د پرمختګ په اړه کتاب، کتاب خبرې

لیکوال: لیوون هو، د لایف هیک اجرائیه مشر
ژباړه: شاهین

لس کاله مخکې د اینجینرۍ په یوې کمپنۍ کې له عادي ماموریت څخه د لوړ رتبه مدیرت پوست ته ارتقاء‌ وکړه. ډیره زیات ورته خوشاله شوم؛ خو چې څومره خوشالي ډیره شوه، هومره په کارونه کې زیاتوالی راغی. کله خو آن بیخې نه پوهیدم، چې څه وکړم او څه پریږدم. کارونه یو انبار وه، او زه ورته یوازې وم.

ما اوریدلي وه، چې د کار مؤثریت اړوند مطالعه او کتاب لوستل په دې برخه کې مرسته کوي؛ نو ما هم بسم الله کړه او د کار د موثریت او اغیزمنتیا په اړه مطالعه پیل کړه. دا مطالعه په دې موخه پیل کړه، چې څنکه په کم وخت کې ډير کار وکړم. د مطالعې په پای کې نه یوازې دا، چې خپلې موخې ته ورسیدم؛ بلکې د کار اړوند ډیر څه نور هم زده کړل.

ما د کار د اغیزمنتیا او تولید په اړه تر ۱۰۰ ډير کتابونه ولوستل او ۱۳ مهم ټکې پکې وموندل. غواړم، د سلو کتابونو دا نچوړ دلته تاسې سره په ۱۳ جملو کې شریک کړم:

۱ـ له نورو ضرب الاجل مه غواړئ؛ بلکې خپله ځان ته ضرب الاجل وټاکئ.

موږ او تاسې ټولو ته د په ښوونځي او پوهنتون کې د کورنۍ دندې په پار ډیډلاین یا ضرب الاجل راکول کیده، چې زموږ او تاسې ډیر ملګري هماغسې په خپل ژوند کې عادت شوي هم دي. تر هغې، چې دوې ته نور خلک د کار د اختمام نیټه ورنه کړي، دوې هیڅکله هم خپل ځان ته د کار د پای نیټه نه ټاکي.

بریالي خلک همیشه، د خپل ځان لپاره ضرب الاجل ټاکي. دوې هر کار ته پلان جوړوي او لیکي، چې دا فعالیت به دې وخت او هغه فعالیت به په هغې وخت ترسره کوم. دوې په هماغه مشخص وخت کې خپل کارونه سرته رسوي. دوې نورو ته انتظار نه کوي، تر څو هغوې پرې فشار راوړي، چې خپل کارونه تمام کړي.

که تاسې هم غواړئ، چې په کار او ژوند کې اغیزمن او بریالي اووسئ، نو ځان ته خپل د کارونو د پای ورستۍ نیټه واضح وټاکئ او په هماغه وخت يې ترسره کړئ.

۲ـ وخت مدیرت کړئ.

د وخت د اهمیت په اړه هر څوک پوهیږي؛ خو د وخت د مدیرت په اړه بیا یوازې کامیاب او هوښیار خلک پوهیږي.

که تاسې هم غواړئ، چې خوښ او بریالي اوسئ، نو خپل وخت مدیرت کړئ. د هر کار لپاره وخت بیل کړئ. ولیکئ، چې په له … بجو تر …. بجو به څه کوئ. واضح يې ولیکئ. کله مو چې هم هر کار کاوه، په کوم وخت کې مو وکړ، له ځان يې سره ولیکئ.

نوې چاپ شوې کتابچې او ډایري ستاسې لپاره تیارې د حساب کتاب لپاره جوړې شوي دي. ساعت په ساعت مو خپل فعالیتونه ثبت او راجستر کړئ.

۳ـ په خپلو کمزوریو ډیر تمرکز مه کوئ؛ خپل د ځواک ټکي ولټوئ.

هر څوک باید خپل کمزوریانې درک کړي او د هغې د اصلاح لپاره کار وکړي؛ خو په خپلو کمزوریانو کې دومره ډوبیدل چې خپل د ځواک ټکي درڅخه هیر کړي، سم کار نه دی.

تر ټولو لومړی باید، موږ خپل د ځواک ټکي ولټو، او د هغې د پرمختګ لپاره نور کار هم وکړو. د خپل ځواک ټکي باید سم او په منظم ډول استفاده کړو، او ځان پرې د پرمختګ پوړیو ته ورسو.

په خپل کمزوریانو فکر او تمرکز د خپل ځان محدودول دي. خو که ستاسې د ځواک ټکي په ریښتیا هم ځواکمن وي، نو خپلې کمزوریانې په اسانۍ سره له مینځه وړلای شئ.

۴ـ لومړیتونه وټاکئ.

کله چې هم ستاسې مخ ته په یوه وخت ډیر کارونه درځي، تاسې يې د مهموالي په اساس ګټګوري کړئ. مهم کارونه اول وکړئ. لږ مهم دوهم، او چې کوم کارونه مهم درته نه ښکاري، هغه د مهال ویش اخر ته وباسئ.

کله له موږ څخه داسې تیروتنې کیږي، چې موږ هغه کارونه اول کوو، کوم چې اول زموږ مخ ته راځي. دا سم کار نه دی. کار د مهموالي په اساس درجه بندي کړئ.

۵ـ څومره چې هضمولای شئ، هومره وخورئ.

هیڅوک هم ټوله پیزا یوه مړۍ نشي کولای. ددې لپاره، چې ټوله پیزا وخورو، اړ یو، چې هغه مړۍ (نوړۍ) یا ګوله کړو او یوه یوه مړۍ له ستوني تیره کړو.

د کار ساحه هم همداسې ده. په یوه وخت ډيرو کارونو ته اوږه ورکول سټریس پیدا کوي. کوښښ وکړئ، خپل کارونه په وړو وړو برخو وویشئ، او بیا يې هره برخه په جلا ډول ترسره کړئ.

۶ـ کارونه او صلاحیتونه وویشئ.

تاسې اړ نه يۍ، چې هر لوی او کوچنی کار خپل وکړئ. د ډیر کار او غوره کار ترمینځ په توپیر ځان پوه کړئ. لږ کار وکړئ خو ښه کار وکړئ.

تاسې داسې وکړئ، چې ځینې واړه او اسانه کارونه په خپل دفتر او کور کې بل چاته وسپارئ او خپله ننګونکي او سخت کار ته اوږه ورکړئ.

۷ـ د حفظ په ځای فکر وکړئ.

مالومات له شمیره وتلي دي. تاسې نشئ کولای، چې هر څه او هره خبره په یاد ولرئ. کوښښ وکړئ، چې ځينې شیان له ځان سره په خپل لیپټاپ او کتابچه کې یاداښت کړئ. او ځينې مهم مسایل، چې د فکر وړ وي، د فکر لپاره په خپل ذهن کې وساتئ.

۸ـ د ورځې په پای کې خپل فعالیتونه وارزوئ.

د هرې ورځې په پای کې خپل کارونه وارزوئ: څه مو کړي؟ څه مو ښه کړي؟ څه مو خراب کړي؟ څه مو له پلان نه پاتې شول؟ څه غواړئ، چې سبا يې وکړئ؟

بریالي خلک همیشه خپل ورځني فعالیتونه ارزیابي کوي، او د ځان لپاره د پرمختګ لارې چارې برابروي. آن که دوې له ښه نه هم ښه کار کړی وي، بیا هم په دې لټه کې وي، چې څنګه يې لا ښه کولای شي.

۹ـ د هر کار لپاره وخت وټاکئ.

ډیر کله موږ یو فعالیت پرته له دې چې په ذهن کې ورته یو مشخصه اندازه وخت بیل کړو، پیل کوو يي. په دې طریقې سره زموږ ډیر وخت ضایع کیږي.

د هر کار له پیله وړاندې، د کار لپاره یو اندزه وخت تعین کړئ.

د مثال په ډول، زه غواړم، دا مطلب وژباړم. له هر څه وړاندې باید زه په دې فکر وکړم، چې ددې مطلب ژباړل به زما څومره وخت ونیسي. د بیلګې په ډول ۶۰ – ۷۰ دقیقې. زه باید تر وسه وسه خپل ځان د وخت سره برابر کړم او خپل کار په خپل وخت ترسره کړم.

۱۰ـ نوښتګر اوسئ.

هر کار او هره دنده چې لرۍ، هڅه وکړئ، چې پکې نوښتګر او پنځوونکي اوسئ. نوښت د کارونو د موثریت او اغیزمنتیا سره ډیره مرسته کوي.

۱۱ـ متوجه اوسئ، چې کله باید له یوه کاره لاس په سر شئ.

ډیر کله موږ یو کار په دومدار ډول مخ ته وړو، خو هیڅ سر نه نیسي. کله چې هم داسې یو حالت سره مخ شوئ، همغالته خپل کارونه ودروئ. خپل پلان له سره وګورئ؛ که پرې د غالب کیدو کومه لاره مو ونه موندله او پوهیدئ، چې په تاوان مو تمامیږي، نو لاس ترې واخلئ.

د بیلګې په ډول، تاسې کاروبار کوئ، خو په دوامدار ډول تاوان کوئ. کار وبار ودروئ او يو ځل بیا خپل تجارتي پلان له سره وګورئ. که بیا هم همدې نتیجې ته ورسیدئ، چې په تاوان راون يئ، نو دا کاروبار پریږدئ او یو نوي څه پیل کړئ.

۱۲ـ څومره چې پوهیږئ، ومنئ، چې همدومره نه پوهیږئ.

په معلوماتو دنیا ډکه ده او هیڅوک په ټولو شیانو نه پوهیږي. هیڅلکه داسې مه وايئ، چې ګنې تاسې په هر څه پوهیږئ؛ بلکې همیشه فکر وکړئ، چې تاسې نور پرمختګ او مخکې تګ ته هم اړتیا لرئ.

هیڅلکه مه مغرور کیږئ. تاسې به ښه good وئ، خو تاسې لا بهتره better کیدلای هم شئ. د بهتر کیدو په اړه فکر وکړئ.

۱۳ـ لوی فکر او لوړ اهدف ولرئ، خو کارونه په برخو وویشئ.
په خپل ذهن کې عمومي موخې وساتئ؛ خو موخې ته د رسیدو لپاره، خپل ټول کارونه په برخو وویشئ. هره برخه بیله بیله وګورئ، چې څنګه تاسې سره موخې ته په رسیدو کې مرسته کوي. بې فکره کار مه کوئ. هر کار چې کوئ، خپل عمومي هدف له پامه مه غورځوئ.

نور ښکاره کړئ
Back to top button