یو ځغنلده نظرز مونږ په ځینو ستونزو

سید عبیدالله نادر

که په یو زغلنده نظر خپل بنیادي ستونزو ته نظر واچوو ، نو په لمړي سر کې څه چې وینو ، ډیری خلک ، یا د اقتصادي ستونزو له وجهي ، یا د امنیت د نشتون له وجهي ،اویا د بیکارۍ له وجهي وطن پریږدي ،چې دا دوه درې اړخونه په عممومی شکل ټولو ته ښکاره دي ، نور علتونه هم ورسره په ضمیمه کې دي ، لکه د مثال په ډول : د صحی خدمتونو نه شتون ، په ماموریت کې د اهل فساد له اړخه مشکلات چې هغه مامورینو ته پیښوی ، چه هغوي صادقه دي ،نو د دي له پاره چې پورته مقاماتو ته د لویی غلا زمینه برابره شي ،نو هغه خلک چې په ټیټه رتبو کې دي او هوښیاره دي ، د هغوي نه د دوي ویره دا وي چې دوی مو رسوا نه کړي ، او یا د دوی له خوا رسوا نه شو ، نو په دې توګه ډیر یو مضبوط فشار بر دې وطن پرستانو راوړي ،هماغه ده چې خلک میدان پریږدي ، او ځیني خلک تن ډیرو زحمتونو او کړاونو ته سپاري ، د ډیرو سختو لارو څخه د ديرو خطراتو په قبلولو سره نورو هیوادونو ته ځانونه رسوي ، بله موضوع د دوی د اولادنو د راتلونونکو له پاره هم ده چې دوي د خپل د زړه سر ماشومانو راتلونکي د پاره پریشاني لري ، او دا چې تعلیمی ، امنیتی ،صحی تضمین نه وي موجود دغه مسایل دي ، چې په اصطلاح د دوي ذ‌هنونه خوري ، او د ننه دوي ځوریږي ، او همدا ځوریدل او زړه ته اچول دا خلک د جنون حالت ته رسوي ، هغوي چې په غلا او په غلطو لارو پیسي لاس ته راوړي ، هغوي آرامه دي ، او هیڅ پروا یې هم نشته ، او لا هم د نورو په ډیر ډاډه زړه تماشه کوي ، بی کوری ورسره بله ستونزه ده ، چې هم وار په وار او هر کله ورباندی فکر کول عوام ډیر ځوروي ، متأسفانه په دغو مسائلو باندی تر ننه هیڅ حکومتونو فکر نه دی کړی ، هر څوک د خپل د واک وار تیروي او صحني څخه ځي نو په مجموعی توګه دا څو ټکي می چې په کوته کړل دا ډیر مهم ټکي دي چې لازمه ده چې په هر حکومت کې د دي د حل له پاره کار وشي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button