واخلئ، همدارنګه د اینځلو پر مهال یې ډېره پاملرنه وکړئ، تاسو کولای شئ د مېوو او سبو د اینځلو لپاره د مڼې سرکه وکاروئ.

۳ – کله چې مېوې او سابه د خوړو لپاره چمتو کوئ، دا خواړه په اسیډي کېدلو پیل کوي، نو ښه به وي چې ژر تر ژر یې وخورئ.

۴ – کله مو چې د قند لرونکو میوو او سبو اوبه اخیستې، د سبو او میوو په اندازه اوبه هم ور زیاتې کړئ، د بېلګې په ډول که نیمه پیاله د مېوې اوبه وي بویه نیم نوره پیاله د څښلو اوبه وي. ځکه چې سابه او ميوې ډېر قند لري او زیاته کارونه یې روغتیا ته زیان رسولای شي.

۵ – د دې لپاره چې روغ بدن ولرئ یواځې د مېوو او سبو اوبه بسنه نه کوي، د روغ بدن درلودو لپاره ښه خواړه هم اړین دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button