که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!
ژباړه: شبانه پوپلزۍ
دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل یې پر ګټې سربېره د ځینې کسانو له پاره زیان هم لري. دا چې د انارو خوړل د کومو کسانو له پاره مضر دي او دوی ته زیان لري او کوم کسان یې باید ونه خوري په دې مقاله کې ځان پرې پوه کړئ.

انار د ویتامین او اکسیدان لرونکو میوو له ډلې څخه ده؛ چې د تروتوب له امله وچ او یخ خاصیت لري، چې له دې امله یې ځینې کسانو ته خوړل مضر دي. څېړونکو دا ویلي هغه کسان چې وجود یې یخني لری او یا کمزورې او باد لرونکې معده لري، د انارو له خوړلو دې ډاډه وکړي او هغه کسان چې د معدې زخم لري هغوی دې هم انار نه خوري ځکه د انارو تروه او وچ خاصیت د معدې د درد د زیاتوالي لامل کېږي.

د څېړونکو په وینا چې د انارو دانې د یبوست او یا قبضیت د زیاتوالي لامل کېږي؛ نو هغه کسان چې قبضیت لري، انار دې نه خوري.

هغه کسان چې د هاضمې د سیستم له ګډوډۍ سره مخ دي او معده یې په سم ډول هضم نه شي کوي دا کسان دې هم انار نه خوري؛ ځکه انار د ډېرې اوسپنې په لرلو سره د ژر هضمېدو وړتیا نه لري او په سختۍ سره هضمېږي او د داسې کسان یې په خوړلو سره د کېډې له درد سره مخ کېږي او ځینې وختونه د دې لامل کېږي، چې استفراغ وکړي.
هغه کسان چې وزن یې زیات وي؛ دوی دې هم د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړي، ځکه انار په پوره اندازه کالوري تولیدوي، چې کېدای شي دا وزن دوه برابره کړي.

هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، هم د انارو له خوړلو څخه دې پرهیز وکړي، ځکه دا امکان لري، چې په ناڅاپي ډول د وینې فشار له حده زیات لوړ کړي. سربېره پر دې دا هم ویل شوي؛ چې له جراهي څخه دوه اوونۍ مخکې د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړئ.
د متخصصانو په وینا د انارو خوړل د هغو کسانو له پاره هم ښه نه دي؛ چې شکر لري ځکه دا میوه په لوړه کچه ګلوکوز یا قندونه لري، چې د شکر د لوړوالي لامل کېږي.

هغه کسان چې د انارو د خوړلو په وخت کې د ژولو ستونزه لري او یا هم په خوله کې د درد احساس کوي او یا هم الرژي لري باید د انارو له خوړلو څخه پرهیز وکړي. سربېره پر دې هغه کسان چې د بدوډو یا ګردو ناروغي لري د هغوی له پاره هم د انارو خوړل ښه نه دي، ځکه په انارو کې شته انزایمونه د دې لامل کېږي؛ چې ګردې په سم ډول فعالیت و نه کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button