د کېلې روغتيايي ګټې

ریاض مقامزی
کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) او بې خوبۍ ستونزه په کافي اندازه را کموي او یا یې هم له منځه وړي.
که تاسو د ډېر وزن ستونزه ولرئ بیا هم کولای شئ په مناسبه اندازه کېله وخورئ، د کېلې خوړل مو نه یوازې وزن نه ډېروي بلکې نور هم راکموي.
کېله د بې خوبۍ لپاره هم ښه درمل دي. د کېلې دا خاصيت د Tryptophan له کبله دی. ترېپتوپان د ملاتونين هورمون په جوړولو کې مرسته کوي، چې دا د آرامۍ سبب کېږي او خوب منظموي. نو کولای شئ له خوب وړاندې د بې خوبۍ د ګولې پر ځای یوه کېله وخورئ.
که له ورزش سره ـ سره بیا هم د بدن د غړو وده مو سمه نه ده او یا هم د بدن په بندونو کې د درد احساس کوئ نو تاسو به کافي اندازه مګنېزیم نه دي ترلاسه کړي. ددې ستونزې د حل لپاره خپل غذايي رژيم کې کېلې ته خاص ځای ورکړئ، ځکه چې کېله د مګنېزیم له بډايه سرچينو څخه ده.
که تاسو ليدلي وي د ورزش ډېری لوبغاړي کېله خوري. د ځغاستې د سیالۍ لوبغاړي آن د ځغاستې پر مهال هم دغه مېوه خوري. دا مېوه په کافي اندازه ګلوکوز لري چې انسان ته ډېره انرژي ورکوي. نو که تاسو د سستۍ او لټۍ احساس کوئ ممکن انرژي و نه لرئ. د فعال او چالاک اوسېدو لپاره د کيلې خوړل ګټور دي.
کېله مو د بدن دفاعي ځواک پياوړی کوي. دا مېوه د بېلابېلو وېټامينونو، کاروتنوئيد carotenoids، بېتاکاروټين beta-caroten او آلفا کاروټين څخه ډکه ده. که تاسو غواړئ ژر ناروغ نه شئ او د بدن دفاعي سیستم مو پياوړی وي نو د کېلې خوړل مه هېروئ.
همدارنګه دلفینیدین Delphinidin د تومور ضد هغه انتي اکسیدان دی، چې په کېله کې شته. ډیلفینیدین په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. نو د سرطان پر وړاندې د وقايې لپاره هم کولای شئ له کېلې ګټه پوره کړئ.
هېره دې نه وي، چې د کيلې ترڅنګ ددې مېوې پوټکی بې ګټې نه دی. د غاښونو د سپين والي او د پوستکي د صفا والي لپاره ترې ګټه اخیستلی شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button