که پیاده وګرځئ، دا ۱۵ ګټې به ولرئ

۱- پیاده تګ یا قدم وهل فشار مو کننټول کې ساتي.

۲- قدم وهل هډوکي کلک ساتي.

۳- د کنسر (سرطان) خطره کموي.

۴- د ویني غوړ او کلیسترول نورمال ساتي.

۵- بې ځایه اندېښنې او د زړه تلوسې ورو، ورو را کموي او بیا یې بیخي له مېنځه وړي.

۶- د هغو ناروغانو سره هم تر ډېره بریده مرسته کوي، کوم کسان چې د حاجت رفع کولو لپاره تشناب ته ډېر ځي او راځي.

۷- د خپګان کموالي کې رول لري، همدارنګه طبیعت یا مزاج مو ښه ساتي.

۸-. په پښو تګ ستاسو بدن غټ والي ته نه پریږدئ او له خېټې کولو مو ژغوري، دغه راز وزن نور مال ساتي.

۱۰- دا یوه ارزانه او غوره حل لاره ده او هر چاته د لاسرسي وړ ده، په تېره هغو خلکو ته چې د سپورت لپاره وخت یا ځای نه لري، نو قدم دې ووهي.

۱۱- یوه مادي ګټه یې دا هم ده چې تاسې په قدم وهلو پېسې نه ورکوئ، بلکې دا ستاسو خپل تولید دی، نو ښه ده چې ګټه ترې پورته کړئ.

۱۲- یوه تر ټولو مهمه ګټه یې دا ده چې تاسې به ډېر فعاله ساتي، هر چېرته به په اسانۍ تګ ته زړه ښه کوئ او په لېوالتیا سره خپلې موخې پسې ځئ.

۱۳- دا یو ډول بدني تمرین هم دی چې ستاسو بدن ورسره غښتلی ساتل کیږي او ګټه یې دا ده چې هر وخت به مو بیا په لنډ مزل پښې نه دردیږي.

۱۳ – په قدم وهلو سره مو عضلات او نسجونه له هر ډول ناروغېو ژغورل کیږئ.

۱۵- هغه څوک چې د زړه حملې (Hearth Attack) لري، قدم وهل یې دا خطر راکموي. دغه راز د زړه هر ډول ناروغي هم له مېنځه وړي.

ژباړه: مریم محمدي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button